خبرونه
د سوریې د نویو واکمنو ځواکونو او د بشار اسد د پلويانو ترمنځ نښته شوې
پرسوریې د واکمنو اسلامپالو او له قدرته د لیرې شوې ولسمشر بشار اسد د پلویانو ترمنځ د یوې نښتې په نتیجه کې څلور اسلامپالي وسله وال وژل شوي دي.
د اسوشتید پرس آژآنس د راپورله مخې بریتانیا میشتې د سوریې د بشري حقونو د څارډلې ویلي چې دا پیښه پرون چهارشنبې په دمشق کې هغه مهال وشوه چې د هیئت تحریر شام ډلې وسله والو هڅه کوله چې د ړنګ شوي حکومت یوچارواکی ونیسي. د راپورله مخې دغه چارواکی
چې نوم یې ندی په ډاګه شوی، په خپلسري احکامو او د زرګونو بندیانو په اعدامولو تورن دی. د هیئت تحریر شام ډلې وسله والو د روانې میاشتې په لومړیو کې د بشاراسد رژیم نسکورکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پنټاګون: ایران سره د جګړې لګښت تراوسه ۲۵ ملیارډ ډالرو ته رسیدلی
د امریکا ددفاع وزارت ، پنتاګون ،یوه چارواکي وویل چې ایران سره ددغه هیواد د جګړې لګښت تراوسه ۲۵ ملیارډو ډالرو ته رسیدلی دی.
دا لومړی ځل دی چې ددغې جګړې د لګښتونو رسمي شمیره خپریږي.
د راډیو فردا ، د ازادي راډیو د ایران د څانګې د رپوټ په اساس دامریکا ددفاع وزارت دمالي چارو مدیر جولز هرست د استازو دجرګې پوځي کمیټې ته ویلي دي چې ددغه لګښت ډیره برخه په مهماتو شوې ده .
امریکا د کب په نهمه په ایران بریدونه پیل کړل. اوس مهال ددواړو هیوادونو ترمینځ یونازک اوربند دوام لري.
ټرمپ وايي د ایران سمندري محاصرې ته دوام ورکوي
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي نیت لري چې د ایران سمندري محاصرې ته ترهغو دوام ورکړي چې تهران دخپل اټومي پروګرام په اړه د امریکا د اندیښنو دلیرې کولو لپاره هوکړه وکړي.
دونالد ټرمپ د چهارشنبه په ورځ اکسیوس ویبسایت ته وویل : " محاصره تریو بریده د بمباردمان په پرتله ډیره اغیزناکه ده، ددوی وضعیت به نورهم ناوړه کړي او وبه نشي کړای چې اټومي وسله ولري. "
ټرمپ د ایران وړاندیز چې په کې له اټومي خبرو مخکې لومړی د هرمز تنګي د پرانیستلو او دمحاصرې دلیرې کولو غوښتنه شوې رد کړی دی.
د روانې اونۍ پیل کې رپوټ ورکړل شو چې ایران د پاکستان له لارې واشنګتڼ وړاندیز لیږلی دی.
دغه وړاندیز وروسته لدې وشو چې ټرمپ ایراني اړخ سره خبرو لپاره پاکستان ته د خپلو استازو سفر لغو کړ.
ریچارد بینټ:د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی
د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ د اندیښنې په څرګندولو سره وايي د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی او داسې ښکاري چې د حنفي مذهب په ګټه تبعیض کوي.
ریچارد بینټ چهارشنبې د (غويی په نهمه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل : «دبشر حقوق د مذهبي او قومي اقلیتونو ملاتړ کوي. »
هغه زیاته کړه چې ددغه قانون یوه بشپړه څیړنه روانه ده.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې دطالبانو مشر هبت الله اخوند زاده د «مبلغینو قانون» توشیح کړی چې په اساس یې «مبلغ باید مسلمان او حنفي مذهبی وي.»
په لندن کې د یهودانو د وژلو په تور یو تن نیول شوی
د بریتانیا پولیسو نن چهارشنبه( د اپریل ۲۹ مه) وویل چې یو کس په لندن کې د دوو کسانو د وژلو په تور ونیول شو.
د لندن په شمال کې چې یهودان ډير اوسي نن یوه نارینه دوه تنه په چاړې ژوبل کړل.
د لندن پولیس وایي چې دا دوه ټپیان روغتون ته انتقال شول او د دوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
پولیسو د نیول شوي مشکوک کس د هویت په اړه تر اوسه له رسنیو سره نور معلومات نه دې شریک کړي.
پر کونړ د پاکستاني ځواکونو نوې بمبارۍ
پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر کونړ د توغندیو ډزې کړې دي.
د راپورونو له مخې دا ډزې سه شنبه د ماسپښین درې نیم بجې د چپې درې پر ډاګ او شونګره کلیو پيل شوې دي چې نن هم روانې دي.
د سیمې خلکو ازادي راډيو ته وویل چې د دې ډزو له امله یو تن وژل شوی او یوشمیر ټپيان شوې دي. همداراز په لسګونو کسان مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پریږدي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي. پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد په ګډون پر یوشمیر سیمو د دوشنبې په ورځ بمبارۍ وکړې چې پرون په کابل کې د طالبانو حکومت د دې بریدونو په اعتراض د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او هغه ته یې اعتراض لیک وسپاره.
فیفا د افغان کډوالو ښځینه فوټبال لوبډلې ته رسمیت ورکړ
د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د کډوالو افغان ښځو لوبډلې ته به په رسمي سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.
د فیفا مشر ګیاني انفنتینو د سې شنبې په ورځ وویل چې د فیفا شورا د دې پریکړې تایید وکړ چې د افغان ښځینه لوبغاړو ډله به په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي او فیفا به یې ملاتړ وکړي.
فیفا وایي، دا تاریخي پریکړه ده او هدف یې دا دی چې دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه لوبغاړې چې د دوی له واکه بهر د ځانګړیو شرایطو له امله نه شي لوبیدلی، له نړیوالو لوبو محرومې نه شي.
د فیفا د مقرراتو له مخې افغان ښځینه ټیم تر دې مخکې باید د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون له لورې معرفي شوی وای.
د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی د ښځو پر سپورټونو یې بندیزونه لګولي دي.
د امریکا دفاع وزیر کانګرس ته د ایران د جګړې په اړه معلومات ورکوي
د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر ( جګړې وزیر) نن کانګرس ته ځي چې د ایران د جګړې په اړه د کانګرس د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
د دې جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې پیت هیګست د کانګرس د غړیو سوالونو ته ځواب وایي او ټاکل شوې ده چې ښاغلی هیګست به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اعشاریه پنځه تریلیونه ډالرو دفاعي بودیجې په اړه هم د استازیو جرګې غړیو ته توضیحات ورکړي.
په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوند استازیو تر دې مخکې د ایران د جګړې په اړه د ترلاسه کړیو معلوماتو په اړه نارضایتي څرګنده کړې وه، نو داسې اټکل کیږي چې له ښاغلي هګیست څخه به سختې پوښتنې وشي.
له اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو تر وتلو وروسته استانې د دې تړون ملاتړ وکړ
د قزاقستان د انرژي وزارت نن وویل چې هیواد یې پر دې فکر نه کوي چې د تیلو د صادرونکو هیوادو له سازمان( اوپیک) څخه به وځي.
د منځنۍ اسیا دغهَ هیواد یوه ورځ وروسته تر دې دا اعلان وکړ چې متحده عربي امارات وویل چې د ایران د جګړې له امله د انرژي د بحران په ترڅ کې له اوپیک څخه ووځي.
اوپیک په نولس سوه شپیتم میلادي کال کې د سعودي عربستان، ایران، کویت، عراق او وینزویلا له لورې په بغداد کې تاسیس شو چې اوس یې د متحد عربي اماراتو په ګډون شمیر دولسو ته رسیږي.
د بریټانیا پاچا چارلس د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل
د برتانیا پاچا چارلس د سې شنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.
دا غونډه د هغه دولتي سفر یوه برخه ده چې هدف یې د ایران د جګړې په اړه د ژورو اختلافاتو سره سره د دواړو اوږدمهاله متحدینو ترمنځ د یووالي لا ټینګښت دي.
کله چې سلګونه میلمانه د سپینې ماڼۍ په چمن کې ولاړ وو او د مراسمو لپاره توپونه وویشتل شول، د امریکا ملي سرود وغږول شو، او چارلس او ملکه کامیلا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ لخوا له تود هرکلي سره مخ شول.
ټرمپ خلکو ته وویل: "څومره ښکلې برتانوي ورځ ده" هغه پاچا "ډیر سټایلش او باعزته سړی" یاد کړ او ټوکه یې وکړه چې مور یې " د چارلس مینه واله وه".
د بریټانیا پاچا او ملکه په یوه څلو ورځني دولتي سفر امریکا ته تللي.
د دغه سفر هدف د بریټانیا او د هغې د پخوانۍ مستعمرۍ تر منځ د هغو اړیکو لا ټینګښت دی چې په تېرو ۲۵۰ کلونو کې د امریکا د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته رامنځته شوي. د دوی اړیکه په وروستیو کلونو کې د یوې ځانګړې اړیکې په توګه یادیږي.
د امو دریا د تیلو له پنځو نورو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو دریا د نفتي حوزې د زمرد سای د تیلو په ساحه کې د تیلو له پنځو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې.
د دغو څاګانو د استخراج بهیر د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پیل شو.
د کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې د ۱۲ څاګانو له ډلې له پنځو هغو د تیلو استخراج پیل شوی او نورې څاګانې به ډیر ژر د استخراج لپاره چمتو شي.
د طالبانو په حکومت باندې نیوکې دي چې د کانونو په تړونو کې لازم شفافیت نه رعایتوي او کانونه لا هم په غیر مسلکي او غیر منظم ډول راباسي.