د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

اکپس سازمان: طالبانو په ۶ میاشتو کې د ښځو د محدودولو لپاره ۱۶ فرمانونه صادر کړي


د طالبانو حکومت په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۶ داسې فرمانونه صادر کړي چې د افغانستان د خلکو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو مستقیمې اغېزې لري.

«اکپس» په هغه راپور کې چې تېره ورځ یې خپور کړی ویلي چې د طالبانو ډېری کړنلارې او فرمانونه د ټولنیز کنټرول په اړه دي اود اکثرو هدف ښځې دي.

د اکپس سازمان «ای سي ای پي اس» پر اساس د طالبانو حکومت د روان کال د جولای له لومړۍ د ډسمبر تر دویمې، ۱۶ داسې فرمانونه صادر کړي چې د افغانستان د خلکو پر ژوند مستقیمې اغېزې پرې باسي.

“اکپس” د سې شنبې په ورځ (د ډسمبر په ۲۴ مه) په خپل خپور کړي راپور کې ویلي چې د دغو فرمانونو له ډلې ۸ مورده یې په ټول افغانستان او ۹ یې د ولایتونو په کچه صادر شوي دي.

په سویس کې مېشت غیر دولتي سازمان «اکپس» په دې راپور کې زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت دغه فرمانونه ډېری د ټولنیزو مسایلو د کنټرول په اړه دي چې په ځانګړې توګه یې افغان ښځې او نجونې اغیزمنې کړي.

راپور زیاتوي چې په دغو فرمانونو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون او ۱۴ نور فرمانونه هم شامل دي چې د ژوند پر بېلابېلو اړخونو لکه کار، عاید، زده کړو ته پر لاسرسي او ټولنیزو محدودیتونو یې سیوری غوړولی دی.

د اکپس پر اساس، د ټولنیز چلند د کنټرول په موخه اقدامات، د حجاب جبري کول، پارکونو ته د تګ او ګرځنده ټلیفونونو پر کارولو بندیزونه پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو له ډلې دي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د طالبانو دغو قوانینو نه یوازې ښځې او نجونې له خپلو حقونو لکه کار او زده کړو و محرومې کړي او ازادۍ او د ژوندانه اسانتیاوو یې راکمې کړي بلکې په ټکو یې په دغه هېواد کې یې بشري ناورین هم شدید کړی دی.

له بلې خوا یو شمېر ښځې او نجونې چې په افغانستان دننه له کار او زده کړو محرومې دي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی دغو ستونزو ته پام واړوي.

د کابل ښار اوسېدونکې سمیرا چې د یو طبي انسټیټوټ د دریم سمسټر محصله وه او اوس له زده کړو راګرځول شوې، ازادي راډیو ته یې وویل:

“داسې ښکاري چې د طالبانو ټوله حکومتولي د ښځو کنټرولول دي، دا چې ښځې څه وکړي او څه نه، د دې پر ځای چې اصلاحات رامنځته کړي هره ورځ یوه خرابي کوي، موږ یې د ژوند له ټولو ښو بې برخې کړې یو، یوازې همدومره پاتې دي چې ښځې ژوندۍ په ګور ننباسي.”

حمیده چې مخکې د پوهنې وزارت کارکوونکې وه او اوس اوزګاره ده هم ازادي راډیو ته یې وویل:

“طالبانو له موږ نه د ژوند حق اخیستی، له زده کړو محرومې شوې یو، له کاره محرومې یو، نه شو کولای ډاډ بهر ووځو او وګرځو راوګرځو، واقعا له دې ژونده چې هره ورځ فرمانونو ته په تمه یو چې څه وکړو او څه ونه کړو، نورې ستړې شوې یو، له نړیوالې ټولنې غواړو چې افغان ښځې یوازې پرې نه ږدي او له دغه ناورینه چې هر ورځ لا ژورېږي، مخنیوی وکړي.”

په همدې منځ کې د بشري حقونو فعالې امنې علیزادې ازادي راډیو ته وویل:

“له بېلابېلو لارو او په بېلابېلو ګواښونو د ښځو د ژوند د فضا محدودول، د افغانستان له خلکو د بېلابېلو ازادیو اخیستل به د دې حکومت عمر رالنډ کړي.”

طالبانو پر افغانستان له واکمېندو وروسته، په ډېرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بنديز ولګاوه، له شپږم ټولګیو پورته نجونې زده کوونکې يې هم له زده کړو راوګرځولې او ګڼ نور بنديزونه يې هم پرې لګولي دي.

XS
SM
MD
LG