خبرونه
د بشري حقونو د څار سازمان: فلسطینیان له تیرکال راهیسې په غزه کې اوبو ته لاسرسی نه لري
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، فلسطینیان له تیرکال راهیسې په غزه کې اوبو ته لاسرسی نه لري.
د دې ادارې په خبره، فلسطینیان اوبو ته له لاسرسي څخه اسراییلي چارواکو محروم کړي دي.
دغې ادارې د یکشنبې په ورځ د (ډیسمبر۲۲مه) پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، د اسراییلو دغه اقدام د بشریت ضد جنایت او نسل وژنه حسابیږي.
وړاندې په پیغام کې راغلي، اسراییلو په قصدي ډول غزې ته غځیدلي د ګازو، برق او اوبو د انتقال نل لیکې او لینونه ویجاړ کړي دي.
د دې سازمان په خبره، د اسراییلو دې اقداماتو په غزه کې ساري ناروغۍ ډیرې کړي چې د زرګونو کسانو ژوند یې اخیستی دی.
په غزه کې یوه رضا کاره وايي:
"موږ هره ورځ داسې ماشومان وینو چې د اوبو د نه موجودیت له کبله مري. هیڅ پاکې اوبه نشته چې میندې ورڅخه خپلو کوچینو ماشومانو ته شیدې جوړې کړي. د هغو ښځو لپاره چې نوي ماشومان يې پیدا شوي دي، هم د څښلو اوبه نشته چې ماشومانو ته شیدې ورکړي".
دې سازمان وړاندې ویلي، نړۍ باید په غزه کې د نسل وژنې مخه ونیسي او په دې سیمه کې دې د ملکیانو د ساتنې لپاره موثر او اغیزناکه اقدامات وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي
د اسلام اباد په فیصل ټاون کې پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت افغان خبریال نورالله اکبري ازادي راډیو ته وویل، " د امریکا غږ پخوانی خبریال عاشق الله جلالزی، د ارزو ټلویزیون پخوانی خبریال ذکرالله یزداني او د یوې محلي راډیو کارکوونکی عتیق الله رحیمي نن سهار سې شنبه پولیسو نیولي او حاجي کمپ ته يې انتقال کړي دي".
که څه هم تراوسه معلومه نه ده چې دا خبریالان ولې نیول شوي، خو ډیر کله پاکستاني پولیس په دې هېواد کې میشت افغانان د ویزو د نه درلودو له کبله نیسي او بیرته يې افغانستان ته دپیورټ کوي.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې په زرهاوو افغانان د دوی په ټکو د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.
د بنګله دېش لومړۍ ښځینه صدراعظمه خالده ضیا په ۸۰ کلنۍ کې مړه شوه
د بنګله دیش لومړۍ ښځینه صدراعظمه خالده ضیا، او د لرې کړای شوې مشرې شیخ حسینې اصلي سیاله، د اوږدې ناروغۍ له امله مړه شوه. دا ۸۰ کلنه وه.
د ضیا د بنګله دیش نشنلسټ ګوند (BNP) د سې شنبې په ورځ پر فیسبوک پاڼه ولیکل:
"زموږ د خوښې مشره نوره زموږ سره نشته. هغې نن سهار ۶ بجې له دې نړۍ سترګې پټې کړې."
ضیا غوښتل په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د درېیمې دورې لپاره هم د صدراعظمې په توګه نومانده شي. دا به وروسته له هغه لومړي انتخابات وي چې په دې هیواد کې په۲۰۲۴ کال کې د مشهور انقلاب په نتیجه کې شېخ حسینه له واکه لیري شوه.
خالده ضیا وروسته له هغه په ۱۹۹۱م کال کې د بنګله دېش لومړۍ ښځینه صدراعظمه شوه چې مېړه یې – د هغه مهال ولسمشر ضیا الرحمان ووژل شو.
دې د خپلې کاري دورې پر مهال په زندان او کور کې د نظر بندۍ وختونه هم تېر کړي ول. دې ته د فساد له تورونو هغه مهال برات ورکړل شو او د درملنې لپاره لندن ته د سفر اجازه ورکړل شوه چې شېخ حسینه له واکه لیري شوه.
ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران خپل اټومي پروګرام مخته یوسي امریکا به د اسراییلو له بریدونو ملاتړ وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې که ایران نوې اټومي موافقه ونه مني او خپل توغندیز او اټومي پروګرامونه پرمخ بوځي نو هغه به پر ایران د اسراییلو د نورو بریدونو ملاتړ وکړي.
هغه د فلوریډا په مارا-لاګو ماڼۍ کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: "زه اوس اورم چې ایران هڅه کوي بیا ځان جوړ کړي، او که دا پیښ شي، موږ به یې ودروو."
ټرمپ اشاره وکړه چې که د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي نو سمدستي مداخلې ته به اړتیا وي.
د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه ای لوړ پوړي سلاکار علي شمخاني په ایکس شبکې کې په یوه پوسټ کې وویل چې د ایران توغندیز او دفاعي وړتیاوې "د مهار وړ نه دي او د چا په اجازې نه دي تړلي."
هغه زیاته کړه: "هر ډول یرغل به د سمدستي او سخت غبرګون سره مخ شي داسې چې د طراحانو له تصوره به هم بهر وي."
اسراییل د جون په میاشت کې د ۱۲ ورځو لپاره له ایران سره جګړه وکړه او له امریکا سره په ګډه یې د ایران مهم اټومي تاسیسات هم بمبار کړل.
د جرمني یوې محکمې پر یهودانو د برید د پلان په تور د یوه افغان د زنداني کولو امر کړی
د جرمني د عدالت فدرالي محکمې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دغه افغان د نومبر په پنځمه په ډنمارک کې د جرمني په غوښتنه نیول شوی او د یکشنبې په ورځ جرمني ته وړل شوی دی.
د بیان په اساس دغه کس تورن دی چې د ایران په جاسوسۍ له یوه بل تورن افغان الاصله ډنمارکي سره یې اړیکې درلودې.
داسې انګیرل کېږي چې تازه نیول شوي افغان د ایران په جاسوسۍ تورن افغان – ډنمارکي سره ژمنه کړې څو یوه دریمګړي ناپيژاند ته وسله برابره او په جرمني کې پر یهودي اهدافو بریدونه وکړي.
۵۳ کلن ډنمارکی افغان هم تېره جون د ډنمارک په ارهوس کې نیول شوی او دمګړۍ په جرمني کې تر محاکمې مخکې په توقیف کې ساتل کېږي.
هغه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له قدس ډلې سره په همکارۍ تورن دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ ویلي شکمن جاسوس هڅه کوله چې د بریدونو د ترسراوي لپاره خلک وګماري.
ایران هغه تورونه رد کړي وو.
ملګري ملتونه وايي له پولیو د پاک افغانستان د هدف لپاره هڅې کوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام وايي په ګډه له پولیو د پاک افغانستان هدف ته رسیدلی شو.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په اساس په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د پولیو ۹ پېښې ثبت شوي حال دا چې دا شمېر تېر ۲۰۲۴ کال ۲۵ وو.
د آی او ام سازمان ویلي په ۲۰۲۵ کال کې یې لرو پرتو سیمو ته د پولیو د واکسین ټیمونه ور لیږلي څو خلک په تېره راستانه شوي افغانان خپل ماشومان واکسین کړای شي.
تر دې مخکې له پولیو د پاک افغانستان بنسټ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوونکي ټول مسافر باید واکسین شي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ په مخ دوه هېوادونه دي چې پولیو پکې له منځه نه ده تللې.
ریچارډ بنیټ په ایران کې د جنرال سریع د وژنې د څېړلو غوښتنه وکړه
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د افغانستان پخواني جمهوري نظام د پولیسو د یوه قومندان اکرام الدین سریع د وژنې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
ښاغلی سریع د تیرې چهارشنبې په ماښام له خپل دفتر څخه کور ته روان و چې په تهران کې د دوو مخ پټو وسله والو له خوا ووژل شو.
د جنرال سریع سربیره، محمد امین الماس، یو بل پخوانی افغان پوځي هم ووژل شو.
ښاغلي بینټ نن په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د وژنو عاملین باید وپیژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.
هیڅ ډلې یا فرد د وژنې مسؤلیت نه دی منلی.
د طالبانو ځینو مخالفینو، له دې ډلې د آزادۍ جبهې مشر یاسین ضیا، ادعا کړې چې طالبان د دوو پخوانیو سرتیرو د وژنې تر شا وو. طالبانو لا د سریع د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
اخوا د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم له ایران غوښتي چې د دغسې وژنو مخه ونیسي او د ده په خبره "د ترهګرو لاسونه له ایرانه لنډ کړي".
د ګلوب ساکر جایزې؛ عثمان ډمبله د کال غوره فوټبالر او رونالډو د منځني ختیځ غوره لوبغاړی
عثمان ډمبله د ګلوب ساکر د ۲۰۲۵ کال د غوره فوټبالره جایزه وګټله.
د ګلوب ساکر د سپورتي جایزو مراسمو پرون په دوبۍ کې ترسره شول.
ډمبله د فرانسې د پاریسنټ جرمن ټیم غړی دی.
عثمان ډمبله چې سږ کال یې د طلا توپ یا بلون ډي اور هم ګټلی وتوانېد د نړۍ نور غوره فوټبالران لکه کیلیان ایمباپي، رافینها، ویټینها او لامین یامال شاته پریږدي.
کریسټیانو رونالډو بیا د منځني ختیځ د کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
رونالډو د سعودي عربستان په لیګ کې د النصر لپاره لوبیږي.
د بارسلونا مخکښ ځوان لوبغاړي لامین یامال هم له لاسته راوړنو ډکه شپه درلوده. هغه درې جایزې وګټلې: د لا لیګا د ۲۳ کلونو څخه کم عمره د کال غوره لوبغاړی، غوره فارورډ او د مارادونا جایزه.
د ټینس نامتو لوبغاړي نوواک جوکوویچ چې ۲۴ ځله د ټینس ګرانډ سلم اتلولي لري له کریستیانو رونالډو څخه په الهام د ګلوب ساکر لومړنۍ جایزه خپله کړه.
پاریس سینټ جرمن ټیم هم د کال د نارینه وو د ټیم لقب وګاټه.
هنګاو: سږکال ایران ۸۵ افغانان اعدام کړي دي
د هنګاو په نوم د بشري حقونو یو سازمان وایي چې ایران د ۲۰۲۵ کال له پيله ۸۵ افغانان اعدام کړي دي.
دغه سازمان پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې تر ټولو تازه پیښه کې پرون یکشنبه ( د جدي ۷مه) د بسم الله تاجک په نوم یو افغان د ایران د بندر عباس په مرکزي زندان کې اعدام شو.
هنګاو لیکلي چې د اعدام شویو افغانانو تورونه تر ډیره د نشه یي موادو قاچاق او یا هم عمدي قتلونه وو.
تېر ۲۰۲۴ کال کې بیا په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۸۰ تنه و.
د بشري حقونو سازمانونه تل له ایرانه غواړي چې خپل قضایي نظام اصلاح او د اعدام سزواې پای ته ورسوي.
یو.ان.هبیتات: د کابل د هرو ۵ اوسیدونکو له ډلې ۴ په غیر رسمي هستوګنځېو کې اوسیږي
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ( یو.ان.هبیټات) وایي، د کابل د هرو پنځو اوسیدونکو له ډلې څلور هغه په غیر رسمي هستوګنځایونو کې اوسیږي.
دغه بنسټ پرون یکشنبه ( د جدي ۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ښاري نفوس څلویښت فیصده د کابل ښار اوسیدونکي دي.
د دوی په ټکو عمده برخه دغه اوسیدونکي په غیر رسمي کورونو کې ژوند کوي.
د یو.ان.هبیټاټ په وینا د کابل اوسیدونکي د اقلیمي بدلونونو، سیلابونو، ځمک ښویدنې په وړاندې او د پیاوړ ودانیو د نه لرلو له کبله زیانګالي دي.
که څه هم د کابل کره نفوس معلوم نه دی، خو ځینې راپورونو کې د ۴ تر ۷ میلیونو پورې یادیږي.
شمالي کوریا لرې واټن ویشتونکي کروز توغندي و ازمایل
د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن دوشنبه ( د جدي ۸مه) ویلي چې دغه هېواد د لرې واټن ویشتونکي دوه کروز توغندي ازمویلي دي.
فرانس پریس لیکلي چې دغه ازموینه د یکشنبې په ورځ د کوریا ټاپوزمې په لویدیځ کې ترسره شوه چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم ورغلی و.
ازمایل شویو توغندیو دوه ساعته مزل کړی دی.
چارواکو دې ازموینې ته د بهرنیو ګواښونو په وړاندې " د جګړه ییز چمتوالي" نوم ورکړی دی.
شمالي کوریا وخت نا وخت د خپل توغندیز او اټومي قدرت د واک نندارې کوي.