خبرونه
طالبانو په پروان ولایت کې پنځه کسان په درو وهلي دي
په پروان ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو د درو ښځو په ګډون ټول پنځه کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې نن (د لیندۍ ۲۷مه) په یو بیان کې وویل چې دا کسان د زنا او نامشروع اړیکو په تور هر یو له ۳۰ نیولې تر ۳۹ درو پورې په تعزیري سزا او د شپږو او دریو کلونو ترمنځ د حبس په بېلابېلو دورو محکوم شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې پرون هم خبر ورکړ چې په سمنګان ولایت کې ۴ کسان په عام محضر کې په درو وهل شوي دي. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دریو کلونو کې لسګونه کسان په بېلابېلو تورونو، په عام محضر کې په درو وهلي او پر ځینو نورو یې قصاص تطبیق کړی دی.
د بشري حقونو ډلو له طالبانو بیا بیا غوښتي دي چې په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزاګانو له ورکولو ډډه وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د آرام سمندر په وانواټو ټاپو کې د ریښتر په کچه ۷،۳ درجې زلزلې مرګ ژوبله اړولې ده
د آرام سمندر په وانواټو ټاپو کې د پرونۍ زلزلې په نتیجه کې د مړو کسانو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی دی.
دې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷،۳ درجې و، سلګونه نور کسان ټپیان کړي او د آرام سمندر د جنوب په دې لیرې پراته ټاپو کې یې پراخ زیان اړولی دی.
راپورونه وايي ژغورونکې ډلې د ویجاړو ودانۍ له کنډوالو څخه د مړو او ټپیانو د راایستلو هڅه کوي. د وانواټو د پولیسو مشر رابسون لاورو په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په زلزله کې له ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي او د ژغورنې هڅې اوس له دوو ویجاړو ودانیو څخه د قربانیانو پر راایستلو متمرکزې دي.
دې زلزلې ګڼو ودانیو له هغې ډلې د امریکا، فرانسې، برتانیا او نیوزیلنډ سفارتونه هم زیانمن کړي دي او د بریښنا مزي او مخابراتې شبکې یې پرې کړې دي.
په وانواټو کې د اوو ورځو لپاره بېړنی حالت اعلان شوی او د ۷۲ ساعتونو لپاره الوتنې لغو شوې دي.
په کورسک کې له اوکرایني ځواکونو سره د روسي او شمالي کوریا د ځواکونو جګړو زور اخیستی دی
د روسیې پوځ د شمالي کوریا له ځواکونو سره په ګډه په کورسک سیمه کې د اوکرایني سرتېرو پرضد عملیات پراخ کړي دي. اوکرایني ځواکونو د روان کال په اګست میاشت کې د روسیې د کورسک سیمې ځینې ناحیې ونیولې او تراوسه هم پر ځینو سیمو ولکه لري.
د اوکراین جګپوړي پوځي قوماندان جنرال اولیکساندر سیرسکي پرون په یوه وینا کې وویل چې روسي پوځیانو له دریو ورځو راهیسې په کورسک کې پوځي عملیات پراخ کړي او په وینا یې د شمالي کوریا پوځیان په دې جګړو کې عملي برخه لري.
داسې ښکاري چې د شمالي کوریا سرتېرو ته په دې جګړه کې درانه تلفات اوښتي دي. اوکرایني او امریکايي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې ځواکونو ګڼ سرتېري وژل شوي او پرون (د لیندۍ ۲۷مه) د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د شمالي کوریا سلګونه سرتېرو ته په کورسک کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ملګري ملتونه: ۱۵ میلونه افغانان نه پوهیږې د بل وخت خواړه به له کومه کوي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د افغانستان نژدې ۱۵ میلیون وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې دغه پروګرام ۷۱۸ میلیون ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا لري، څو وکولای شي د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په دې هیواد کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي وو په داسې حال کې چې سخت ژمی په افغانستان کې پیل شوی، میلیونونه کورنۍ په یخنۍ کې کافي خواړه نه لري او ډېرې یې اړې دي چې له دوو څخه یوه لار غوره کړي: یا به خپل ماشومان مړوي او یا به یې هم ګرم ساتي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران له خوا خبریال رضا ولي زاده ته د حبس حکم وغنده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایراني چارواکو هغه پرېکړه وغندله چې د ایران او امریکا دوه ګوني تابعیت لرونکی، د ازادي راډیو د فردا څانګې پخوانی خبریال، رضا ولي زاده، یې په لس کاله بند محکوم کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون (سې شنبې) د فردا څانګې ته وویل چې متحده ایالات په کلکه دغه حکم غندي او د هغه او په ایران کې د ټولو سیاسي بندیانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کوي.
دې ویاند زیاته کړه چې د ایران رژیم په مکرر ډول د ګواښونو، ډارولو، توقیفونو، جبري اعترافونو او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کارولو له لارې د مطبوعاتو ازادي ځپلې ده.
د محکمې د هغو اسنادو له مخې چې د ښاغلي ولي زاده مدافع وکیل ته د ډسمبر په لسمه استول شوي او ازادي راډیو هم ارزولي، ولي زاده د تهران د انقلابي محکمې له خوا له یوه دښمن حکومت سره د همکارۍ په تور محکوم شوی دی.
ښاغلي ولي زاده د ازادي راډیو له فردا څانګې سره له یوې لسیزې کار کولو وروسته د ۲۰۲۲ م کال په نومبر میاشت کې استعفا ورکړې وه. هغه د روان ۲۰۲۴ م کال په لومړیو کې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته تللی و، چې د سپټمبر په ۲۲ نیول شو.
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ دوهمه یوورځنۍ سیالي سبا ترسره کېږي
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یوورځنیو سیالیو دویمه لوبه به سبا (پنجشنبې) د هراري په ورزشي کلپ کې ترسره شي. په پام کې ده چې دغه لوبه د کابل د غرمې په دولسو بجو پیل شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ د باران له امله لغوه شوه. د افغانستان لوبډلې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه، خو د سخت باران له امله داسې مهال لوبه لغوه شوه چې په لسم اور کې زیمبابوې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۴۴ منډې کړې وې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه یوورځنۍ سیالي به د شنبې په ورځ ترسره شي.
د روسیې پارلمان د تروریستي ډلو د لیسټ په اړه لایحه نهايي کړه
د روسیې د پارلمان ولسي جرګې (دوما) د سې شنبې په ورځ هغه لایحه تصویب کړه چې محکمو ته اجازه ورکوي، د مسکو له خوا د نومول شویو تروریستي ډلو له نوملړ څخه یوه ډله لرې کړي.
په دغه اقدام سره دې ته لاره هوارېږي چې روسیه طالبان له تور لېست څخه وباسي.
د روسیې د پارلمان ولسي جرګې تېره اوونۍ په دې اړه د رایې اخیستو د بهیر په لومړي ګام کې دغه لایحه تصویب کړې وه چې پرون یې د رایې اخیستو دوه نور پړاوونه هم بشپړ شول.
د ولسي جرګې پر تصویب شوې لایحې به د راتلونکې جمعې په ورځ مشرانو جرګه رایې اخلي او وروسته به د توشیح لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندې شي. روسیې په ۲۰۰۳ م کال کې د طالبانو ډله د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامله کړې خو له دې سره سره یې ورسره اړیکي پاللي.
مسکو مخکې تر دې چې طالبان د ۲۰۲۱ م کال په دوبي کې پر افغانستان بیا واکمنان شي، څو ځله یې د طالبانو د پلاوو کوربهتوب کړی او په تېرو څه کم درې نیمو کلونو کې هم د طالبانو له سرپرست حکومت سره نژدې اړیکي پاللي او خپل سفارت یې په کابل کې پرانیستی پرېښی.
جاپان له افغانستان سره نوې بشري مرستې کوي
د جاپان دولت نن له افغانستان سره نوې بشري مرسته اعلان کړه.
د افغانستان لپاره د جاپان سفارت په یو بیان کې چې نن یې پر خپله ایکس پاڼه خپور کړ ویلي چې د دې هېواد دولت له افغانستان سره د ۲۷،۵ میلیون ډالرو اضافي مرستې پرېکړه کړې څو بشردوستانه او لومړنۍ بشري اړتیاوې تر پوښښ لاندې راولي. په بیان کې هیله ښودل شوې چې دا مرسته به د اړو افغانانو په ژوند کې بدلون راولي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو په بشري مرستو کې د پام وړ کموالی راغلی خو جاپان لاهم له دې هېواد سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړی.
د خیبر پښتونخوا کرمې سیمې ته د مرستو رسولو لپاره الوتنې پیل شوې
د خیبرپښتونخوا کرمې سیمې ته چې زرګونه کسان د فرقه یي جګړو په نتیجه کې ګیر پاتې دي، د بشري مرستو د رسولو په مقصد الوتنې نن پیل شوې.
په دې نښتو کې چې په تېره جولای میاشت کې پیل شوې تراوسه له ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوشمېر سیمو خلک د غذايي موادو او دارو درملو له کمښت سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت هڅه کوي د شیعه او سني قبیلو ترمنځ د ځمکو پر سر دا دعوه پای ته ورسوي.
د ایدي په نوم د خصوصي خیریه بنسټ سیمه ایز مشر شېرګل د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د خیبرپښتونخوا له مرکز پېښور ښار څخه کرمې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره الوتنې به د اونۍ ترپایه دوام وکړي. نوموړی زیاتوي چې دوی په هره الوتنه کې درې تنه ټپیان لېږدوي او نورو ته دارو درمل استوي.
په کرمه کې د سني شیعه د جګړې له پیله څوځلې هلته اوربند اعلان شوی او له دواړو خواوو څخه مخور او مشران د یوه دوامداره توافق لپاره هڅه کوي.
په عین حال کې د پاکستان حکومت د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د کرمې اصلي لویه لاره بنده کړې ده. په کرمه کې د ښکېلو خواوو ترمنځ نښته وروسته له هغه پیل شوه چې د دې سیمې د اوسېدونکو د موټرو پر یوه کاروان برید وشو او په نتیجه کې یې له څلوېښتو ډېر کسان ووژل شول.
په تور سمندرګي کې د تیلو تویېدو له کبله د چاپېریال په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
د روسیې په کراسنادار سیمه کې د تورې بحیرې د لسګونه کیلومتره اوبو ساحه نن وروسته له هغه په تېلو ناولې شوه چې د روسیې دوه تېل وړونکې کشتۍ د کرچ په تنګي کې د سخت توپان په نتیجه کې زیانمنې شوې.
د کراسنادار والي وینیامین کوندراتییف ویلي چې د اوبو د پاکولو کاري ډلې سیمې ته استول شوې دي. د هغه په وینا سخت باد، د سواحلو په اوږدو له ټانکرونو د توی شویو تېلو له خپرېدو سره مرسته کوي او په تور سمندرګې کې د چاپېریال د احتمالي ناورین په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو عکسونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې د سمندر اوبه په تور رنګه مایع پوښل شوې دي.
د اولګا نفت Volgoneft شرکت دوه ټانکري کشتۍ چې زرګونه ټنه د ټيټ کیفیت لرونکي تېل پکې بار وو، د یکشنبې ورځې په دې پېښه کې ښکېلې وې.