د دې وزارت یوه چارواکي عباس عليپور، د دوشنبې په ورځ، د ډسمبر په ۱۶مه، په یوه غونډه کې ويلي چې دغه بې اسناده یا د دوی په خبره غیر قانوني بهرني اتباع د ایران له ښارونو او کلیو څخه نیول شوي او ایستل شوي دي.
ایراني چارواکي او رسنۍ تر ډېره افغان کډوالو ته د "غیرمجاز او بهرني اتباعو " اصطلاح کاروي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکي عباس علیپور دا هم ویلي چې دا کسان بایومتریک شوي چې د هویت په بدلون سره بېا رانشي.
دغه ایراني چارواکي د ایستل شوو کډوالو د وروستیو شمېرو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.
په همدې حال کې، یو شمېر هغه افغانان چې په دې وروستیو کې له ایران څخه ایستل شوي دي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې يې ویلي چې د ایران د پولیسو د نامناسب چلند له امله یې رواني ستونزې پيدا کړي او اوس په افغانستان کې د بېکارۍ او کمزوري اقتصاد له امله له بد وضعیت سره مخ دي.
صفیالله، چې یو کال وړاندې له ایران څخه افغانستان ته شړل شوی، ازادي راډیو ته يې وویل:
"پولیسو هر ځای د افغانانو لټون کاوه، اسناد لرونکي او بې اسناده ټول یې نیول. ډېر زور زیاتی یې کاوه، کار مو نهشوای کولی او ځان مو د مجرم په څېر پټاوه، پولیسو هم بدې خبرې راته کولې او هم يې شکنجه کولو."
محمد ناظم هم ورته خبره کوي:
"درې میاشتې مخکې مې ایران پرېښود. هلته ژوند په ویره کې و، هره شېبه په دې فکر کې وم چې نن به مې وباسي که سبا، رواني ستونزه مې پیدا کړه، په افغانستان کې وضعیت ښه نهدی، هلته مو لږ تر لږه د شپې او ورځې ډوډۍ مو پیدا کوله."
دا په داسې حال کې ده چې د ایران په ډېرو ښارونو کې افغان کډوالو ته د استوګنې، کار کولو او ان د کور د کرایه کولو اجازه نه ورکول کېږي.
یو شمېر افغان کډوال چې په قانوني ډول په ایران کې ژوند کوي هم د پولیسو له ناوړه چلند شکایت لري.
ذکي پارسا، چې د استوګنې قانوني اسناد لري، وايي:
"د پولیسو چلند هیڅ انساني نهدی. دوی افغان کډوالو ته د انسان په سترګه نهګوري او فکر کوي چې د کار او اقتصاد خرابوالی د افغان کډوالو له امله دی."
عباس علیپور ویلي چې د افغان کډوالو د غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي لپاره یوازې په اغزنو سیمونو او دیوالونو د پولو بندول کافي نهدي او د نورو پرمختللو سیستمونو نصبولو ته هم اړتیا ده.
نږدې یوه میاشت وړاندې، په تهران کې د طالبانو سفیر فضل محمد حقاني د بهرنیو وګړو چارو د دفتر رییس نادر یار احمدي سره د افغان کډوالو د ستونزو، په ځانګړي ډول د داوطلبانه ستنېدو او د هغوی د قانوني اقامت په اړه خبرې کړې وې.
تر هغې مخکې بیا د ایران د امنیتي او انتظامي ځواکونو قوماندان ویلي وو چې تر روان کال پورې به دوه میلیونه د دوی په خبره غیرقانوني کډوال له یاد هېواده وایستل شي.
د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې، اوس مهال ۸.۳ میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.