د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

د سوریې د بشري حقونو څار ډله: دمشق ته نژدې په یوه ډله ایز قبر کې لږترلږه سل زره مړي موندل شوي.


د دسمبر په 15 ، 2024، خلک د پلازمینې دمشق په څنډه کې راپور شوی ډله ایز قبر لټوي.
د دسمبر په 15 ، 2024، خلک د پلازمینې دمشق په څنډه کې راپور شوی ډله ایز قبر لټوي.

د سوریې د بشري حقونو د څار د یوې ډلې مشر وايي، د سوریې پلازمېنې دمشق ته نژدې په یوه ډله ایز قبر کې لږترلږه سل زره مړي موندل شوي. د سوریې بېړنۍ کاري ډله چې مرکز یې په امریکا کې دی ادعا کوي چې له هغو کسانو سره یې خپرې کړي چې دا ډله ایزو قبرونه یې کیندلي دي.

د سوریې د بېړنۍ کاري ډلې د نادولتي ټولنې مشر معاذ مصطفی وايي، د دمشق د شمال په ۴۰ کیلومترۍ کې موندل شوی دا قبر د هغو پنځو ډله ایزو قبرونو له ډلې دی چې په تېرو څو کلونو کې تشخیص شوي دي.

ښاغلي مصطفی چې مرکز یې په امریکا کې دېره دی، رویټرز خبري آژانس ته وویل سل زره هغه شمېر دی چې دی یې په خورا ډېر احتیاط سره بیانوي او زیاته یې کړه چې دی ډاډه دی پر دې پنځو قبرونو سربېره ډېرې نورې سیمې هم شته چې خلک په ډله ایز ډول پکې ښخ دي. د نوموړي په وینا په دې قبرونو کې د سوریې پر وګړو سربېره د امریکا او برتانیا وګړي او نور بهرنیان هم ښخ شوي دي.

مصطفی وروسته له هغه سوریې ته ولاړ چې د اسد رژیم وپرځېد او هلته یې د قُطیفه په نوم له هغې سیمې څخه چې دا ډله ایز قبر پکې موندل شوی له رویټرز خبري آژانس سره خبرې وکړې. هغه وویل، د سوریې د هوايي ځواک استخباراتي څانګې د هغو مړیو د انتقال مسوولیت لاره چې له پوځي روغتونونو څخه ایستل کېدل. د هغو کسانو مړي چې د بېلابېلو استخباراتي ادارو له خوا د شکنجې په نتیجه کې یې سا ورکوله په پوځي روغتونونو کې راټولېدل او بیا په الوتکو کې دې ډله ایزو قبرونو ته لېږدول کېدل.

د مصطفی په وینا ځینې نور مړي بیا په یخچال لرونکو ټراکټورونو کې د دمشق ښاروالۍ د جنازې د څانګې د کارکوونکو په وسیله ساحې ته وړل کېدل. مصطفی وايي چې د دوی ټولنې له هغو کسانو سره خبرې کړې دي چې په ډله ایزو قبرونو کې یې کار کاوه. د سوریې بېړنۍ کاري ډلې همداراز د بولدوزرونو له هغو ډرېورانو سره هم خبرې کړي چې د ډله ایزو قبرونو ځایونه یې کیندلي، مړي یې سره نژدې کړي دي چې لږ ځای ونیسي او خاورې یې پرې اړولې دي. معاذ مصطفی اندېښنه څرګنده کړې چې د دې ډله ایزو قبرونو سیمې امن نه دي نو ځکه دی غوښتنه کوي چې د دې سیمې امنیت باید خوندي شي څو په راتلونکي کې په دې اړه د تحقیقاتو شواهد له منځه ولاړ نه شي.

رویټرز خبري آژانس په خپل راپور کې لیکي چې نه شي کولای په خپلواک ډول دا ادعاوې تایید کړي.

اټکل کېږي چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریه کې د حکومت ضد مظاهرې پیل شوې، د رژیم په ځپونکو اقداماتو کې به سلګونه زره کسان وژل شوي وي. اسد او پلار یې حافظ الاسد چې له ده مخکې ولسمشر و، او په ۲۰۰۰ کال کې مړ شو، د بشري حقونو د ډلو او نورو دولتونو له خوا د زندانو په یوه ویروونکې شبکه کې د اعدامونو په ګډون د خپلو وګړو په غیرقانوني وژنو تورن دي.

اسد پر خپل حکومت د بشري سرغړونو لګېدلي تورونه ردول او خپل مخالفین یې تروریستان بلل.

په ملګروملتونو کې د سوریې سفیر قصی الضحاک Koussay Aldahhak په دې اړه د تبصرې لپاره د رویټرز غوښتنه ځواب نه کړه خو هغه چې د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې هغه مهال چې لا اسد واکمن و، پر دې دنده ګومارل شوی و، تېره اونۍ خبریالانو ته وویل، د نویو چارواکو هدایت ته منتظر دی او زیاته یې کړه چې دی به د سوریې د خلکو د ګټو لپاره کار ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG