د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

خبرونه

نجونې یو ځل بیا د طب پوهنځي له ایګزیټ ازموینې بې برخې شوي

د نجونو محصلانو اعتراض، ارشیف
د نجونو محصلانو اعتراض، ارشیف

ټاکل شوې د مرغومي یا جدي په اوومه نېټه د طب د پوهنځي له فارغانو اېګزیټ ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیستل شي.

د ازموینو ملي ادارې چې طالبان یې اداره کوي پرون ماښام پر خپله فېسبوکپاڼه دا خبر ورکړ.

اېګزیټ ازموینه د لوړو زده کړو د طبي شورا له خوا د طب پوهنځيو له فارغانو اخیستل کیږي او تر بریالیتوب وروسته د فعالیت اجازه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو له بندیز وروسته اوس د روغتیایي زده کړو په موسسو کې هم د نجونو د شمولیت مخه نیولې ده.

د دې بندیزونو له کبله د طالبانو پر حکومت انتقادونه په زیاتېدو دي، خو طالبان ټینګار کوي چې دوی د نجونو او ښځو حقونه په اسلامي چوکاټ کې ورکوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په کابل کې د چین سفیر وايي، له افغانستان سره به د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي

په کابل کې د چین سفیر پرون (د دوشنبې ورځ د دلوې لومړۍ) د دواړو هېوادونو د اویا کلنو اړیکو د لمانځلو په مناسبت وویل چې پېکینګ به له افغانستان سره د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیاء احمد تکل، په دې اړه په یوه بیان کې، چې په خپله ایکسپاڼه/پخواني ټویټر کې یې خپور کړی، ویلي چې په دې مناسبت په بهرنیو چارو وزارت کې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د طالبانو د باندنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، د چین سفیر ژاو شینګ او د دې هېواد دیپلوماتانو برخه اخیستې وه.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د چین سفیر په دې مناسبت وویل چې دواړه هېوادونه د تاریخ په اوږدو کې، پرته له دې چې د وخت شرایط په پام کې ونیول شي، ښې اړیکې لرلي او پېکینګ به له کابل سره د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي.

د چین سفیر یو ځل بیا له امریکا غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان ته د مرستو کمېدا تر ټولو ډېر افغان ښځې اغېزمنوي

د یوې مخکښې مرستندویې ادارې مشر خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د مرستو کمېدا د دغه هېواد د ښځو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

د ناروې د کډوالو د نړیواله شورا عمومي منشي یان ایګلینډ وویل، د افغانستان لپاره د حکومتي ادارو او بشري مرستو د مالي ملاتړ کمېدا تر ټولو زیات ښځې او نجونې اغېزمنوي.

د ناروې د کډوالو نړیوالې شورا تېر کال له څه باندې ۲۱۶ زره افغانانو سره مرسته کړې، چې نیمایي یې ښځې وې.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته میلیونونه افغانان بېوزله شوي او له لوږې سره مخامخ شوي ځکه چې بهرنۍ مرستې په یو وار بندې شوې.

ایران وايي، افغانستان په جنوبي خراسان کې کونسلګري پرانیستلی شي

Iran Afghanistan Map
Iran Afghanistan Map

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګریو مسوولې افسانې ابراهیمي پرون وویل، دا هیواد دې ته چمتووالی لري چې د جنوبي خراسان ولایت په بیرجند ښار کې د افغانستان کونسلګري پرانیستل شي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ایراني چارواکي همداراز وویل، په جنوبي خراسان کې د افغانستان د کونسلګرۍ جوړېدا د ایران د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه هم ده.

د اغلې ابراهیمي په وینا افغانستان په ایران کې دوې نورې کونسلګرۍ لرلی شي او دا موضوع د دواړو خواوو ترمنځ مطرح شوې ده.

ایران تر دې وړاندې په مشهد کې د افغانستان کونسلګري د طالبانو استازي ته سپارلې او په تهران کې یې هم د طالبانو استازی د سفارت د سرپرست په توګه منلی دی.

سره له دې چې ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د طالبانو له حکومت سره یې په ځانګړي ډول سوداګري اړیکې پراخې کړي دي.

د ایراني چارواکو په وینا، په ۲۰۲۴ م کال کې افغانستان ته د ایران صادرات څو برابره زیات شول او تر درې میلیارد ډالرو واوښتل.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړه

ډونالډ ټرمپ د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې پرون (دوشنبې) لوړه وکړه او د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره یې رسماً پیل کړه.

ښاغلي ټرمپ وروسته له هغه چې سپینه ماڼۍ یې له جو بایډن څخه تسلیم کړه، د لوړې د مراسمو لپاره کانګرس ته لاړ. دا مراسم د واشنګټن د شدیدې یخنۍ له امله په بند ځای کې ترسره شول، چې پکې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو ترڅنګ د ایلن مسک په شان څو سترو میلیاردارنو هم برخه اخیستې وه.

د ښاغلي ټرمپ مرستیال، جي‌ډي ونس، هم لوړه وکړه.

امریکايي سناستور له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې د ایران پر اتومي تاسیساتو برید وکړي

سناتور ګراهم
سناتور ګراهم

د متحدوایالتونو د جمهوريپال ګوند سناتور او د ډونالډ ټرمپ د ډېرې مودې متحد لیندزي ګراهام، د امریکا له نوي ولسمشر څخه وغوښتل چې د ایران پر اتومي تأسیساتو برید وکړي.

ښاغلي ګراهم له سي‌بي‌ایس خبري چاینل سره په مرکه کې وویل: «له سیاسي لارې د ایران د اتومي پروګرام د له منځه وړلو چانس په ټریلیون کې یو دی. خو د امریکا په ملاتړ د اسراییل د پوځي اقدام له لارې یې احتمال ۹۰ سلنه دی.»

هغه ژمنه وکړه چې له ښاغلي ټرمپ سره به مشوره وکړي څو له اوسني وضعیت څخه د ایران د اتومي پروګرام د له منځه وړلو لپاره ګټه پورته کړي، ځکه د هغه په وینا د ایران حکومت په اوس وخت کې ډېر کمزوری شوی دی.

د پولیټیکو د راپور له مخې، په واشنګټن کې د سیاسي ټولنو اوسنۍ ارزونې ښيي چې د ایران اسلامي جمهوریت په عملي ډول د اتومي پوځي ځواک د ترلاسه کولو په درشل کې دی، او د سناتور ګراهم په باور، دیپلوماتیکې هڅې د ایران د اتومي وسلو د تولید مخه نه شي نیولی.

ایراني پولیسو د سیستان او بلوچستان په زابل کې کابو ۳۰۰ افغان کډوال نیولي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ولسوالي د پولیسو قوماندان وايي چې په وروستیو څو ورځو کې یې په دې ولسوالي کې نژدې ۳۰۰ بې اسناده کډوال نیولي دي.

حمید نوري پرون (د دوشنبې په ورځ، د دلوې میاشتې لومړۍ نېټه) د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا ته وویل چې دا کسان د ټولنیز امنیت د پیاوړتیا د طرحې د تطبیق په لړ کې نیول شوي دي.

دغه ایراني چارواکي د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو په دې هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو د پېژندلو، نیولو او شړلو لړۍ په شدت سره روانه ده.

تر دې وړاندې د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکو په زاهدان او شاوخوا سیمو کې د شاوخوا ۴۰۰ غیرقانوني کډوالو د نیولو خبر ورکړی و.

ایراني چارواکو ویلي چې په روان لمریز کال کې ټولټال دوه نیم میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره څه باندې ۱۷ میلیون ډالره مرسته کړې ده

له افغانستان سره د بهرنیو د مرستو ویش (آرشیف)
له افغانستان سره د بهرنیو د مرستو ویش (آرشیف)

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اروپايي ټولنې په افغانستان کې د زیانګالو کسانو د لاسنیوي لپاره ۱۷ اعشاریه ۴ ملیونه ډالره مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال ویاند ضیا الدین صافي نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) په یوه بیان کې چې ازادۍ راډیو ته یې رالېږلی، ویلي "دا بسپنه په یوه مهم وخت کې شوې ده او د خوړو له نړیوال پروګرام سره به مرسته وکړي چې د زیانګالو کورنیو لپاره د بېړنيو خوراکي مرستو او د میندو او کوچنيو ماشومانو لپاره د تغذیې پروګرامونه چمتو کړي او پراخولو ته یې دوام ورکړي."

بیان زیاتوي چې د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري، سږکال ژمی هره میاشت په ټول افغانستان کې له شپږ میلیونه اړو کسانو سره د خوړو مرسته وکړي. ملګري ملتونه وايي په ۲۰۲۵م کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۳ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د بشري مرستو ۲۲۰ لارۍ له مصر څخه غزې ته واستول شوې

مصر- د غزې لپاره د بشري مرستو کاروان
مصر- د غزې لپاره د بشري مرستو کاروان

د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند په دوهمه ورځ د بشري مرستو ۲۲۰ لارۍ نن دوشنبه له مصر څخه غزې ته واستول شوې. متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي سازمان ګڼي.

د سینا په شمال کې د مصر د سرې میاشتې ټولنې یوه چارواکي ویلي، چې په لسو لاریو کې سون توکي بار وو. دغه لارۍ د غزې په جنوب کې د کرم شالوم له سرحدي دروازې غزې ته داخلېږي.

دغه چارواکي ویلي، چې په ټوله کې په بشري مرستو بار ۳۰۰۰ لارۍ د فلسطینیانو دغه قلمرو ته د لېږلو لپاره چمتو دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې مشر ټام فلچر د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ورځ هم د بشري مرستو ۶۳۰ لارۍ غزې ته ورسېدې او له دې ډلې د بشري مرستو لږ تر لږه ۳۰۰ لارۍ د غزې شمال ته لېږدول کېږي.

سربیا کې اور ۸ کسان مړه کړي

د سربیا د اور وژونکې ډلې عکس
د سربیا د اور وژونکې ډلې عکس

نن سهار په سربیا کې د پوخ عمره کسانو په یوه کور کې اورلګېدنې اته کسان مړه کړل.

د سربیا د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د پلازمېنې بلګراد په باراییفو ساحه کې د دې اور په نتیجه کې ۱۱ نور کسان ژوبل شوي دي.

د سربیا د ټولنیزې څارنې وزیر رسنیو ته ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا اور په لوی لاس لګول شوی دی.

حماس وايي بله ډله یرغمل را روانه شنبه خوشې کوي

د یوې خوشې شوې یرغملې او د هغې د کورنۍ انځور
د یوې خوشې شوې یرغملې او د هغې د کورنۍ انځور

د حماس ډلې یوه چارواکي ویلي، د اوربند موافقې له مخې به له غزې څخه د یرغمل شویو بله ډله د راروانې شنبې په ورځ خوشې شي.

د حماس دغه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته یکشنبه د درېیو ښځینه یرغمل شویو تر خلاصون وروسته دا څرګندونې وکړې.

اسرائیل هم د فلسطینیانو ۹۰ تنه بندیان خوشې کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي. د حماس یوه لوړ رتبه چارواکي، چې پر دې موضوع په عامه د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د اسرائیلي یرغمل شویو بله ډله به د شنبې پر ماښام، د موافقې د تطبیق د پیل پر اوومه ورځ خوشې شي.

په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو د خلاصون پر موافقه تېره چهارشنبه سلا وشوه او له پرون یې تطبیق پیل شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG