خبرونه
د هند د کلاسیکې موسیقۍ مشهوره طبله ږغوونکی ذاکر حسین مړ شو
د هند د کلاسیکې موسیقۍ د مشهور طبله ږغوونکي ذاکر حسین پر مړینه په ټوله نړۍ کې د موسیقۍ مینه والو او چارواکو خپګان ښوولی دی.
د هند صدراعظم نریندرا مودي لیکلي، چې د طبلو افسانوي ماسټر ذاکر حسین د مړینې له کبله خپه دی. د هغه په وینا ذاکر حسین د هند د کلاسیکې موسیقۍ په نړۍ کې انقلاب راوستلی و.
د ذاکر حسین کورنۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه پرون یکشنبه د ۷۳ کلونو په عمر د امریکا د سن فرانسیسکو په یوه روغتون کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
هغه له څه مودې د سږو سخته ناروغي درلوده. ذاکر حسین د نورو جایزو تر څنګ په ۲۰۲۳م کال کې پدما وبهوشن غیرپوځي جایزه ګټلې وه، چې په هند کې د اعتبار له مخې دویمه درجه معتبره جایزه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوکراین وايي، د روسیې په کورسک سیمه کې يې د شمالي کوریا ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده
اوکراین د روسیې په لویدیځه کورسک سیمه کې د شمالي کوریا هغو ځواکونو ته چې د روسیې په ملاتړ جګړه کوي د مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکوي.
د اوکراین پوځي استخباراتو نن (د ډسمبر ۱۶مه) په یوه بیان کې وویل چې لږترلږه دېرش تنه کوریايي سرتېري مړه یا ټپیان شوي دي. په بیان کې راغلي دي چې کوریايي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
وروسته له دې چې پیونګ یانګ د روسیې جګړې ته خپل سرتېري واستول، دا لومړی ځل دی چې کییف د هغوی د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات ورکوي. آزادي راډيو د اوکراین دا ادعا په خپلواک ډول نه شي تاییدولای. اوکرایني ځواکونو د روان کال په اګست کې د روسیې د کورسک سیمې یوشمېر ناحیې ونیولې او تراوسه هم پر ځینو سیمو ولکه لري.
بشار اسد په دې اړه خبرې کړي چې ولې له سوریې ووت
د سوریې پرځول شوی ولسمشر بشارالاسد وايي چې دی د ډسمبر په اتمه له دمشق څخه تر وتلو وروسته د حمیمیم پوځي اډې ته چې د مسکو تر ادارې لاندې دی ولاړ خو کله پر دې اډې د ډرونونو حملې وشوې روسیې ته ولېږدول شو.
اسد له مسکو څخه چې ده ته یې سیاسي پناه ورکړې، د سوریې د جمهوري ریاست پر ټلګرام پاڼه په یوه لیکلی بیان کې دا څرګندونې کړي.
نوموړي په دې اړه چې ولې له سوریې ووت ویلي چې د جګړو په ټول بهیر کې ده هېڅکله هم دا فکر نه کاوه چې له واکه به لاس واخلي او یا به په بل هېواد کې پناه واخلي. اسد زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ سهار وختي لاهم په دمشق کې پر خپله دنده و، خو کله چې د ده په وینا تروریستي ډلې دمشق ته ننوتلې، نو له روسیې سره په تفاهم کې لاذقیې ته ولاړ څو له هغه ځایه پر پوځي عملیاتو څارنه وکړي.
د اسد په بیان کې یادونه شوې چې دی کله سهار مهال په حمیمیم کې د روسانو پوځي اډې ته ورسېد نو خبر شو چې ده ته وفادار ځواکونه د جګړې له ټولو کرښو څخه په شا شوي او وروستۍ پوځي قطعې هم سقوط وکړ.
د اسد د کورنۍ ۵۴ کلنه واکمني د ډسمبر په اتمه نېټه وروسته له هغه وپرځېده چې د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ وسله وال پلازمېنې دمشق ته ننوتل.
د غور- کابل لویه لاره بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
د غور- کابل لویه لار چې د زیاتې واورې اورېدو له کبله تړل شوې وه، نن بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د طالبانو ټولګټو وزارت نن خبر ورکړی، چې دغه لار په بندبکک سیمه کې تېره شپه تړلې وه، چې تر پاکولو وروسته نن ماسپښین بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه. په افغانستان کې وخت ناوخت د ځینو ولایتونو لارې د زیاتې واورې یا هم توفانونو له کبله تړلي وي.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله له لسو زیانګالو هېوادونو دی. د اقلیمي بدلونونو یو اغېز په دغه هېواد کې بې وخته یا هم تر حد زیات اورښتونه دي.
د قرغزستان صدراعظم له خپلې دندې استعفی وکړه.
د قرغزستان صدراعظم عقیل بېګ جباروف نن د توضیحاتو له ورکولو پرته له خپلې دندې استعفی وکړه.
د قرغزستان د ولسمشر صدر جباروف دفتر تایید کړه، چې صدراعظم عقیل بېګ له خپلې دندې لیرې شوی، چې پر یوه بل مقام به وټاکل شي. د ولسمشر او پخواني صدراعظم تخلصونه یو دي، خو خپلوي نه سره لري.
ولسمشر، ۶۴ کلن عادل بېګ قسیم علییف د وزیرانو کابینې د مشر او سرپرست صدراعظم په توګه نومولی دی. په وروستیو کې د اداري فساد په تور د مالیې د عالي رتبه چارواکو له نیولو وروسته پر ۶۰ کلن عقیل بېګ جباروف د استعفی لپاره فشارونه زیات وو.
هغه له ۲۰۲۱م کال راهیسې د حکومت مشري کوله او دی د قرغزستان هغه صدراعظم و، چې تر ټولو زیات وخت په واک کې پاتې و.
الجزیره تلویزیوني شبکه وايي، پر غزه د اسرائیل په برید کې یې یو کامره مین وژل شوی دی.
الجزیرې ټلویزیوني شبکې پرون خبر ورکړ، چې پر غزه د اسرائیل په برید کې د دوی یو کامره مین وژل شوی دی.
په قطر کې دېره دغې شبکې د أحمد اللوح په نوم د خپل دغه کامره مین د وژنې خبر تایید کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د فلسطینیانو په قلمرو، غزې تړانګه کې له څه باندې ۱۴ میاشتو راهیسې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازګان ګڼي. الجزیرې ویلي احمد اللوح د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات په نوم د کډوالو پر کمپ د اسرائیل په بمبارۍ کې وژل شوی دی.
دا د الجزیرې پنځم خبریال دی، چې په دې جګړه کې وژل کېږي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) وايي په منځني ختیځ کې د څه باندې ۱۴ میاشتنیو ناکراریو پر مهال تر پرون یکشنبه په غزه، لوېدیځه غاړه، اسرائیل او لبنان کې د وژل شویو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو شمېر ۱۳۷ ته رسېدلی دی.
په نایجریا کې د کښتۍ غرقېدو په پېښه کې لس کسان مړه شول
د نایجریا په مرکزي برخه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان هغه وخت مړه شول، چې د دوی کښتۍ په بِنوئه سیند کې نسکوره شوه.
د بِنوئه ایالت د پولیسو ویاندې کاترین انیني (Catherine Anene) پرون یکشنبه ویلي، د پېښې له ځایه ۱۰ مړي ترلاسه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، په نایجریا کې سږ میلادي کال چې وروستۍ ورځې یې دي، د کښتیو په پېښو کې څه باندې ۲۲۰ کسان مړه شوي دي. په کښتیو کې تر حد زیات کسان سپرول، د ساتنې او مراقبط ناوړه شرایط د کښتیو د ډېرو پېښو اصلي علت ګڼل کېږي او زیات وخت خلکو ته په کښتیو کې د ژغورنې جاکټونه هم نه ورکول کېږي.
په ایران کې نن د سخت یخ او ګازو د کموالي له کبله اکثره دولتي دفترونه وتړل شول
په ایران کې نن د سختې یخنۍ او د ګازو د کموالي له کبله اکثره دولتي دفترونه وتړل شول او ښوونځي په انلاین بڼه شول.
په وروستیو ورځو کې د ایران شمالي ولایتونو کې د هوا درجه منفي شلو سانټي ګرېډو ته هم ټیټه شوې، ورسره د ګازو کموالي هم ستونزې پیدا کړې دي.
ولسمشر مسعود پزشکیان له خپلو وګړو تېره اوونۍ غوښتنه وکړه، چې د ګازو د مصارفو کمېدو لپاره د خپلو کورونو حرارت دوه سانټي ګرېډه کړي. نورو دولتي ادارو هم په انلاین بڼه ورته غوښتنه کړې ده.
که څه هم ایران د ګازو د ذخایرو له درکه په نړۍ کې دویم مقام لري، خو د دغه هېواد زاړه بنسټونه د ژمي پر مهال تر حد زیاتې تقاضا په وړاندې مقابله کوي.
ایران د هغو افغانانو مخه نیسي چې د پېژندنې بایومتریک نه لري
د ایران د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، چې ایران ته د هغو افغان کډوالو د بیا داخلېدو مخه نیسي، چې د پېژندنې بایومتریک ازمېښت یې نه وي کړی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز رئیس نادر یاراحمدي پرون یکشنبه له ایراني خبریالانو سره خبرو کې ویلي، ایران دا مهال د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.
د ده په وینا ایران ته د بې اسناده افغان کډوالو د بیا ورتګ د مخنیوي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي دېوال د جوړولو کار په شدت سره وان دی.
د ایران د کرمان ولایت عمومي څارنوال پرون یکشنبه ویلي، په تېرو درېیو ورځو کې په دې ولایت کې یو زر او ۷۸۸ تنه بې اسناده افغان کډوال نیول شوي او له دغه ولایته ایستل شوي دي.
په ایران کې په وروستیو کې پر افغان کډوال ډول- ډول محدودیتونه لګول شوي، په عین حال کې ایرانه د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج لړۍ هم روانه ده. د ایران په ګڼو ښارونو کې افغان کډوالو ته کارونه، نه پیدا کېږي او دوی ته کورونه په کرایه ورکول هم منع شوي دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکي: بمباریو مرګژوبله زیاته کړې ده
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن دوشنبه اعلان وکړ، چې د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵زره ۲۸ ته ورسېد.
په غزې تړانګه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ په جګړه کې د څه باندې ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د ټپیانو شمېر ۱۰۶زره ۹۶۲ ته رسېدلی دی.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي. په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل ناببره حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل.
د فلسطین روغتیايي چارواکو نن ویلي چې تېره شپه هم پر غزه ښار د اسرائیل په بمباریو کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي دي.