د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

ځيني موټر چلوونکي: طالبان په ټول پلازو کې له موټرو بیلابیله اندازه پیسې اخلي


د کابل کندهار لویه لاره. عکس ارشیف
د کابل کندهار لویه لاره. عکس ارشیف

یو شمېر موټر چلونکي وايي په بېلابېلو لویو لارو کې د طالبانو په جوړو شويو "ټول پلازو" کې د ټکسونو توان نلري. دوى وايي چې اړ دي بیلابیله اندازه پیسې طالبانو ته ورکړي. د طالبانو حکومت ویلي چې غواړي دا پیسې د لارو په بیارغونه کې مصرف کړي. خو موټر چلونکي وايي چې حکومت د سړکونو لپاره ځانګړې بودجه لري.

یوه شمېره موټر چلوونکي د افغانستان په لویو لارو د طالبانو د حکومت لخوا د جوړو شويو " ټول پلازو" له لوري له دوى د پيسو او ټکسونو اخيستو اندېښمن کړي.

دغه موټر چلوونکي وایي سره له دې چې په اوسنيو شرايطو کې د کار له نشتوالي او جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي په لويو لارو کې د طالبانو حکومت لخوا جوړې شوې ټول پلازې له دوى د تګ راتګ پر وخت د ټکس په نوم پيسې اخلي.

د کابل جلال آباد د لويې لارې د کرولا موټر يو چلونکي شريف الله آزادي راډيو ته وويل:

[مشکلاتونه ډېر زيات دي زموږ د ترانسپورت په برخه کې د دولت ټکسونه هم ډېر زيات شوي، د پوښتنې مو څوک نشته اقتصادي ستونزې ډېرې زياتې دي نفتي مواد هم ډېر قيمته شوي دومره عوايد نشته څومره مو چې لګښت دى".

د کابل غزني پر لويه لاره بل موټر چلونکي صحيب الله هم ورته شکايت لري.

"موږ چې کله لار کې راځو طالبان له موږ څخه ډېره ماليه غواړي موږ باندې ډېر لګښت راځي له يوې خوا کار کم دى له بلې خوا دولت په بېلابېلو پلمو له موږ په لارو کې پيسې اخلي وايي زمونږ برخه راکړه موږ ته کار پيدا کړه اول بيا برخه وغواړه"

ياد موټر چلونکي دغه شان يادونه کوي چې د حکومت د حکومت لخوا د جوړو شويو پلازاو له لوري د پيسو د تولولو تر څنګ پر دغو لارو کې په نورو بېلابېلو پلمو هم ترې پيسې اخيستل کېږي، خو نوموړي یې په اړه دقیق معلومات ورنکړل.

د کابل کندوز پر لويې لارې د يو مسافر وړونکي موټر چلونکي سمیع الله احمدي آزادي راډيو ته وويل چې په دغه لویه لاره په جوړه شوې ټول پلازه کې له بیلابیلو موټرو بیلابیله اندازه ټکسونه اخیستل کیږي.

"له ځينو موترو اتيا، له ځينو ٥٠٠ افغانۍ اخلي يو ځل په تګ کې او يو ځل بېرته په راتګ کې. غټ موټړ له ٢٥٠٠ څخه تر ٤٠٠٠ پورې ورکوي د خلکو اقتصاد صفر دى خلک هېڅ نشي نوى کله چې مو لاس کې ټوپک وي له هر چا پيسٸ اخيستى شو هم د ورځې او هم د شپې که په زور وي که رضا هېڅ نشو کولى"

د دغو موټړ چلونکو د شکاياتو په اړه مو د طالبانو حکومت له ټولګټو چارو وزارت له وياند اشرف حق شناس څخه وپوښتل خو نوموړي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو نوموړي په دې اړه له دې وړاندې په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې حکومت د افغانستان په یو شمېر لویو لارو ټول پلازې عملي کړي او په دغه لارو ټول تلونکي موټر اړ دي چې د سړک حق العبور ورکړي، خو په بیان کې له دولتي پلیټ لرونکې موټر له دې ټکس معاف بلل شوي دي.

په بیان کې راغلي چې د ټول پلازا یا حق العبور په عوایدو د هېواد لویې لارې جوړوي.

د طالبانو د ټول ګټو وزارت وزارت دغه راز ویلي چې د کابل – جلال اباد د دویم لاین سړک د جوړولو چارې، چې نږدې ۱۶ میليونه ډالرو بودجې ته اړتیا لري هم د همدغه حق العبور له لارې تامینیږي.

خو موټر چلونکي وايي چې حکومت د سړکونو د جوړولو او بیا رغولو لپاره ځانګړې بودجه لري باید له دوی پیسې وانه خیستل شي.

دوی وايي د حق العبور تر څنګ ترې د ترانسپورت او ښاروالۍ په نوم هم پیسې اخیستل کیږي چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG