د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۴

د کابل اوسېدونکي د کورونو له لوړو بیو او کرایو شکایتونه کوي


عکس له ارشیفه. د کابل ښار یو انځور.
عکس له ارشیفه. د کابل ښار یو انځور.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې یو راپور وايي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د کورونو بیې یو څه کمې شوې وې خو په وروستیو کې د بیو ترڅنګ کرایي هم لوړې شوي چې خلک یې له جدي ننګونو سره مخامخ کړي دي.

په کابل کې د کورونو د کمښت او په ټوله کې د کورونو د بیو او کرایو د زیاتوالي په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وايي چې دې مسلې بې وزله کورنۍ له ننګونو سره مخامخ کړي دي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې نن دوشنبه د ديسمبر په ۱۶ مه پر خپله اېکس پاڼه د یو تفصیلي راپور په بیا خپرولو سره، چې دوې ورځې مخکې یې هم خپور کړی و، ویلي دي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د کورونو بیې یو څه کمې شوې وې خو په وروستیو کې د بیو ترڅنګ د کورونو کرایې هم لوړې شوي دي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو د ځینو مسولینو او کرایه ورکوونکو د خبرو په استناد ویلي چې په ځینو مواردو کې د کورونو کرایې تر دوه برابره هم ډېرې لوړې شوي دي.

په راپور کې همدا شان راغلي چې د بیو او کرایو لوړوالي ځینې بې وزلې کورنۍ د بې کورۍ او د سرپناه د نه موجودیت له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په راپور کې ښارونو او په ځانګړي توګه کابل کې د کورنیو راتګ او اوسېدو، د کورونو د جوړولو په برخه کې د منظمو پلانونو نه موجودیت، د بیو او کراییو د کنټرول لپاره د واحدې مرجع نشتوالی، د کورونو کمښت او پر لویه کچه له ګاونډیوهېوادونو د کډوالو راستنېدل د کورونو د بییو او کراییو د لوړوالي مهم لاملونه بلل شوي دي.

که څه هم د دغې شبکې په راپور کې په واضح ډول نه دي ویل شوي چې د کورونو په بیو او کرایو کې څومره زیاتوالی راغلی دی خو د کابل ښار د اوسېدونکو او د رهنما د معاملاتو د مسولینو په خبره د تېر جمهوري حکومت په وروستیو کې د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې په شاوخوا سیمو کې د دوه اطاقه کور بیه د ۶۰ او اتیا زره ډالرو ترمنځ وه چې اوس یې په بیو کې زیاتوالی راغلی دی. دغه راز په همدې سیمه کې د دوه اطاقه کور کرایه له ۱۰ تر ۱۲ زره افغانۍ وه خو د دوی په خبره اوس یې کرایه ۱۵ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

وموغوښتل چې د کورونو د بیو او کرایو د لوړوالي په اړه د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ نظر هم ولرو خو د دغه ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو سباوون عزیزي او مژده چې په کرایي کورونو کې اوسي، په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

« د کابل په ګلبهار ټاور بلاکونو کې اوسم. موږ څه باندې درې کاله مخکې دلته راغلي یو، مخکې مو پنځلس زره افغانۍ کرایه ورکوله خو اوس يې له کوم دلیل پرته دوه زره کرايه راباندې زياته کړې ده. زموږ له مجبورۍ استفاده کوي.»

« زه شاوخوا پنځه کاله کيږي چې د البرز بلاکونو په یوه کرايي کور کې اوسم. درې کوټې لري چې راغلم دولس زره افغانۍ کرایه مې ورکوله. چې سقوط وشو کرايه يې لس زره کړه خو بېرته يې دغه درې مياشتې کيږي کرايه ديارلس زره کړې ده. د کور خاوند راته وايي که په دې کرايه اوسې ښه ده کنې کور خالي کولای شې.»

عطا الله چې د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې د معاملاتو د لارښونې دفتر لري په کابل کې د کورونو د بیو او کرایو د څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل:

« د کارته نو په شاه شهيد سيمه کې د راهنمای معاملاتو دفتر لرم. رښتیا هم د کورونو بيې ډېرې لوړې شوي په ځانګري توګه هغه کورونه چې دوې يا درې کوټې لري. هره ورځ موږ ته خلک راځي د کورونو د نيولو لپاره خو موږ سره چې کوم هغه راجستر وي ډېر ژر نيول کيږي.»

د کورونو کمښت په افغانستان کې له دوامداره او جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي. د کابل ښار اوسېدونکي له ازادي راډیو سره په خبرو کې نیوکه کوي چې حکومتونو د دغې ستونزې د حل لپاره بنسټیز کار نه دی کړی نو ځکه دوی له جدي ستونزو سره لاس او ګرایوان دي.

XS
SM
MD
LG