د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۰

خبرونه

ترکیه وايي، که ورڅخه وغوښتل شي، سوري ځواکونه به وروزي

د ترکیې دفاع وزیر
د ترکیې دفاع وزیر

د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر، د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) وویل چې که د سوریې نوی حکومت ورڅخه وغواړي ترکیه چمتو ده چې د دې هېواد ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.

د رویټرز خبري اژان د راپور له مخې، هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سوریې له نوي حکومت سره د ترکیې همکارۍ تر څه حده ده، وویل: "انقره اوس هم له ډېرو هېوادونو سره پوځي همکاري او د روزنې تړونونه لري."

ګولر زیاته کړه، باید وخت ورکړل شي او وکتل شي چې د سوریې نوی حکومت څه ډول ګامونه پورته کوي.

د ترکیې دفاع وزیر دا هم وویل چې د دوی لومړیتوب لا هم د سوریې په شمال کې د کورد ملېشو یا (YPG) له منځه وړل دي، او دا دریځ یې "واشنګټن ته هم روښانه کړی دی.

ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی، د بار اسد د مخالفو وسله والو ملاتړ کاوه ترڅو د هغه حکومت نسکور کړي.

دغه راز، ترکیې له څو کلونو وروسته، پرون (شنبې په ورځ د لیندۍ ۲۴مه) په دمشق کې خپل سفارت بیا پرانیست.

د ترکیې د استخباراتو او جاسوسۍ رئیس ابراهیم قالین، د جمعې په ورځ سوریې ته سفر وکړ او هلته یې د یاغیانو د "هیئت تحریر شام" ډلې له مشر ابو محمد الجولاني سره وکتل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ، له اوپیک څخه د اماراتود وتلو هرکلی وکړ

UAE-URKAINE-RUSSIA-CONFLICT
UAE-URKAINE-RUSSIA-CONFLICT

د امریکا ولسمشر، له اوپک څخه د متحده عربي اماراتو د وتلو د پرېکړې هرکلی وکړ.

ډونالډ ترمپ په یوه خبري ناسته کې ویلي: «زما په اند دا ډېره ښه پرېکړه ده. محمد بن زاید آل نهیان ډېر هوښیار دی او ښايي غوښتل یې خپله لاره غوره کړي.»

ټرمپ زیاته کړې چې باور لري دا بدلون به په پای کې د پیټرولو، تېلو او نورو شیانو د بیو په راټیټولو کې مرسته وکړي.

متحده عربي اماراتو د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د همدې اوونۍ له جمعې څخه به له اوپک او اوپک پلس څخه ووځي. کارپوهان دا پرېکړه ډېره ناڅاپي نه بولي، ځکه د اماراتو د تېلو د تولید وړتیا تر هغې اندازې لوړه ده چې اوپک ورته ټاکلې ده.

ټرمپ همداراز ویلي چې د اماراتو دا پرېکړه ښايي اوپک ته ستونزې جوړې کړي.


یو شمېر امریکايي سناتورانو کانګو ته د افغان کډوالو د نه لېږلو غوښتنه وکړه

د امریکا د سنا جرګې ۲۲ غړو د ډونالډ ټرمپ له ادارې غوښتي چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لېږلو له هر ډول احتمالي پلان څخه لاس واخلي. دوی خبرداری ورکړی چې دا اقدام به هغو افغانانو ته جدي خطر پېښ کړي چې پخوا یې له امریکايي پوځیانو سره همکاري کړې ده.

سناتورانو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په استولي لیک کې ویلي، داسې راپورونه شته چې په قطر کې مېشت تر زرو زیات افغانان ښايي کانګو ته ولېږدول شي. د دوی په وینا، ډېری دغه کسان پخواني ترجمانان او د امنیتي ځواکونو همکاران دي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته ورته د خوندي ژوند ژمنه شوې وه.

دوی ټینګار کړی چې دا ډول اقدام به «ظالمانه او خیانت» وي، ځکه یاد کډوال افغانستان ته د ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دي او یا داسې هېواد ته لېږدول کېږي چې په خپله له بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی. سناتورانو له امریکايي ادارې غوښتي چې دا ډول پلانونه ودروي او د افغان متحدانو پر وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغان کډوالو پر ستنولو اندېښنه وښوده

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) له اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته د ډېر شمېر افغان کډوالو پر بېرته ستنولو اندېښنه وښوده.

دې بنسټ پرون (چهارشنبې) په یوه بیان کې ویلي، شاوخوا ۴۰ سلنه افغانان له سختې لوږې کړېږي او لږ تر لږه ۱۷ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. سربېره پر دې، د جګړو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه کېدا دوام لري، او روغتیايي سیستم هم تر سخت فشار لاندې دی.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په وینا، په اروپايي اتحادیه کې د کډوالۍ د محدودولو له پالیسۍ وروسته، زرګونه افغانان د دې اتحادیې له غړیو هیوادونو څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي، او تر ۲۰۲۵ کال پورې تر ۲۲ زره زیاتو کسانو ته د وتلو امر شوی دی. دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې د دغو کسانو ستنول به د افغانستان بشري ناورین لا ژور کړي.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې چارواکو ټینګار کړی چې افغانستان ته ستنېدل د ثبات معنا نه لري، بلکې ستنېدونکي به له لوږې، بې‌کارۍ او د اساسي خدماتو له نشتوالي سره مخامخ شي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې لا هم له زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو محرومې دي.

یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مرستو کچه زیاته کړي او د افغانستان روان بشري بحران ته جدي پاملرنه وکړي، نه دا چې پر دې حالت سترګې پټې کړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د وریا او سیلابونو اټکل

ارشیف
ارشیف

افغانستان کې دطالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت د هواپیژندنې ریاست په ۹ ولایتونو کې د باران او سیلاونو اټکل کړی دی.

په نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا ، میدان وردګ ، بغلان، تخار، او بدخشان کې نن پنجشنبې د شدیدو بارانونو ، تلندې او برښنا اټکل شوی دی.

دباران کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي میترو اټکل شوې ده.

په وروستیو اونیو کې افغانستان کې د بارانونو او سیلابونو له امله سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

لندن کې د چاقو په برید کې دوه تنه یهودان ټپیان شوي

د لندن پولیس د پیښې صحنه کې خپل تحقیقات کوي.
د لندن پولیس د پیښې صحنه کې خپل تحقیقات کوي.

لندن کې د یو کس لخوا د چاقو په برید کې دوه یهودان ټپیان شول.

ټپیان چې یویې ۷۶ کلن او بل ۳۴ کلن دی په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او وضعیت یې ثابت دی.

پولیس ویلي ۴۵ کلن مهاجم چې هڅه یې وکړه په پولیسانو هم برید وکړي نیول شوی دی.

د مارک رولي په نوم د پولیسو یو افسر وویل مشکوک برید ګر د جدي زور زیاتي او رواني ستونزو سابقه لري.

پنټاګون: ایران سره د جګړې لګښت تراوسه ۲۵ ملیارډ ډالرو ته رسیدلی

د امریکا ددفاع وزارت ، پنتاګون ،یوه چارواکي وویل چې ایران سره ددغه هیواد د جګړې لګښت تراوسه ۲۵ ملیارډو ډالرو ته رسیدلی دی.

دا لومړی ځل دی چې ددغې جګړې د لګښتونو رسمي شمیره خپریږي.

د راډیو فردا ، د ازادي راډیو د ایران د څانګې د رپوټ په اساس دامریکا ددفاع وزارت دمالي چارو مدیر جولز هرست د استازو دجرګې پوځي کمیټې ته ویلي دي چې ددغه لګښت ډیره برخه په مهماتو شوې ده .

امریکا د کب په نهمه په ایران بریدونه پیل کړل. اوس مهال ددواړو هیوادونو ترمینځ یونازک اوربند دوام لري.

ټرمپ وايي د ایران سمندري محاصرې ته دوام ورکوي

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي نیت لري چې د ایران سمندري محاصرې ته ترهغو دوام ورکړي چې تهران دخپل اټومي پروګرام په اړه د امریکا د اندیښنو دلیرې کولو لپاره هوکړه وکړي.

دونالد ټرمپ د چهارشنبه په ورځ اکسیوس ویبسایت ته وویل : " محاصره تریو بریده د بمباردمان په پرتله ډیره اغیزناکه ده، ددوی وضعیت به نورهم ناوړه کړي او وبه نشي کړای چې اټومي وسله ولري. "

ټرمپ د ایران وړاندیز چې په کې له اټومي خبرو مخکې لومړی د هرمز تنګي د پرانیستلو او دمحاصرې دلیرې کولو غوښتنه شوې رد کړی دی.

د روانې اونۍ پیل کې رپوټ ورکړل شو چې ایران د پاکستان له لارې واشنګتڼ وړاندیز لیږلی دی.

دغه وړاندیز وروسته لدې وشو چې ټرمپ ایراني اړخ سره خبرو لپاره پاکستان ته د خپلو استازو سفر لغو کړ.

ریچارد بینټ:د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی

 د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ ، ارشیف
 د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ ، ارشیف

د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ د اندیښنې په څرګندولو سره وايي د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی او داسې ښکاري چې د حنفي مذهب په ګټه تبعیض کوي.

ریچارد بینټ چهارشنبې د (غويی په نهمه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل : «دبشر حقوق د مذهبي او قومي اقلیتونو ملاتړ کوي. »

هغه زیاته کړه چې ددغه قانون یوه بشپړه څیړنه روانه ده.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې دطالبانو مشر هبت الله اخوند زاده د «مبلغینو قانون» توشیح کړی چې په اساس یې «مبلغ باید مسلمان او حنفي مذهبی وي.»

په لندن کې د یهودانو د وژلو په تور یو تن نیول شوی

د لندن په ګولډر ګرین سیمه کې هغه ځای چې پر دوو تنو د چړې برید وشو- د اپریل ۲۹ مه- ۲۰۲۶
د لندن په ګولډر ګرین سیمه کې هغه ځای چې پر دوو تنو د چړې برید وشو- د اپریل ۲۹ مه- ۲۰۲۶

د بریتانیا پولیسو نن چهارشنبه( د اپریل ۲۹ مه) وویل چې یو کس په لندن کې د دوو کسانو د وژلو په تور ونیول شو.

د لندن په شمال کې چې یهودان ډير اوسي نن یوه نارینه دوه تنه په چاړې ژوبل کړل.

د لندن پولیس وایي چې دا دوه ټپیان روغتون ته انتقال شول او د دوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

پولیسو د نیول شوي مشکوک کس د هویت په اړه تر اوسه له رسنیو سره نور معلومات نه دې شریک کړي.

پر کونړ د پاکستاني ځواکونو نوې بمبارۍ

په کونړ کې د دوشنبې د ورځې تر بمبارۍ وروسته ټپيان روغتون ته ولیږدول شول
په کونړ کې د دوشنبې د ورځې تر بمبارۍ وروسته ټپيان روغتون ته ولیږدول شول

پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر کونړ د توغندیو ډزې کړې دي.

د راپورونو له مخې دا ډزې سه شنبه د ماسپښین درې نیم بجې د چپې درې پر ډاګ او شونګره کلیو پيل شوې دي چې نن هم روانې دي.

د سیمې خلکو ازادي راډيو ته وویل چې د دې ډزو له امله یو تن وژل شوی او یوشمیر ټپيان شوې دي. همداراز په لسګونو کسان مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پریږدي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي. پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد په ګډون پر یوشمیر سیمو د دوشنبې په ورځ بمبارۍ وکړې چې پرون په کابل کې د طالبانو حکومت د دې بریدونو په اعتراض د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او هغه ته یې اعتراض لیک وسپاره.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG