د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له کمښت او د متخصصو ډاکټرانو او طبي تجهیزاتو له نشتوالي شکایت کوي.
دوی په روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو له ټیټ کیفیت څخه د شکایت ترڅنګ وايي چې د ناسم تشخیص او بې کیفته درملنې له امله اړ دي چې خپل ناروغان د درمنلې لپاره نورو هېوادونو ته یوسي.
د بلخ ولایت اوسېدونکی دوست محمد ادعا کوي چې د ناسم تشخیص له کبله یې ناروغ پلار مړ شوی دی.
هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«په افغانستان کې له طبابته تجارت جوړ شوی دی او ډیرې نورې ستونزې هم لري، مخکيني متخصیصن نشته او که وي هم سم تشخيص نه کوي او با کيفيته دوا هم نه پيدا کيږي له همدې له امله پاکستان ته لاړو او هلته له زياتو ستونزو سره مخ شو او پلار مې وفات شو.»
د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکي معصوم احمدي په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو په برخه کې د ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل:
«زه په اوبه ولسوالۍ کې اوسم، په ټوله ولسوالۍ کې يو کلينيک لرو چې د خلکو لپاره بسنه نه کوي، هرات ته ۱۲۰ کيلومټره لار ده او خرابه هم ده چې د عاجلو مريضانو لپاره ډېره ستونزمنه ده او ځینې هغه یې د لارې په اوږدو کې له منځه ځي.»
په ورته وخت کې ځینې خلک ادعا کوي چې د روغیتايي چارو کاروکوونکي له خلکو سره سم چلند نه کوي.
د کابل ښار یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«ملالۍ روغتون ته مې ولادي مريض بیولی و، ډاکټران ټول په اتاقونو کې ناست وو او په خپلو موبایلونو کې یې ټولنیزې شبکې کارولې او بوخت وه، ناروغانو ته يې هېڅ پاملرنه نه کوله، کله چې ورغلم ورته ومې ويل زموږ د ناروغ حالت ښه نه دی يو ځل يې وګورئ ويل زما د برخې نه دی هغه بلې ډاکټرې ته ورشه.»
د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د شنبې په ورځ په کابل کې په يوه ناسته کې دا ومنله چې د افغانستان روغتيايي سيستم له ننګونو سره مخ دی او په خبره يې د مرکز په ډېری روغتونونو کې تجهيزات بیخي په نشت حساب دي.
تر دې وړاندې نړیوالو سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د روغتيايي سیسټم د څرنګوالي په اړه اندېښنه ښکاره کړې.
د راپورونو له مخې افغانستان په پراخه کچه د ميندو او ماشومانو له مړينې او د ښځينه متخصصانو او روغتیايي پرسونل له کمښت سره ةخامخ دی، خو دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو مشرتابه د نجونو پر مخ د طبي انستیتیوتونو دروازې وتړلې چې دغه اقدام په کور دننه او بهر پراخ او توند غبرګونونه راوپارول.