د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

بلینکین: سوریه کې دې واک په سوله ییز ډول انتقال شي


انتوني بلینیکن په اردن کې
انتوني بلینیکن په اردن کې

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین هڅې پیل کړي چې په سوریه کې د واک د سوله ایز انتقال لپاره د منځني ختیځ هېوادونه سره متحد کړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکین بېګا په انقره کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیوچارو له وزیر هاکان فیدان سره په جلا کتنو کې هڅه وکړه چې ترکیه دې ته قانع کړي چې تر دې په لویه ګډوډۍ کې د سوریې د ښکېل کېدو مخه ونیسي.

هغه وویل چې متحدایالات او ترکیه په سوریه کې د بشاراسد د رژیم له پرځېدو وروسته د سوریې د راتلونکې په اړه ورته لیدلوری لري.

بلینکین له خپل ترک سیال سره په ګډ بیان کې ویلي چې دواړه هېوادونه په سوریه کې د داسې حکومت جوړېدل غواړي چې ټولګډونه وي، فرقه يي اړخ ونه لري، د اقلیتونو او ښځو حقونه خوندي کړي او د سوریې او ګاونډیو لپاره یې ګواښ رامنځ ته نه کړي،

ښاغلی بلینکین پرون جمعه په ناڅاپي سفر د عراق پلازمېنې بغداد ته ورسېد او له صدراعظم محمد السوداني سره یې وکتل.

له عراق مخکې بلینکین اردن او ترکیې ته تللی و، او تمه ده چې نن یوځل بیا اردن ته ولاړ شي څو د عربي هېوادونو د بهرنیوچارو له وزیرانو سره په کتنه کې هغوی وهڅوي چې د اسد د واکمنۍ له پرځېدو وروسته د یوه ټولګډونه انتقال له بهیر سره مرسته وکړي او راتلونکی حکومت اسلامي دولت ډله یا داعش پرې نه ږدي چې له سیاسي تشې ناوړه استفاده وکړي او کیمیاوي وسلې ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت پرون وویل چې ښاغلی بلینکین به د سیمې د امنیتي فرصتونو او ننګونو، همداراز د سوریې د ټولو ټولنو په ګډون د سیاسي انتقال له یوه ټولشموله بهیر څخه د متحدوایالاتو د دوامداره ملاتړ په اړه بحث وکړي.

په غزه کې د حماس او اسراییلو د جګړې له پیلېدو وروسته دا منځني ختیځ ته د بلېنکین دولسم سفر دی خو د بشاراسد د رژیم له پرځېدو وروسته دا سیمې ته د هغه لومړی سفر دی.

واشنګټن اندېښنه لري چې په سوریه کې د قدرت خلا به منځنی ختیځ چې هسې هم ناامنه دی، له لا لوی کړکېچ سره مخامخ او په نتیجه کې به اسلامي دولت ډلې یا داعش ته دا فرصت په لاس ورشي چې په دې سیمه کې بیا سیمې ونیسي او خپل نفوذ پراخ کړي. متحدایالات غواړي په سوریه کې ثبات ټینګ شي او په دې سیمه کې کړکېچ پای ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر دا سفرونه په داسې حال کې کوي چې په څه کم یوه میاشت کې به د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ په مشرۍ نوې اداره د چارو واګي په لاس کې واخلي.

ښاغلي ټرمپ د اوسنۍ ادارې د منځني ختیځ پر پالیسیو خورا ډېر انتقادونه کړي. ټرمپ همداراز په سوریه او عراق کې د امریکايي ځواکونو له حضور سره هم مخالفت ښودلی.

XS
SM
MD
LG