د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې مشر وايي په داسې حال کې چې طالب مشران عادي بزګران د کوکنارو بدیل کښتونو ته هڅوي خو ځیني مهم چارواکي یې د مخدره توکو له شبکو او بانډونو سره د توکو په تولید او قاچاق کې لاس لري.
اندرس مونتالوو سوسا پرون پنجشنبه ناوخته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د د امنیت شورا په جوړې شوې غونډه کې پر بندیزونو د ملګرو ملتونو د څار د ټیم ۱۵م راپور ته په اشارې سره ویلي چې د مخدره توکو تولید او تجارت په افغانستان کې د ناخالصو سرچینو عمده برخه جوړوي.
ښاغلی مونتالوو چې په ملګرو ملتونو کې د اکوادور سفیر هم دی، د امنیت شورا غړو ته وویل:
« د طالبانو ځینې مهم چارواکي د مخدره توکو په تولید او د قاچاق وړونکو له شبکو لاس سره لري، په داسې حال کې چې عام بزګرانو ته د بدیلو کښتونو په اړه سپارښتنې کېږي.»
بلخوا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو شمېر کاپوهان له ډلې یې شکیلا جاوید په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:
« په افغانستان کې د حاکمې ډلې مهم چارواکي د مخدره توکو د قاچاق د شبکي له غړو څخه دي چې د توکو په تولید کې هم لاس لري، په دې برخه کې هغه خپاره شوي بیانونه چې ګواګې د مخدره توکو کښت کم شوی سم نه دي، ترکومه چې طالبان په واک کې وي دا ډول توقع به بېځایه وي.»
د امنیتي چارو پوه حکمت الله حکمت بیا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
« د تریاکو کاروبار د یوې ځانګړې حلقې په لاس کې دی چې دغه حلقه د طالبانو په تشکل کې نه شته خو سیمه ییز قاچاقبران له طالبانو سره اړیکې لري او د هغوی په مرسته چارې مخ ته وړي.»
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې مشر اندرس مونتالوو سوسا دغه شان د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (یو ان او ډي سي) راپور ته اشاره وکړه، چې په افغانستان کې د مخدره توکو د کښت او تولید د ۳۰ سلنه زیاتوالي په اړه په کې ویل شوي دي.
خو له دې ټولو سره سره نوموړي ټینګار کړی چې د ۲۰۲۲م کال پر تله یعنې د کوکنارو د کښت او مخدره توکو د مخنیوي په اړه د طالبانو له بندیزه وړاندې د مخدره توکو تولید کم شوی دی.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴م کال کې د تېر کال پر تله د تریاکو تولید ۳۰ سلنه زیات شوی او په روان میلادي کال کې ۴۳۳ ټنه تریاک په افغانستان کې تولید شوي دي.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د شمېرو له مخې، سره له دې هم، د ۲۰۲۲م کال پر تله، چې د طالبانو له خوا د مخدره توکو د کښت او تولید تر بندیز مخکې و، په ۲۰۲۴ کال کې د مخدره موادو تولید ۹۳ سلنه کم شوی دی.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو راپور رد کړی او ناسم یې بللی دی.