خبرونه
روسیې د خپلو اډو په اړه د سوریې له تحریر الشام سره خبرې کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له هیئت تحریر الشام ډلې سره د تماسونو خبر ورکړ.
په همدې حال کې بلومبرګ راپور ورکړی چې دواړه خواوې د سوریې په خاوره کې د روسیې د پوځي اډو د ساتنې په تړاو یوې موافقې ته نژدې شوي دي.
بلومبرګ د روسیې د یوې خبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې دواړه خواوې د روسیې د پوځي اډو د ساتنې په اړه یوه «غیر رسمي تفاهم» ته رسېدلي، خو ټینګار شوی چې «په سوریه کې د بېثباتۍ له امله دا وضعیت بدلیدای شي.»
له بلې خوا، د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، میخائیل بوګدانوف، ویلي چې مسکو په دمشق کې له هیئت تحریر الشام سره تماس نیولی او هیله لري چې دغه ډله به د بهرنیو ډیپلوماتانو د امنیت د ساتنې په اړه خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي.
هغه زیاته کړه چې روسیه غواړي خپلې اډې په سوریه کې وساتي، ځکه چې «د ترهګرۍ او د داعش د پاتې شونو پر وړاندې مبارزه پای ته نه ده رسېدلې.»
روسیه په سوریه کې دوه پوځي اډې لري: د طرطوس سمندري اډه چې د مدیترانې په ساحل کې موقعیت لري، او د حمیمیم هوايي اډه چې د لاذقیې بندر ته نژدې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امنیتي چارواکي: طالبانو د کوټې پر قول اردو برید کړی دی
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په دوام د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي دي چې افغان طالبانو نن له غرمې مخکې د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار پر قول اردو هوايي برید کړی دی.
طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون د امنیتي سرچینو له قوله چې نه غواړي نومونه یې څرګند شي خبر ورکړی چې وايي دا برید د افغانستان پر قلمرو د پاکستاني پوځ د تېرې شپې د ړندو بمباریو په ځواب کې شوی دی.
د طالبانو د حکومت چارواکو نن اعلان وکړ چې د پاکستان په حملو کې ملکي وګړو ته تلفات اوښتي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې په ننګرهار ولایت د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې دوه کسان چې یوه پکې ښځه ده وژل شوي، په غني خېلو ولسوالۍ کې دوه تنه ټپیان دي او د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پر یوه کور د پاکستان په برید کې هم یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د ایران په پلازمېنه کې د نورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي
د ایران په پلازمېنه تهران کې نن یکشنبې (د کب لسمه) د څو چاودنو غږونه واورېدل شول. د آزادۍ راډیو د ایران د څانګې راډیو فردا د راپور له مخې د جماران په نوم خبري ویبپاڼې خبر ورکړی چې دا چاودنې د تهران په شمال او ختیځ کې شوې دي.
خبر زیاتوي چې د تهران په نورو برخو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د ایران سپاه پاسداران ځواک ته نژدې فارس خبري آژانس هم خبر ورکړی چې د تهران ښار د سیدخندان او قصر څلور لارې په سیمو کې د توغنديو او هوايي حملو غږونه اورېدل شوي دي.
همداراز د اسراییلو پوځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې هېواد هوايي ځواک (همدا شېبه) د پلازمېنې تهران په زړه کې د ایران د تروریستي رژیم پر اهدافو د پراخو حملو څپه پیل کړې ده.
پر تهران د حملو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د ایران وسله وال ځواکونو د عراق په کردستان او همداراز د خلیج په څو هېوادونو کې د امریکا اهداف د توغندیو او هوايي حملو په وسیله ویشتلي دي.
د ایران د پلازمېنې تهران په څو سیمو کې د تازه چاودنو غږونه اورېدل شوي دي
د ایران په پلازمېنه تهران کې نن یکشنبې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول. د آزادۍ راډیو د ایران د څانګې راډیو فردا د راپور له مخې د جماران په نوم خبري ویبپاڼې خبر ورکړی چې دا چاودنې د تهران په شمال او ختیځ کې شوې دي.
خبر زیاتوي چې د تهران په نورو برخو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د ایران سپاه پاسداران ځواک ته نژدې فارس خبري آژانس هم خبر ورکړی چې د تهران ښار د سیدخندان او قصر څلور لارې په سیمو کې د توغنديو او هوايي حملو غږونه اورېدل شوي دي.
همداراز د اسراییلو پوځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې هېواد هوايي ځواک (همدا شېبه) د پلازمېنې تهران په زړه کې د ایران د تروریستي رژیم پر اهدافو د پراخو حملو څپه پیل کړې ده.
پر تهران د حملو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د ایران وسله وال ځواکونو د عراق په کردستان او همداراز د خلیج په څو هېوادونو کې د امریکا اهداف د توغندیو او هوايي حملو په وسیله ویشتلي دي.
ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران ځوابي عمل وکړي نو تر دې لویه ضربه به ورکړل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د ایران اسلامي جمهوریت پاتې شویو چارواکو ته خبرداری ورکړ چې پر امریکا د ځوابي ضربې له وهلو ډډه وکړي.
ښاغلي ټرمپ نن سهار وختي پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ولیکل، ایران همدا اوس اعلان وکړ چې غواړي موږ ته پر پخوانیو هغو سخته ضربه راکړي. خو ده لیکلي چې دا کار دې نه کوي ځکه که داسې وشي نو داسې سخته ضربه به ورکړل شي چې تراوسه به یې نه وي لیدلې.
د ایران حکومت د شنبې ورځې په ماښام له څو ساعته ځنډ وروسته تایید کړه چې د اسلامي جمهوریت لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د امریکا او اسراییلو د حملو په لومړۍ څپه کې وژل شوی دی.
د آزادۍ راډیو د ایران د څانګې راډیو فردا د راپور له مخې د خامنه يي له وژل کېدو وروسته د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني امریکا ته د خبرداري جلا پیغامونه ورکړل.
لاریجاني له دولتي ټلویزیون سره په خبرو کې په سیمه کې د امریکا پوځي اډو ته ګواښ وکړ او ویې ویل چې امریکا او صهیونیستي رژیم [اسراییل] د ایران د ملت زړه ته اور واچاوه او ایران به هم د هغوی زړه وسوځوي. نوموړي زیاته کړه چې د ایران وسله وال ځواکونو ژمن دي چې دې بهیر ته به دوام ورکوي.
همداراز قالیباف وویل چې ایران ټولو سناریوګانو ته چمتو دی او حتی د امام خامنه یي له مړینې د وروسته دورې لپاره هم پلانونه چمتو شوي دي.
نتنیاهو ادعا کوي چې خامنه يي نور ژوندی نه دی
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل ډیری نښې شته چې ښکاروي خامنه ای "نور نشته".
هغه له ایرانیانو وغوښتل چې کار پای ته ورسوي.
بنیامین نتنیاهو وویل چې د خامنه ای هستوګنځی ویجاړ شوی، او د انقلابي ګارډ قوماندانان او لوړ پوړي اټومي چارواکي وژل شوي دي.
ایراني چارواکو بیا د خامنه يي د زوم او د انګور د وژل کېدو تایید کړی.
تر دې مخکې دریو با خبره سرچینو د ایران دفاع وزیر امیر ناصرزاده او د انقلاب اسلامي ځواکونو د قوماندان محمد پاکپور د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا له ان بي سي سره په خبرو کې ویلي تر کومه ځایه چې دی خبر دی د ایران رهبر علي خامنه اي او ولسمشر مسعود پزشکیان ژوندي دي.
طالبانو د راه فردا ټلویزیون خپرونې بندې کړې
د طالبانو حکومت اعلان کړی چې دوی د محمد محقق له خوا تاسیس شوی ټلویزیون «راه فردا» بند کړی.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په خپله ایکس پاڼه د شنبې په شپه ناوخته لیکلي چې د :«د محمد محقق اړوند رسنیز آدرس، نشرات بند او ملکیتونه یې مصادره شول.»
هغه دلیل راوړی چې د دوی حکومت ځکه راه فردا ټلویزیون تړلی او د محقق ملکیتونه یې مصادره کړي چې ګواکې محقق د پاکستان وروستي بریدونه جایزه بللي وو او د طالبانو انتقامي بریدونه یې غندلي وو.
راه فردا ټلویزیون له ۲۰۰۶ کال راهیسې فعاله وو او تر ډېره یې مذهبي، فرهنګي پروګرامونه او خبرونه خپرول.
دغه ټلویزیون د محمد محقق له خوا تاسیس شوی وو.
محمد محقق د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترکیې ته تللی او هلته له خپلې کورنۍ سره مېشت دی.
پاکستان سریلانکا ماته کړه خو له نړیوال جام ووت
پاکستان د کرکټ په نړیوال جام کې سریلانکا ماته کړه خو له نړیوال جام سره یې خدای پامانی وکړ.
پاکستان په شلو اورونو کې د سریلانکا لپاره د ۲۱۳ منډو هدف ټاکلی وو.
سریلانکا بېرته ۲۰۷ منډې پوره کړې او لوبه یې په پنځو نمرو وبایلوده.
خو پاکستان له دې بریا سره سره بیا هم نیمه پایلوبې ته له ورتګه پاتې راغلی ځکه په جدول کې د امتیازونو د اوسط په حساب تر نیوزیلنډ وروسته شو.
تمه ده یکشنبې دوه لوبې وشي. اولنۍ کې زمبابوې او جنوبي افریقا مخ دي او په دویمه کې هند او ویسټ انديز.
په ایران د اسراییلو پراخ هوايي بریدونه
د اسراییلو پوځ ویلي چې په ایران کې یې په ۵۰۰ هدفونو هوايي بریدونه کړي.
د بیان په اساس لږ تر لږه ۲۰۰ جنګي الوتکو دا حملې کړي.
اسراییلو ویلي چې دا یې د هوايي پوځ په تاریخ کې تر ټولو لوی بریدګر پروازي عملیات وو.
رویټرز: د ایران دفاع وزیر او د سپاه قومندان په نننیو بریدونو کې وژل شوي
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله وايي داسې ښکاري چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو قوماندان او د ایران دفاع وزیر د اسراییلو په نننیو بریدونو کې وژل شوي دي.
دغه خبري اژانس لیکلي " د اسراییلو له پوځي عملیاتو دوو با خبره سرچینو او یوې سیمه ییزې سرچینې ویلي چې د دفاع وزیر امیر ناصرزاده او د سپاه پاسداران قوماندان محمد پاکپور د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا نن له NBC نیوز سره په یوه مرکه کې تایید کړه چې لږترلږه "یو یا دوه قوماندانان" وژل شوي، خو نومونه یې وانخیستل.
عراقچي بیا زیاته کړه تر هغه ځایه چې دی پوهیږي، د ایران رهبر علي خامنه ای او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان "ژوندي دي."
که څه هم د ایران دولتي رسنیو پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو له پیل وروسته، د ځينو مشرانو او قومندانانو د ژوند په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ خو تر اوسه یې د دفاع د وزیر او د سپاه د قومندان په تړاو هېڅ راپور نه دی ورکړی.
د طالبانو حکومت: د پاکستان بریدونو کې تراوسه ۵۲ ملکیان وژل شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي په تېرو اوه ورځو کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۵۲ ولسي وګړي وژلي او ۶۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت تازه شنبه د حوت ۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا مرګ ژوبله په ننګرهار، پکتیکا، خوست، کونړ او کندهار ولایتونو کې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې اوښتې ده.
نوموړي لیکلي چې په قربانیانو کې تر ډېره ښځې او ماشومان شامل دي.
نوموړي دغه راز ویلي چې په دې موده کې د پاکستانی پوځیانو په حملو کې د ولسي وګړو اته کورونه په بشپړ او ۱۴ نور نیمه تخریب شوي دي.
خو پاکستان په دې نښتو کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله رد کړې او ویلي یې دي چې دوی تر ډېره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې مرکزونه په نښه کړي هغه چې د پاکستان د ادعا له مخې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره استعمالوي، خو د طالبانو حکومت دغه ډول ادعاوې په وار وار رد کړي دي.