د ژغورنې نړیوالې کميټې یا ای ار سي وړاندوینه کړې چې ٢٠٢٥ کال د افغانستان او ۱۹ نورو هیوادونو لپاره د ناوړه بشري بحران د زیاتوالي کال دی.
دې کمېټې د چهارشنبې په ورځ د «کلني څار بیړنی لیست» خپور کړی چې د نړۍ د ۲۰ هېوادونو د وضعیت په اړه یې په کې وړاندوینه کړې او ویلي یې دي، ممکن په ٢٠٢٥ زیږدیز کال په افغانستان کې بشري ناورین زیات شي.
سوډان، د فلسطین اشغال شوې سیمې او میانمار د دې لیست په سر کې دي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري.
دا کمېټه په داسې حال کې په افغانستان کې د خلکو د ژوند د سختیو په اړه خبرداری ورکوي چې په دې هیواد کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د دوی له خوا د ښځو پر کار او زده کړو د بندیز په ګډون په بېلابېلو برخو کې سخت محدودیتونه لګول شوي، چې په افغانستان کې یې اقتصادي او بشري بحران لا زیات کړی دی.
د کابل ښار اوسیدونکې نازنین چې د اوو ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ یوازینې سرپرسته ده، ادعا کوي چې د کار د نشتوالي له امله د لاسي صنایع په جوړولو او خرڅولو له ډیرو ستونزو سره مبارزه کوي.
هغې نن د قوس په ۲۲مه ازادي راډيو ته وویل: ((اووه اولادونه لرم، په اوسنيو شرايطو کې ټول يې بیکاره دي. یوازې زه کار کوم، په لاسي صنایعو بوخته یم، پلورم یې او ګوزاره پرې کوم. رښتیا هم ستونزې ډيرې دي، په دې ژمې کې په افغانستان کې د بیکارۍ او بې روزګارۍ حالت په موږ راغلی، ژوند سخته دی او په سخته تیریږي.))
د ژغورنې نړیوالې کمیټې (ای ار سي) د شمیرو له مخې، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې تر ۳۰۰ میلیونه ډیر خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
اقتصادي ننګونې، طبیعي افتونه، د بشري مرستو کموالی او د اړینو خدمتونو محدودیت د دغه ناورین لاملونه یاد شوي دي.
د "ای ار سي" پر اساس، په افغانستان کې خلک په بد حالت کې دي چې ملاتړ او مرستې ته اړتیا لري.
یو پخوانی پوځی چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې د طالبانو د واکمنۍ په څه باندې دریو کلونو کې وزګار او له سختو حالاتو سره مخامخ دی.
هغه ازادي راډيو ته وویل: ((په پخواني نظام کې پوځي وم او لس کاله مې دنده ترسره کړه. له تحولاتو وروسته تر اوسه بیکاره یم او بې برخلیکه ژوند لرم. دا نوي تحولات چې راغلل ټول کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړل. ))
ومو غوښتل چې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم واخلو، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
خو د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د بشري ناورین په اړه د نړیوالو بنسټونو او بشردوستانه سازمانونو خپاره شوي راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې وضعیت دومره هم خراب نه دی لکه څومره چې په دې راپورونو کې ښودل کیږي.
د يادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په افغانستان کې د اقتصادي بحران په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره څو ځلې طالبان د مرستو د وېش او د ترلاسه کوونکو د پېژندلو په څرنګوالي کې په لاسوهنه تورن کړي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.