د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د اوکراین او هنګري مشرانو په خواله رسینو کې پر یو بل نیوکې کړي دي


د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او د هنګري صدارعظم ویکتور اوربان
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او د هنګري صدارعظم ویکتور اوربان

په خواله رسنیو کې د اوکراین اوهنګري د مشرانو نیوکې

دا انتقادونه په داسې وخت کې شوې دي چې د اروپایي ټولنې د راتلونکې مهالني مشر پولنډ صدراعظم دانالد ټسک وړاندیز کړی دی چې په ژمي کې دې د ماسکو او کییف ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

ټاکل شوې ده چې د جنوري له پیله هنګري د اروپایي ټولنې مهالنۍ مشري پولنډ ته وسپاري.

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان په ټویټر کې د چهارشنبې په ورځ ولیکل چې د روسیې له جمهور رییس ولادیمیر پوتین سره یې د اوربند د شرطونو او له اوکراین سره د سولې د خبرو په اړه یو ساعت په ټیلفون خبرې وکړې.

د دې په ځواب کې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي اوربان تورن کړ چې د اروپایي ټولنې په ځای د ځان لپاره تبلیغ کوي. نوموړي په ټویټر کې لیکلي دي چې د اروپایي ټولنې اتحاد د بریالیتوب یو اصل دی او د هغې جګړې په اړه چې روسیې د اوکراین پرضد پيل کړې، له اوکراین پرته خبرې نه شي کیدای.

د هنګري صدراعظم بیرته ورته لیکلي، د خواشینۍ وړ ده چې زیلینسکي د کرسمس پرمهال اوربند او د ډيرو بندیانو تبادله ردوي.

اوربان په دې توګه د زلینسکي وروستي فرمان ته اشاره وکړه چې له مخې یې له روسیې سره د سولې مذاکرات رد شوې دي.

له نژدې درې کلنې جګړې وروسته، په بروکسل او واشنګتن کې دیپلوماتیکي هڅې تودې شوې دي چې د اتو لسیزو په ترڅ کې په اروپا کې تر ټولو لویه جګړه پای ته ورسوي.

د دیپلوماسۍ هڅې داسې په تودیدو دي چې ټاکل شوې ده د جنوري په شلمه ډانالډ ټرمپ د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر په توګه لوړه وکړي. منتخب ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسیدو مسالې ته لومړیتوب ورکوي.

تر اوسه لاهم د لویدیځو دیپلوماتانو ترمنځ ژور اختلافات په خپل حال دي چې روسیې ته اجازه ورکړي چې په موقت ډول د اوکراین د خاورې ځیني برخې اشغال کړي، پر روسیې لګیدلي بندیزونه لرې کړي او د دغو وړاندیزونو په ځواب کې اوکراین ته د امنیت تضمین ورکړل شي.

بل لور ته د چارو یوشمیر کتونکي وایي چې روسیه د منتخب ولسمشر ټرمپ د لوړې تر مراسمو مخکې هڅې کوي چې د اوکراین ډيره خاوره ونیسي.

اوکراین هم هڅې کوي چې مخکې تر دې چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ځي د سولې د خبرو لپاره خپل دریځ پياوړی کړي. ولسمشر زیلینسکي د شنبې په ورځ په پاریس کې له ډانالډ ټرمپ سره وکتل او له هغه سره یې د اوکراین د سولې شرایط شریک کړل. د رویټرز اژانس د راپور له مخې د دې خبرو پرمهال زیلینسکي په هر ډول خبرو اترو کې د اوکراین لپاره د امنیت د تضمین غوښتنه کوله.

تر دې لیدنې کتنې وروسته د شنبې په ورځ منتخب ولسمشر ټرمپ د هنګري له صدراعظم ویکتور اوربان سره هم په اوکراین کې د جګړې په اړه خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG