د افغانانو د تخلیې ایتلاف وايي، د امریکا پخوانيو افغان همکارانو ډېرې قربانۍ ورکړي او د ملاتړ او درناوي مستحق دي.
دغې ایتلاف د سه شنبې په ورځ د (ډیسمبر۱۱مه) په یوه لیک کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو له کمیټې او د دې جرګې له دیموکراتو غړو غوښتي، "امریکا دې پخواني افغان همکاران یوازې نه پرېږدي".
په دوام کې ویل شوي، دغه لیک د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دې هیواد د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د غړو تر لیدنې مخکې استول شوی دی.
تر دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې جمهوري غوښتونکي مشر مایکل مک کال ویلي و، د ډسمبر په یوولسمه به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دغې کمیټې استعمایه غونډې ته حاضر شي څو له افغانستانه د دغه هیواد د وتلو په اړه وضاحت ورکړي.
په لیک کې ویل شوي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا وتل یوه کړکېچنه پروسه وه چې د زرګونو افغان متحدینو ژوند یې له خطر سره مخ کړ.
لیک زیاتوي، په لسگونو زره افغان پناه غوښتونکي اوس هم له داسې ستونزو سره مخ دي چې د کورنیو بیا یوځای کیدل ځنډوي.
د افغانانو د تخلیې ایتلاف، دافغان پخوانیو پوځیانو، ملکي وګړو او د بشري سازمانونو لخوا جوړ شوی دی.
د دې ایتلاف په خبره، دوی د متحده ایالاتو د هغو پخوانیو متحدینو کیسونو ته د رسیدنې په برخه کې د مرستې لپاره د ګډ ماموریت لپاره یو ځای شوي چې ژوند یې په خطر کې دی او په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي.
په افغانستان کې د اس ای وي کډوالۍ یو تن کیس لرونکی چې نه غواړي نوم په راپور کې واخیستل شي وايي،
"درې کاله کیږي چې امریکا ته د تګ په تمه یو، خو تراوسه مو کارونو هیڅ پایله نه ده ورکړې"د اس ای وي کډوالۍ یو تن کیس لرونکی
د هغه په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوی ایمیلونه نه ځوابوي.
یو بل کس چې دا هم نه غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي ورته شکایت کوي او وايي، " له ډیرو ستونزوسره مخ یو، نه څوک کار راکوي او نه هم چیرته تلی شو، دوه ځلې له ایران او ترکیې څخه چې په قاچاقي لارو تللي و دیپورت شوو، په افغانستان کې شکنجه شوي یو، نه یواځې زه بلکې ټول هغه پرسونل چې دلته موږ سره دي، ان زموږ ځیني همکاران دې ته اړ شول چې په واټونو کې توکي وپلوري".
بل پلو، د پي ۱ او پي ۲ یو شمیر کیس لرونکو ازادي راډيو ته وویل، د دوی وضعیت د اس ای وي کیس لرونکو پرتله ډېر خراب دی.
یو تن چې په پاکستان کې اوسیږي او د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل،" زه یو له هغو کسانو څخه یم چې د خپل کیس د پروسس لپاره د ۲۰۲۱ کال له ډیسمبر راهیسې پاکستان کې یم، په پاکستان کې د پي ۱ او پي ۲ پروګرام پروسس ډیر پڅ دی، له زرو ډیرې کورنۍ بې برخلیکه حالت کې اوسیږي".
شاوخوا یو نیم کال وړاندې د افغانانو د تخلیې ایتلاف (AfghanEvac) ویلي و، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خپلو افغان همکارانو د انتقال لپاره ژمنه کړې او دې هیواد ته د افغان همکارانو د استولو او د مېشتو کډوالو د مرستې لپاره یې یو تړون لاسلیک کړی دی.
د یادونې ده، چې امريکا هغو افغانانو ته د "SIV" يا د کډوالۍ ځانګړې ويزه ورکوي، چې په مستقيم ډول يې ورسره کار کړى وي او د دې ويزې لرونکي په امريکا کې د دايمي ژوند کولو فرصت لري.
تر اوسه زرګونه افغانان د همدې ویزې له لارې امریکا ته انتقال شوي دي.
وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې بیا واکمن شول، په زرګونو افغانانو چې د امریکا په ګډون یې له بېلابېلو بهرنیو ادارو سره له تیرو شلو کلونو راهیسې کار کړی و او د دوی په خبره، ژوند يې له خطر سره مخامخ وو، افغانستان پرېښود.
دوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له هدفي تاوتریخوالي، قانوني محدودیتونو او د عامه ژوند له سیستماتیک محرومیت سره مخ دي.