د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

امیري: د طالبانو بندیزونه د افغانانو کړاونه ژوروي اوهیلې یې له منځه وړي.


د افغانو ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانو ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانو ښځو او نجونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو ځانګړې استازې په یو بیان کې د بشري حقونو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي دي، که طالبانو بشري حقونو ته درناوی وکړي، د افغانستان د روان کړکیچ پر هوارۍ به مثبت اغیز ولري.

د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د طالبانو سیاستونو د یو سوله ییز او باثباته افغانستان هیله له منځه وړې او د افغانانو کړاونه یې لا پسې ژور کړي دي.

اغلې امیري پرون سې شنبه د ډیسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په اړه پر خپلې اېکس پاڼې ( پخواني ټویټر) په یو بیان کې د بشري حقونو پر ارزښت ټینګار کړی او دا یې د افغانستان د روان کړکیچ د هواري لپاره اغیزمن بللي دي.

نوموړې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په وړاندې د جنسيت پر بنسټ د ځورونې او د اقلیتونو، مذهبي ډلو، ژورنالستانو او د بشري حقونو د مدافعینو په اړه د طالبانو د سختو تګ لارو یادونه کړې، هغه موضوع چې طالبان یې ردوي.

رینا امیري ویلي په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو د میلیونونو افغانانو بشري حقونه تروړلي دي.

یو شمېر افغان میرمنې او ځینې ټولنیز فعالان هم وايي، په افغانستان کې اوس مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کول له کړاوونو ډک دي.

د ننګرهار یو ټولینز فعال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلیدو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل:

" دوی نه یوازې په ښځو بندیزونه لګولي بلکې د نارینو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي، همدا اوس له طالب پرته بل چاته په اداره کې دنده نه ورکول کیږي، د بیان په ازادۍ کلک بندیز دی، ان په فیسبوک کې په یوه وړه لیکنه خلک زندان ته وړل کیږي او د مرګ ګواښ ورته کیږي. "

د ښځو د حقونو فعاله مسعوده کوهستاني بیا وايي:

"دا درې کلونه چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، دوی په ښکاره ډول ټول انساني حقوق تر پښو لاندې کړي دي، نه یوازې جنسیتي اپارتاید یې په رسمي ډول پلی کړی بلکې ان د ښځو غږ یې عورت بللی دی، نه یوازې میرمنې بلکې نارینه هم د دوی له "وحشته" خلاص نه دي. "

دا له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د طالبانو له حکومت سره حساب کتاب وکړي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د جمهوري حکومت دایمې استازولۍ د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ښځې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو څخه بې برخې شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو"غیر انساني" او "غیر اسلامي" سیاستونه نه یوازې د اسلامي او انساني حقونو ښکاره نقض دی بلکې له افغانانو او د افغانستان له راتلونکې سره ښکاره دښمني ده.

د اعلامیې په ټکو د طالبانو له لوري د هیواد نیمي نفوس "ښځې او نجونې" په ټولنه کې له فعاله حضور منع کول به دغه هیواد د بې وزلۍ، په نورو متکي او بدبختۍ په لور بوځي.

طالبان پر افغانستان تر بیا ځلۍ واکمنۍ وروسته د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بېلابېلو بنسټونو له لوري په پراخه کچه د بشري په سرغړونو تورن شوي دي.

خو د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد همدا پرون سې شنبه د ډیسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په اړه په یو غږیز پیغام کې ویلي وو، د دوی د حکومت د محکمو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري د ټولو خلکو حقونه تامین دي.

خو په کور دننه د طالبانو حکومت په ښځو او نجونو د کار او زده کړو په ګډن پراخه محدودیتونه لګول شوي، بې کارۍ زیاته او بې وزلي هم په بې ساري ډول پراخه شوې ده.

XS
SM
MD
LG