په داسې حال کې چې نړیوال په دقت سره د سوریې تحولات څاري د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ وسله والو پرون د پخواني حکومت ټول پوځي پرسونل ته چې د بشاراسد د واکمنۍ پر مهال یې د دولتي ځواکونو په لیکو کې خدمت کاوه عفو اعلان کړه. اسد په ۲۰۰۰م کال کې د خپل پلار حافظ الاسد تر مړینې وروسته د سوریې واکمن شو، او پلار یې په ۱۹۷۰ کال کې د واک پر ګدۍ کېناست.
د سوریې صدراعظم محمد غازي الجلالي چې تراوسه هم دندې ته دوام ورکوي او ژمنه یې کړې چې له نویو واکمنو سره به همکاري وکړي ویلي چې د کابینې ډېری غړي لاهم دفترونو ته ځي. جلالي مخکې د وسله والو له مشر محمدالجولاني سره لیدلي و. هغه له سکای نیوز عربیه ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې د واک د سمدستي او سوله ایز انتقال لپاره په ګډه کار روان دی.
د وسله والو د سرچینو له قوله په خبرونو کې راغلي دي چې متقاعد سیاستوال محمد البشیر د انتقالي حکومت د مشرۍ لپاره غوره شوی دی. نوموړی له تېر یوه کال راهیسې د هیات تحریر شام له لوري د جوړ شوي د سوریې د ژغورنې د حکومت مشري کوله.
فرانسپرس خبري آژانس راپور ورکړی چې الجولاني د قدرت د انتقال په اړه خبرې پیل کړي او د حکومت د هغو پخوانيو چارواکو د تعقیب ژمنه یې کړه ده چې په جنګي جرمونو او د خلکو په شکنجه کې یې لاس لاره. د نوموړي هیات تحریر شام ډله چې له القاعده سره یې اړیکي لرل او ډېر لویدیځ دولتونه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني اوس هڅه کوي چې ځان خلکو ته یوه منځلارې ډله وښيي.
د اسد رژیم چې له نژدې نیمې پېړۍ راهیسې پر سوریه واکمن و، د مخالفینو پر وړاندې هېڅ راز زغم نه درلود او د زندانو او توقیف ځایونو د یوې پېچلې شبکې په مرسته یې د بعث ګوند واکمني ژوندۍ ساتلې وه خو کله چې وپرځېد د سوریې وګړو یې، که په دې هېواد کې دننه وو، که بهر سخت هرکلی وکړ.
په عین حال کې د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په برتانیا کې دی نن وویل چې اسراییل د اسد د رژیم له پرځېدو وروسته په دې هېواد کې ۳۰۰ هوايي حملې کړې دي. د اسد رژیم تېره یکشنبې وروسته له هغه وپرځېد چې د مخالفینو د ائتلاف وسله وال پلازمېنې دمشق ته ننوتل.
په ۲۰۱۱ کال کې چې د حکومت پرضد د اعتراضونو له ځپل کېدو وروسته په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوه، اسراییلو هلته سلګونه هوايي حملې کړې دي.
اسراییلو پرون وویل چې د سوریې د کیمیاوي وسلو او اوږدو واټن ویشتونکو توغندیو زېرمې یې په نښه کړې دي څو د تندلارو ډلو لاس ته ورنه شي. د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې په ټوله سوریه کې د سرچینو پراخه شبکه لري وویل چې د اسراییلو په بمباریو کې د سوریې تر ټولو مهم پوځي تاسیسات ویجاړ شوي دي. د دې ګروپ په وینا په دې بمباریو کې د وسلو زېرمې، د اسد د حکومت د سمندري ځواک کشتۍ او هغه تحقیقاتي مرکز په نښه شوي دي چې لویدیځو هېوادونو شک درلود چې کیمیاوي وسلې پکې جوړېږي.