د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

د کډوالو لویه کمیشنري: طالبان په سیستماتیک ډول د ښځو ازادۍ محدودوي


ملګري ملتونه وایي چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې نژدې ۲۱ نیم میلیونه ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول د خپلو حقونو له کمزوي کېدو سره مخامخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمیشنري «یو این اچ سي ار» وایي د طالبانو حکومت له څه باندې تېرو دریو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو فرصتونه او ازادۍ په تدریجي او سیستماتیک ډول محدودې کړي دي.

«یو این اچ سي ار» په خپل تازه راپور کې ویلي چې ۲۱ اعشاریه ۴ میلیونه افغان ښځې او نجونې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د بشري حقونو له کمزوي کېدو سره مخ دي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو سیاستونو او پالیسو ورځ تر بلې افغان ښځې او نجونې په نښه کوي او دوی یې له خپلو بنسټیزو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو محرومې کړې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنري ویلي چې، افغان ښځې او نجونې له بېړنیو بشري او د خوندیتابه له اړتیاوو سره مخامخ او د نړیوالې ټولنې ژر تر ژره دوامداره ملاتړ ته اړې دي.

له دې سره یو شمېر افغان ښځې، نجونې او د بشري حقونو فعالانې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو پر حکومت د فشارونو په راوړلو له ښځو سره د زیاتېدونکو محدودیتونو په لرې کولو کې مرستې وکړي.

د بدخشان ولایت اوسېدونکې او د طبي انسټیټیوت یوې محصلې نوریې چې په دې وروستیو کې له زده کړو راګرځول شوې، ازادي راډیو ته وویل:

“طالبانو ښوونځي وتړل، پوهنتونونه یې وتړل او طبي انسټیټیوتونه یې هم وتړل، نه پوهېږو چې دوی له ښځو څه غواړي چې تل پر دوی د محدودیتونو د لګولو په فکر کې دي، واقعا له اوسني وضعیت چې ټول زموږ پر ضد دی، ستړې شوې یو.”

د کابل اوسېدونکې فریده چې د طالبانو د بندیزو له امله له پوهنتونه محرومه ده، وايي:

“هره ورځ د دې شاهدانې یو چې نور به څه پر موږ حراموي، افغانستان د ښځو هدیره ګرځېدلې او هره ورځ نړیواله ټولنه چوپیتا غوره کوي.”

له بلې خوا د بشري حقونو فعالې پتوني تایشمن بیا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“هغه محدودیتونه چې طالبانو پر ښځو لګولي، د هر ډول ازادیو په ځانګړي ډول د ښځو اړوند ازادیو سره د دې ډلې دښمني څرګندوي، دا غیر انساني بندیزونه چې په پرله پسې توګه زیاتېږي په ښکاره توګه جنسیتي اپارتاید دی او هدف یې له ټولنیزې او عمومي فضا د ښځو لرې کول دي.”

د یادونې ده چې له تېرو درېیو کلونو زیاتې مودې راهیسې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د لګېدلو بندیزونو پر وړاندې پر پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سربیره، د طالبانو حکومت شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې په طبي انسټیټیوتونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز اعلان کړ او لا په دې اړه غبرګونونو ته چپه خوله دي.

د طالبانو حکومت وړاندې ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، خو د ۲۰۲۱ کال له وړي راهیسې له کله چې پر افغانستان بیا واکمن شوي، پر ښځو او نجونو د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو کې ی تر پوهنتونونو پورې د دوی پر زده کړو او په دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې پر کار بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG