په پروان ولایت کې یوه مېرمنه وايي، د زدهکړو هيله يې لرله، خو واده ته اړ ايستل شوه.
هغه چې نه غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي، وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده.
نوموړې وویل: "د واده مې دوه مياشتې شوې وې چې اميندواره شوم، کارونو ته يوازې وم، ځکه يو زوی يې درلود او زه وم، نور څوک د کار لپاره نه و، د غواګانو پالنه، پخلی، ډوډۍ پخول، د مېلمنو لپاره تياری او د اولادونو پالنه دا هر څه مې کول او زما پر غاړه وه."
په ورته وخت يوه بله ۱۴ کلنه افغان مېرمن چې هغه نه غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي، وايي چې د زدهکړو له محرمېدو دوه کاله وروسته د اقتصادي ستونزو له کبله واده ته مجبوره شوه.
هغه وايي: "يوه لور لرم، څلور مياشتې کېږي چې اميندواره يم، وينه مې ميکروبي شوې، بايد ستنې وکړم چې د اخيستلو توان يې نه لرم. طالبان راغلل او موږ له زدهکړو منع کړو."
د دغه ۱۴ کلنې مېرمنې مور د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې نوموړې د ښوونځيو له تړلو وروسته خپله لور چې هغه مهال ۱۲ کلنه وه، واده کړه.
هغه زیاتوي: "څه باندې دوه کاله وړاندې مې ۱۲ کلنه لور واده کړه، د مجبوريت له کبله مې دا کار وکړ، اوس يې وينه ميکروبي شوې او اميندواره هم ده، ډېرې ستونزې لري، ژمی راغی هوا سړه ده، خو دوی آن بخارۍ نه لري، مېړه د سړک پر سر کار کوي."
په ورته وخت کې يوې بلې مېرمنې د ورته ستونزې په شريکولو سره ازادي راډيو ته وویل: "ستونزې ډېرې وې، کرايي کور کې اوسېدو، له مجبورۍ مې ۱۶ کلنه لور واده کړ."
که څه هم طالبان ادعا کوي چې په تېرو درېیو کالو کې له شاوخوا پنځه زرو جبري ودونو مخه نیولې ده، خو د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې یا یوایساېآیډي وايي چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د محدويتونه له کبله د کم عمره نجونو په ودونو کې ۲۵ سلنه زياتوالی راغلی دی.
د دغې ادارې مشر جوئېل سنډفور په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت پر ایکسپاڼه خپور شو، ويلي چې دې چارې د ماشومانو په ژر زېږون اغېز کړی او ۴۵ سلنه زياتوالی پهکې راغلی دی.
هغه همدا راز ویلي چې ۲۸،۷ سلنه افغان نجونې چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۲۴ کالو دي، له اتلس کلنۍ وړاندې او ۹،۶ سلنه له پنځلس کلنۍ وړاندې واده شوي دي.
سنډفور یادې شمېرې د اندېښنې وړ بللي او په کمر عمر کې د ودونو د لاملونو پر لهمنځه وړلو یې ټینګار کړی دی.
له دې وړاندي د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبليوایچاو" د افغانستان برخې ويلي وو چې هره ورځ ۲۴ ميندې او ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مري.
که څه هم دغه سازمان ويلي وو چې د ځينو تدابيرو په پام کې نیولو سره د ميندو او ماشومانو مړينه د مخنيوي وړ ده.
د طالبانو حکومت سره له دې چې ادعا کوي د اسلامي شريعت په چوکاټ کې يې د ښځو حقونه تامين کړي، خو له درېیو کلونو ډېر شو چې د شپږم ټولګي څخه پورته زدهکړې بندې کړي او د پوهنتونونو دروازې يې د محصلانو پرمخ تړلي دي.
د طالبانو حکومت په تازه اقدام کې روغتیايي انسټېټیوټونه د نجونو پر مخ وتړل چې په کور په کور دننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه راوپارول.