د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

نړۍ

د سوریې پوځ: یاغیانو دفاعي کرښې ماتې کړې او زمونږ ځواکونو له حماه څخه شاتګ وکړ

په حماه ښار کې د سوریې د حکومت یاغي وسله‌وال
په حماه ښار کې د سوریې د حکومت یاغي وسله‌وال

د سوریې پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له حماه ښار څخه یې شاتګ کړی، ځکه چې یاغیانو د دوی دفاعي کرښې ماتې کړې دي.

دا پرمختګ د ولسمشر بشار اسد لپاره بل لوی ګوزار بلل کېږي.

د پوځ اعلامیه څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه چې د بشار اسد مخالفو جنګیالیو اعلان وکړ چې ښار ته داخل شوي او د هغه مرکز ته پرمختګ کوي.

حماه، چې د سوریې په مرکزي برخه کې موقعیت لري، یو ستراتیژیک ښار ګڼل کېږي او د سوریې د پوځ لپاره د دې ښار کنټرول حیاتي اهمیت لري.

یاغیان په داسې حال کې د دې ښار په نیولو بریالي شوي چې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، د "اسد رژیم ځواکونو او د حکومت ملاتړو ملېشو د روسي او ایراني افسرانو په مشرۍ" د دې ښار دفاع کوله.

د سوریې دولتي خبري آژانس د یوې پوځي سرچینې له قوله خبر ورکړی چې د روسیې جنګي الوتکو د حماه په شاوخوا کې د یاغیانو پر مورچو بریدونه کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

دری اسراییلۍ یرغملې ښځې د حماس له بنده خلاصې او اسراییلو ته ورسېدې

د حماس له یرغمله ازاده شوې ښځه - رومي ګونن
د حماس له یرغمله ازاده شوې ښځه - رومي ګونن

له یرغمل ازادې شوې ښځې ۲۴ کلنه رومي ګونن، ۲۸ کلنه ایملي داماري او ۳۱ کلنه دورون شتاین براخر دي. د راپورونو له مخې دوی ۴۸۱ ورځې د حماس ډلې سره یرغمل وې.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې دغو ازادو شویو ښځو یوه سخته او وحشتناکه دوره تېره کړې ده.

د دغو خلاصو شویو یرغملو په بدل کې اسراییل شاوخوا ۹۰ فلسطیني بندیان ازادوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د یرغملو د یوې ډلې خلاصون و د اسراییلو او حماس له خوا د اوربند د تړون پيل یو مهم ګام وباله.

بایډن وویل له دې چې په غزه کې اوربند وشو ډېر ښه خبر دی او تمه ده څلور نورې یرغملې ښځې هم په راتلونکې یوه اوونۍ کې ازادې شي.

فلسطینیانو پرون د اوربند په پار خوشحالۍ وکړې او ګڼې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې.

حماس او اسراییل له یکشنبې اوربند پیل کړی.

حماس چې د امریکا او اروپا له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل په برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړل.

هغه برید پر غزې د اسراییل د برید لامل وګرځېد چې د حماس روغتیايي چارواکو په خبره لږ تر لږه ۴۷ زره فلسطینیان پکې ووژل شول.

د امریکا نوی ولسمشر به په لومړۍ ورځ لسګونه اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

ټاکل شوې ده چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سبا (دوشنبې) رسماً د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.

ډونالډ ټرمپ، چې د امریکا د ختیځ په وخت د غرمې په ۱۲ بجو د ولسمشرۍ دوهمه دوره پیلوي، ویلي چې د ولسمشرۍ له لومړۍ ورځې به د هغو ژمنو عملي کول پیل کړي، چې د دوه کلن انتخاباتي کمپاین په لړ کې یې کړې وې.

د امریکا رسنیو راپور ورکړ چې د ډونالډ ټرمپ انتقالي ټیم سل اجرایي فرمانونه چمتو کړي، څو هغه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ لاسلیک کړي.

د دود له مخې، منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو په ورځ له تحلیف وروسته د سپینې ماڼۍ اوفل یا بیضوي دفتر ته ځي، او له دې مخکې چې سپینې ماڼۍ ته په څېرمه واټونو کې د رسم ګذشت په مراسمو کې ګډون وکړي، خپل لومړي اجرایي فرمانونه لاسلیک کوي.

په اروپا، روسیه، او اوکراین کې د ټرمپ هغه ژمنه ډېره مهمه ګڼل کېږي چې وايي د اوکراین د خونړي جنګ د ختمولو لپاره به اقدام کوي.

د مصر ولسمشر د لیبیا له یوه پوځي مشر سره د لیبیا پر یووالي خبرې وکړې

خلیفه حفتر
خلیفه حفتر

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون د لیبیا د پوځي مشر خلیفه حفتر، چې د لیبیا پر ختیځ کنټرول لري، کوربه و.

دا د ۲۰۲۱م کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ کتنه ده.

د السیسي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د دې کتنې پر مهال ولسمشر سیسي د لیبیا د ملي بنسټونو د اتحاد او انسجام لپاره د مصر پر تعهد ټینګار وکړ.

د مصر ولسمشر د لیبیا د ټولو ګوندونو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه هم وکړه، چې د ځنډېدلو پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د لارې یوې هراړخیزې نقشې ته زمینه برابره کړي.

د سوریې د کُردانو نیمه خپلواکه اداره وايي ترکیې څلور ملکیان وژلي

کُردانو - ترکیې شخړې
کُردانو - ترکیې شخړې

په سوریه کې د کُردانو نیمه خپلواکې ادارې، په منبج سیمه کې ترکیه د څلورو ملکیانو په وژنه تورنه کړې. له څو اوونیو راهیسې د یوه ستراتیژيک بندر د کنټرول د نیولو لپاره په دې سیمه کې نښتې روانې دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د کردانو نیمه خپلواکې ادارې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې ترکیې یو وار بیا په تشرین بندر کې د خلکو غونډه هدف ګرځولې او په دغه برید سره څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلي هم د ترکیې د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې د لږ تر لږه دریو ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

خو ترکیه بیا د کردستان د کارګرانو د ممنوعه ګوند پي. کا . کا اړوند د خلق مدافعینو ځواکونه تورنوي چې له څلورو لسیزو راهیسې د ترکیې د حکومت پر ضد وسله وال فعالیتونه کوي.

ترکیې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د کردانو په مشرۍ د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو اس. ډي . اف پر ضد څو عملیاتونه ترسره کړي دي.

سي ان ان یوه پخواني عسکر ته د پنځو میلیونو ډالرو په جریمې محکوم شو

د سي ان ان ټلویزیون لوګو
د سي ان ان ټلویزیون لوګو

د امریکا یوې محکمې CNN ټلویزیوني شبکه هغه پخواني عسکر ته د پنځو میلیونو ډالرو جریمې په ورکړې مکلف وګرځاوه چې له افغانستانه یې خلک امریکا ته انتقالول.

پر زاکاري یانګ تور وو چې امریکا ته یې د افغانانو د انتقال په قضیو کې لسګونه زره ډالره اخیستي او له «سرګردانه» افغانانو یې ډېرې پیسې په جیب وهلي.

د راپورونو له مخې یانګ چې د یوې امنیتي کمپنۍ مشر دی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له ګڼو افغانانو سره امریکا ته د تلو په برخه کې مرسته کړې.

هغه پر سي ان ان په دې خاطر د حیثیت د اعادې دعوا کړې وه او دا شبکه یې «سو» کړې وه چې د ده کار ته یې د تور بازار نوم یاد کړی وو.

په فلوریدا ایالت کې یوه منصفه پلاوي وړمه ورځ سي ان ان په دې قضیه کې پړ وباله.

سي ان ان که څه هم د زاکاري یانګ د نوم بدولو تور رد کړی خو د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې یې د زاکاري یانګ کار ته د «تور بازار» د جملې د کارولو په اړه پښیماني وښوده.

اسلام مخاچف په یو اف سي کې د خپل کمربند د دفاع لپاره لوبیږي

د نړۍ د رزمي لوبو یو اتل - اسلام مخاچیف
د نړۍ د رزمي لوبو یو اتل - اسلام مخاچیف

د نړۍ د رزمي لوبو د معتبره سازمان یو اف سي اتل اسلام مخاچیف د خپل کمربند د دفاع لپاره له برازیلي لوبغاړي ریناتو مویکانو سره مخ کېږي. تمه وه چې اسلام له آرمان ساروکیان سره لوبه وکړي خو آرمان د ژوبلېدو په سبب له سیالیو ډډه وکړه او پر ځای یې ریناتو معرفي شو.

اسلام ۲۶ لوبې ګټلي یوه یې بایللې. سیال یې ۲۵ ګټلي او ۵ یې بایللي.

د اسلام او ریناتو لوبه د یو اف سي د ۳۱۱ دورې لوبو مرکزي سیالي ده.

تمه ده په بله مهمه لوبه کې عمر نورمحمدوف د میراب دوالشویلي په وړاندې لوبه وکړي. دمګړۍ د اتلولۍ کمربند له میراب سره دی.

عمر اتلس لوبې ګټلي او هېڅ ماته یې نه ده خوړلې حال دا چې سیال یې ۱۸ ګټلي او ۴ یې بایللي.

تمه کېږي چې د رزمي لوبو پخوانی بې ماتې اتل حبیب نورمحمدوف د اسلام او عمر په سیالیو کې حضور ولري او د هغوی لارښوونه وکړي.

د یو اف سي دا دور سیالۍ د کالیفورنیا په انګل ووډ کې ترسره کېږي چې په صالون کې به شاوخوا اتلس زره نندارچیان ولري او په نړۍ کې به یې لکونه کسان په ټلویزیونو وګوري.

د کییف ښار پر مترو د روسیې د بالستیک توغندي برید مرګ ژوبله اړولې

د ۲۰۲۴ کال ډسمبر میاشت- د کییف په مترو کې خلکو د روسیې د هوايي حملو له وېرې پناه اخیستې
د ۲۰۲۴ کال ډسمبر میاشت- د کییف په مترو کې خلکو د روسیې د هوايي حملو له وېرې پناه اخیستې

د اوکراین د پلازمېنې کییف د میټرو پر یوه تمځای نن سهار بالستیک توغندی ولګېد، لږ تر لږه ۴ کسان یې ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل. دا خبر د کییف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو رسنیو ته ورکړی دی.

له بلې خوا د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي چې د کییف په یوه ناحیه کې یوې ودانۍ چې څوک نه پکې اوسېدل اور اخیستی دی.

په زاپوریژیا ښار کې هم پر یوه بنسټ د روسیې له خوا د توپ ډزې شوي او لږ تر لږه ۸ کسان یې ټپیان کړي دي. په پېښه کې دولتي ودانۍ او شخصي موټرونه زیانمن شوي دي.

روسیې له کله چې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړ، په سیسټماتیک ډول د اوکراین ملکي او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړې دي.

په غزه کې د اسراییل په حملو کې د وژل شویو خلکو شمېر ۴۷ زرو ته نژدې شوی

غزه
غزه

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن شنبه ویلي، د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶زره ۸۹۹ او د ټپیانو ۱۱۰زره ۷۲۵ ته ورسېد.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي. د غزې د روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې، په دغه شمېر کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې نور ۲۳ تنه وژل شوي فلسطینیان هم شامل دي.

په همدې حال کې ټاکل شوې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند د ټینګښت او د بندیانو د تبادلې موافقه سر له سبا یکشنبې عملي شي.

د ایران دوه قاضیان د سترې محکمې د ودانۍ مخې ته په ډزو ووژل شول

علي رازیني ښۍ خوا ته او محمد مقیسه کینې خوا ته
علي رازیني ښۍ خوا ته او محمد مقیسه کینې خوا ته

په تهران کې نن د سترې محکمې دوه قاضیان په ډزو وژل شوي او بل تن ژوبل شوی دی.

د ایران د قضا ویبسایټ میزان نن راپور ورکړچې برید کوونکي د سترې محکمې مخې ته، پر دې دوو قاضیانو له ډزو وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

د ایران قضائیه قوې ویلي چې وژل شوي قاضیان محمد مقیسه او علي رازیني نومېدل. د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د یوه قاضي یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.

د دې حملې انګېزه معلومه نه ده. د اپوزیسیون ویبسایټونو مخکې راپور ورکړی و، چې مقیسه د هغو کسانو په محاکمه کې دخیل و، چې سیاسي بندیان ګڼل شوي دي

د اسراییل د ائتلافي حکومت کابینې د غزې په تړانګه کې د اوربند موافقه تایید کړه

د اسراییلو کابینه (عکس له آرشیف څخه)
د اسراییلو کابینه (عکس له آرشیف څخه)

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو ایتلافي حکومت له فلسطینۍ حماس ډلې سره د اوربند او یرغملو د خلاصون موافقه چې امنیتي کابینې یې مخکې ملاتړکړی و، تایید کړه.

د نتنیاهو دفتر نن د جنوري اتلسمه سهاروختي اعلان وکړ چې له څوساعته بحثونو وروسته، د اسراییل حکومت له حماس سره د موافقې په تایید رایه ورکړه. د یوشمیرتندلارو ښي اړخو وزیرانو له مخالفتونو سره سره د دې پریکړې تمه کیده.

د اسراییل د بشپړې کابینې غونډې چې پرون جمعه ناوخته له ټاکلي وخت څخه په ځنډ سره پیل شوه، تر نن ورخې چې د یهودانو د عبادت ورځ ده ترسهاروختي پورې دوام وکړ. د حکومت د دې پریکړې مخالفان کولای شي د عدالت عالي محکمې ته شکایت وکړي خو لیرې بریښي چې محکمه دې په دې قضیه کې مداخله وکړي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د شوې موافقې له مخې په غزه کې اوربند د یکشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د غرمې په ۱۲ بجو او پنځلس دقیقو نافذیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG