د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د ناکامورا د وژنې پنځم تلین؛ یو شمېر افغانان د هغه د وژونکو نیول او کورنۍ ته یې عدالت غواړي


جاپانی داکتر ناکامورا د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په څلورمه په جلال اباد ښار کې د خپلو پنځه ساتونکو سره یوځای د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شو.
جاپانی داکتر ناکامورا د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په څلورمه په جلال اباد ښار کې د خپلو پنځه ساتونکو سره یوځای د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شو.

نن د ډسمبر څلورمه د جاپاني ډاکتر تیتسو ناکامورا پنځم تلین دی.

په داسې حال کې چې نن د ډسمبر څلورمه په افغانستان کې د جاپاني ډاکټر تیتسو ناکامورا د وژل کېدو پنځه کاله پوره شول د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، لا هم د نوموړي وژونکي نه دي نیول شوي.

دوی وايي، د پنځه کالو په تېرېدو د وژل شوي ناکامورا کورنۍ ته عدالت ونه رسېده او دا چې د هغې د وژنې په اړه د پیل شویو څېړنو په اړه هم معلومات نه لري.

د ننګرهار اوسېدونکي سید سالار خادم ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه پورې د هغه قاتلان ونه نیول شول، په‌کار ده چې قاتلین یې باید ونیول شي او سزا ورکړل شي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د دغه ډول انسانانو قدر او ساتنه په‌کار ده او دا د حکومت او خلکو ګډه وجیبه ده."

په تېر جمهوري نظام کې د جلال‌اباد د ښاروالي مخکېني مرستیال انجینر راحت ګل زیارمل هم له دې امله نیوکه کوي چې د مخکېني دولت او طالبانو د حکومت له‌خوا د ناکامورا وژونکي نه دي نیول شوي.

په تېر جمهوري نظام کې د جلال‌اباد د ښاروالي مخکېني مرستیال انجینر راحت ګل زیارمل
په تېر جمهوري نظام کې د جلال‌اباد د ښاروالي مخکېني مرستیال انجینر راحت ګل زیارمل

هغه وايي: "د ناکامورا بدیل نه پیدا کېږي، دې د افغان خاورې د رښتیني بچو په شان د خاورې خدمت وکړ او د همدې خاورې دښمنانو هغه د جلال‌اباد ښار په زړه کې وواژه، له بده مرغه د نوموړي قاتلان لا هم سرې سترګې ګرځي سزا ورنه‌کړل شوه."

دی ادعا کوي چې د نوموړي د وژنې په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت هیڅ ډول څېړنې نه دي کړي.

جاپاني الاصله ډاکتر تیتسو ناکامورا په ۲۰۱۹م کال په جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې اول سخت ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

که څه هم تېرې جمهوري حکومت پر مهال د وخت چارواکو ژمنه وکړه چې د هغه وژونکي به د قانون منګولو ته وسپاري، خو تراوسه په دې اړه د کوم ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

شاه محمود میاخېل چې هغه مهال د ننګرهار والي و، وايي چې د ناکامورا د قتل په تور یو تن چې د پاکستاني طالبانو غړی و، هغه مهال نیول شوی و، خو دې ادعا کوي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته خوشې شوی دی.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل
د تېر جمهوري نظام پر مهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

میاخېل وویل: "هغه مهال چې کوم کس معلوم و، امین نواز محسود نومېده او بل ملګری یې عظیم و، هغه مهال د امنیت ملي ادارې د دې کسانو د نیولو پسې څو ځایه عملیات وکړل، بلاخره امین نواز په یوه پېښه کې په کابل کې ووژل شو او عظیم ونیول شو، خو کله چې طالبان قدرت ته ورسېدل عظیم یې د نورو بندیانو په شان خوشې کړ او اوس هغه په پاکستان کې دی."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د ولایتي ادارې ویاند ملا عادل په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د روان میلادي کال د جون په پنځمه یوې جاپانۍ رسنۍ خبر ورکړ چې په افغانستان کې اوس مهال د تیتسو ناکامورا د وژنې په اړه څېړنې درېدلي دي.

د "این‌اچ‌کا" په نوم دغه رسنۍ په هغه راپور کې چې د ناکامورا د اوبو لګولو د کانال د نیمګړې پروژې د بشپړېدو په تړاوخپور شوی و، ویل شوي وو چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې او وروسته د هغه د وژنې په اړه څېړنې بندې دي.

ډاکتر تیتسو ناکامورا په ختیځ ننګرهار کې په کاکا مراد هم مشهور و.

ناکامورا په ننګرهار کې د بنسټیزو پروژو په برخه کې لوی کانالونه، سربندونه او نورې زراعتي او اقتصادي پروژې پلې کړې دي.

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ډاکتر تیتسو ناکامورا ترسره شوي خدمتونه د افغانستان د زرغونتیا او کرنې په برخه کې ډېر ارزښتناک او اغېزمن ګڼي.

لیکوال او خبریال فهیم زیرک وايي، هغه کرنیزو ځمکې چې د کښت جوګه نه وې، د ناکامورا په هڅو په کال کې د دوه درې ځلي حاصل ورکولو لپاره اماده شوې.

زیرک وویل: "ناکامورا خلکو ته د خپلو سیمو د اوبو طبیعي منابعو او اوبو د مدیریت یوه روحیه او روزنه ورکړه او خلک یې په دې پوه کړل چې څنګه د خپلو سیمو طبیعې منابع مدیریت کړي."

لیکوال مدني فعال ډاکتر اسدالله ښالیز وايي، ناکامورا نه یوازې د ختیځو ولایتونو د ښیرازۍ په برخه کې کار وکړ، بلکې تر دې وړاندې یې د روغتیا په برخه کې هم پراخه خدمات ترسره کړل.

ښالیز وویل: "که له یوې خوا یې د روغتیا په برخه کې خپله خوله تویوله نو له بله خوا یې د اوبو د سالم مدیریت او کرنې په برخه کې په خلاص مټ او اخلاص سره هلې ځلې کولې، دې دا خپله دنده ګڼله چې هم افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي او هم له خپلو شتو منابعو نه سالمه استفاده وکړي."

ارشیف: د افغانستان ختیځ کې د ناکامورا په هڅو جوړ شوی د اوبو یو بند
ارشیف: د افغانستان ختیځ کې د ناکامورا په هڅو جوړ شوی د اوبو یو بند

دی وايي، ناکامورا غوښتل افغانان پر ځان بسیا او د نورو له احتیاجۍ خلاص کړي، خو دښمنانو یې دا ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل.

جاپانی داکتر ناکامورا د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په څلورمه په جلال اباد ښار کې د خپلو پنځه ساتونکو سره یوځای د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شو.

د راپورونو له مخې، هغه په ۱۹۴۶م کال د جاپان په فوکوار ښار کې زېږېدلی و.

هغه د طب ډاکتر وو، په ۱۹۸۴م کال پاکستان ته تللی او هلته یې د افغان کډوالو لپاره روغتیايي خدمات ترسره کول.

وروسته افغانستان راغلی او په دې هېواد کې یې د آرایم‌ایس PMS په نوم خیریه موسسه جوړه کړه.

دغه موسسې په لومړي سر د خپلو لسو کلینیکونو پر مټ د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې روغتیايي خدمات وړاندې کول.

ناکامورا په په دې ولایت کې سلګونه ژورې څاګانې هم وویستې او وروسته یې د اوبو د مدیریت او کرنې په برخه کې کار پیل کړ.

نوموړي په ښیوې، بهسودو، دره‌نور، کامه او کوټ ولسوالیو کې د اوبو بندونه جوړ کړي چې له برکته یې ډېرې ځمکې خړوبې شوي دي.

د هغه تر ټولو ستره پروژه په ننګرهار کې د کونړ سیند نه جلا شوی کانال دی چې د ننکرهار او کونړ دښتې پرې خړوبې شوې او زرګونه جریبه ځمکې یې ابادې کړې چې د خلکو په وینا شاوخوا نیم میلیون خلک یې له ګټې برخمن دي.

مخکېني افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاکتر تیتسو ناکامورا ته د هغه د فعالیتونو له کبله د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړی و.

XS
SM
MD
LG