په افغانستان کې د منځنیو طبي زدهکړو په انسټېټیټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
صبرګل سلطاني چې د طبي زدهکړو د یوه انسټېټیوټ محصله ده، په ژړغوني غږ پرون سېشنبې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو دغې پرېکړې یې د راتلونکې په اړه ډېرې هیلې مړاوې کړې.
صبرګل وايي: واقعاً، سخته ده، هیڅ څه نه شم ویلی، ډېر درد لرم، ډېره راته سخته ده.
مېرمن سلطاني وویل:"ډېره هیله مې درلوده چې زدهکړې وکړم، تحصیل وکړم یو چېرې ورسېږم، افتخار وکړم او وکولای شم چې له خپلو میندو او خویندو سره مرسته وکړم. واقعاً، سخته ده، هیڅ څه نه شم ویلی، ډېر درد لرم، ډېره راته سخته ده."
دا یوازې آغلې سلطاني نه ده چې د طالبانو د مشر وروستي فرمان ډېره ناهیلې کړې، بلکې د قابله ګانو، نرسانو او نورو طبي زدهکړو په برخه کې د دې هېواد د طبي زده کړو په مرکزونو کې په زرګونو نورې نجونې یې هم ډېرې خواشینې کړې دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان د قابلګۍ او نرسنګ د روزنې په مرکزونو کې روان ۱۴۰۳ کال شاوخوا ۳۳ نیم زره ښځینه زدهکوونکې په زدهکړو بوختې دي.
که څه هم د طالبانو د حکومت روغتیا وزارت تراوسه رسماً نه ده تایید کړې چې په دغو طبي مرکزونو کې ښځینه زدهکوونکې له زدهکړو منع شوي، خو په دې وزارت کې یو شمېر باوري سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې چې د دغه نوي فرمان له مخې٬ له سېشنبې څخه د نجونو پرمخ د طبي انسټېټیټونو دروازې تړل کېږي.
په یوه ویډیو کې چې پرون سېشنبې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د طبي زدهکړو د یوه مرکز په لسګونو نجونې لیدل کېږي چې د طالبانو پر دغې پرېکړې اعتراض څرګندوي.
په افغانستان کې د قابلهګانو د چارو یوې مسوولې چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم په راپور کې واخیستل شي، پرون سېشنبې ازادي راډیو ته د طالبانو د حکومت پر دې پرېکړې د خواشنیې څرګندولو ترڅنګ وویل چې که د طبي زدهکړو په مرکزونو کې پر ښځینه زدهکوونکو دغه بندیز دوام وکړي، د دې ډېر احتمال شته چې په نژدې راتلونکې په دې هېواد د میندو او ماشومانو مړینې لا زیاتې شي.
د دغې مسوولې په خبره په ټول افغانستان کې په تېره لیرې پرتو سیمو کې ښځو ته د امیندوارۍ، زېږون او هم له زېږون وروسته او هم نویو زېږېدلو ماشومانو ته د لومړنیو روغتیایي خدمتونو په برخه کې د قابلهګانو او نرسانو د شمېر کمی ډېر محسوس دی او که د طبي منځنیو زدهکړو له مرکزونو نور قابلهګانې او نرسانې فارغې نه شي، دا هېواد به په نژدې راتلونکې کې میندو او ماشومانو ته د لومړنیو روغتیایي خدمتونو په برابرولو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
که څه هم تراوسه د هغو میندو او ماشومانو دقیق رسمي شمېر نه دی معلوم چې هر کال په افغانستان کې د زېږون پر مهال مري، خو په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې شمېرو له مخې، په دې هېواد کې په هرو سل زره امیندوارو ښځو کې شاوخوا شپږنیم سوه یې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د طبي زدهکړو په انسټېټیټونو کې پر ښځینه زدهکوونکو دغه بندیز داسې مهال لګول کېږي چې له دې مخکې د افغانستان په پوهنتونونو او نورو لوړو تحصیلي موسسو کې د نجونو او ښځو پر زدهکړې د طالبانو د لګول شوي بندیز له امله د طبي لوړو زدهکړو له موسسو د ښځینه ډاکترانو فراغت هم په ټپه درېدلی دی.
د طالبانو د حکومت د دغه وروستي اقدام پر وړاندې غبرګونو کې د ښځو د هیلې پنجرې په نوم غورځنګ پرون سېشنبې په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې دا په دې هېواد کې د جنسیتي اپارټاید بله نښه ده.
د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافېر رابرټ ډیکسن پرون سې شنبې په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې په افغانستان کې له طبي زدهکړو څخه د ښځو راګرځول، تعلیم ته د ښځو د حقونو په وړاندې یو بل "سپکاوی" دی.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو دغه اقدام روغتیایي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی نور هم محدودوي.