نړۍ
په خیبرپښتونخوا کې د شیعه او سنیانو له اوربند وروسته دواړو خواوو بیا نښتې کړي
د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د تازه شخړو له کبله د ۱۳ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
په کورمه کې یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط نن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ د نومبر میاشتې له ۲۱ مې راهیسې په فرقوي شخړو کې د وژل شویو شمېر ۱۲۴ ته ورسېد.
په کورمه کې چارواکي وايي، لا هم په ځینو ساحو کې ډزې کېږي چې د درولو هڅې يې رواني دي.
د نومبر پر ۲۱مه له شیعه مېشتې ساحې پاړه چناره پېښور ته د مسافرو پر موټرو د وسله والو په برید کې ۴۵ شیعه او ۴ سنیان ووژل شول.
د دې برید په سبا په سني مېشتې بګن سیمه کې وسله والو د خلکو پر کورونو او دوکانونو بریدونه وکړل او اور يې ورته کړ.
که څه اوس د دواړو خواوو ترمنځ د حکومت په منځګړیتوب اوربند شوی، خو په سیمه کې چارواکي د خیبرپښتونخوا له حکومته غواړي چې د کورمې د مسلې د هوارۍ لپاره دې جدي اقدامات وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له امریکا د ناقانونه کډوالو ایستل، د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
ټاکل شوې چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ ادارې کارکوونکي سره له دوشنبې د دغه هېواد په هوایي ډګرونو کې ځای په ځای شي.
فرانس پریس لیکلي، د دغه کار هدف د امنیتي پلټنو په برخو کې د اوسنۍ ګڼې ګوڼې کمول دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ټولنیزو شبکو په یوه پيغام کې دا اقدام اعلان کړ او لامل شو چې چارواکي په بیړه یوه طرحه چمتو کړي.
چارواکي وایي، په هوایي ډګرونو کې ګڼه ګوڼه وروسته له هغه زیاته شوې چې د غیر قانوني کډوالو د ایستلو موضوع راپورته شوه.
د کډوالو د اخراج دغه پروګرام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه پلی کیږي.
د ډونالډ ټرمپ سرحدي سلاکار ټام هومن سي.ان.ان خبري شبکې ته ویلي، د کډوالۍ ادارې او ګمرک کارکوونکي به له خپلو معمولي دندو څخه هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي.
نوموړي ویلي، دا کارکوونکي به هغه چارې نه ترسره کوي چې روزنه یې نه ده ورکړل شوې.
د امریکا د خزانې وزیر وایي، ایران کې د عملیاتو د ژر پای ته رسولو لپاره باید جګړه تیزه شي
د متحده ایالتونو د خزانې وزیر سکات بسینت وایي، د دې لپاره چې د ایران جګړه ژر پای ته ورسوي، ممکن اړتیا وي چې اوس پر ایران بریدونه ګړندي شي.
بسېنټ د یکشنبې په ورځ له ان.بي.سي شکبې سره په خبرو کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا ولسمشر ټرمپ غواړي جګړه کمه کړي وویل: " دا متضاد نه دي، کله نا کله باید د تاوتریخوالي د کموالي لپاره، تاوتریخوالی زیات کړی".
ټرمپ د یکشنبې په سهار ګواښ وکړ که تهران د هرموز تنګی په بشپړ ډول خلاص نه کړي، د ایران د انرژۍ تاسیسات به " یو مخ له منځه یوسي".
هرموز تنګی له څو اونیو راهیسې تړلی دی. د نړۍ یو پرپنځمه برخه سوداګریز تېل او ګاز له همدې لارې تېریږي.
له دې سره د نړۍ په کچه د تېلو بیه هم ډېره لوړه شوې ده.
پاکستان د ( انرژۍ د سپما) په خاطر د کریکټ لیګ نندارې محدودې کړي
د پاکستان کریکټ بورد ویلي چې د سوپر لیګ ( پي.ایس.ایل) لومړنۍ سیالۍ به په لاهور او کراچۍ کې له نندارچیانو پرته ترسره کیږي.
رویټرز اژانس د یکشنبې په ورځ د کریکټ بورد د مشر محسن نقوي په حواله ویلي چې دا پریکړه یې د تېلو او انرژۍ د سپما په خاطر کړې ده.
پر ایران د امریکا او اسراییلو له برید وروسته د تیلو بیه لوړه شوې.
ټاکل شوې د شلو اورونو دغه لیګ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیل شي.
وړاندې راغلي چې لاهور کې د دغه لیګ د پرانستې مراسم هم لغوه شوي او لوبې د پلان شویو پنځو لوبغالو پر ځای یوازې دوو لوبغالو کې ترسره کیږي.
د قطر دیوې هیلي کوپټرې د نسکوریدو پیښه کې اوه کسه مړه شوي
د قطر او ترکیې د چارواکو په وینا، د قطر په سمندري قلمرو کې د یوې هیلیکوپټرې د نسکوریدو له امله اووه کسان مړه شوي دي.
د قطر او ترکیې د دفاع وزارتونو ویلي چې هیلي کوپټر د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې، او د قطر دفاع وزارت زیاتوي چې دا پېښه د «عادي وظیفې» پر مهال رامنځته شوې ده.
د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو په وینا، له مړوشویو کسانو څخه څلور تنه د قطر د وسلهوالو ځواکونو غړي، یو تن د قطر-ترکیې د ګډو ځواکونو غړی، او دوه نورملکي ترکي تخنیکران وو.
د ترکیې دفاع وزارت ویلي: «د ترکیې جمهوریت او د قطر دولت ترمینځ د پوځي همکارۍ او همغږۍ فعالیتونه د موجودو تړونونو او پلانونو په چوکاټ کې پرته له ځنډه دوام لري.»
دا پیښه په داسې مهال رامینځ ته کیږي چې د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمینځ روانې وسله والې شخړې د سیمې وضعیت کړکیچن کړی او دجګړې په جریان کې د ایران لخوا په غچ اخیستونکو بریدونو کې دفارس خلیج عربي هیوادونو کې ځینې اهداف په نښه شوي دي.
ټرمپ ایران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې هرمز تنګی پرانیزي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د هرمز تنګی "په بشپړه توګه پرانیزي" کنه امریکا به د ایران د بریښنا تاسیسات "له منځه یوسي".
دا دامریکا،اسرائیلو او ایران ترمینځ په روانه جګړه کې د تشدید یوه څرګنده نښه ده، هغه وسله واله شخړه چې وار دمخه یې له کنټروله د وتلو ویره شته.
ټرمپ دغه ضرب الاجل پرون دامریکا په وخت د ماښام په ۷:۴۴ بجو په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیال کې صادر کړ.
هغه ولیکل : "که ایران د دې دقیق وخت څخه په ۴۸ ساعتونو کې پرته له ګواښه د هرمز تنګی په بشپړه توګه خلاص نه کړي، متحده ایالات به د دوی مختلف بریښنا کوټونه وولي او له منځه به یې یوسي،"
ټرمپ په مشخصه توګه ونه ویل چې کوم بریښنا کوټونه به په نښه شي خو یوه ورځ مخکې یې ویلي وو چې د پوځي عملیاتو د کمولو په اړه غور کوي.
د ولسمشر ټرمپ ددغه ګواښ په ځواب کې ایران هم یوځل بیا ګواښ وکړ چې په سیمه کې زیربناوې به په نښه کړي.
د سپاه پاسدارانو ویاند وویل که چیرې دایران د انرژي په تاسیساتو برید وشي نو په سیمه کې امریکا پورې مرتبط د انرژۍ ، تکنالوژۍ ، استخباراتو او د څښاک اوبو ټول تاسیسات به په نښه کړی.
د هرمز تنګی په نړۍ کې د تیلو او ګازو د لیږد د مهمولارو څخه دی چې د نړۍ دانرژۍ پنځمه برخه پرې تیریږي. دغه تنګی د کب په نهمه د جګړې د پیل راهیسې عملا تړل شوی او دکنټرول لپاره یې کړکیچ مخ په زیاتیدو دی.
اوسمهال فارس خلیج کې سلګونه تیل وړونکې بیړۍ بندې پاته دي او لدې امله د تیلو بیه په نړۍ کې ۵۰ سلنه او دګازو ۹۳ سلنه لوړه شوې ده.
د پاکستان یو دیني عالم وايي، د دغه هیواد د پوځ مشر د دوی سپکاوی کړی
د پاکستان یو شیعه دیني عالم چې د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر د روژه ماتي په مېلمستیا کې یې ګډون کړی و، وایي چې دوی ته سپکاوی شوی دی.
دغه دیني عالم زیاتوي چې په دې مېلمستیا کې یې د اسراییل او امریکا پر وړاندې د ایران په ملاتړ دریځ څرګنداوه خو عاصم منیر په تونده لهجه ورسره خبرې کړي او دوی ته یې د خبرو او پوښتنو اجازه نه ده ورکړې.
د هغه په خبره، له مېلمستیا وروسته په خبري کنفرانس کې هم د اهل تشیع علماو خبرې تحریف شوې او یوازې هغه برخه یې خپره شوه چې د پاکستان د پوځ په ګټه وه. دغه دیني عالم زیاته کړې، "موږ په پاکستان کې د امریکا د کونسلګریو پر ضد په لاریونونو کې د ښکېلو ځوانانو د بخښلو غوښتنه وکړه خو عاصم منیر رد کړه."
۲۲ هیوادونو د هرمز تنګي د تګ راتګ لارې په پرانستلو کې همکاري ته تیاري وښوده
تر شلو زیاتو هېوادونو اعلان کړی چې د بېړیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره به په هرمز تنګي کې ګډه همکاري وکړي.
دوی د دې مهمې سمندري لارې د بندولو لپاره د ایران اقدام غندلی دی.
په ګډه اعلامیه کې، چې د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) د ۲۲ هېوادونو له لوري خپره شوې، ویل شوي چې دوی چمتو دي د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره په مناسبو هڅو کې برخه واخلي.
په اعلامیه کې د خلیج په سیمه کې پر ملکي سوداګریزو کښتیو د ایران وروستي بریدونه او همداراز پر غیرنظامي بنسټونو لکه د تېلو او ګاز پر تاسیساتو بریدونه په کلکه غندل شوي دي. دغو هېوادونو د ایران له خوا د هرمز تنګي د «عملي بندېدو» په اړه هم اندېښنه ښوولې ده.
د راپورونو له مخې، په دې اعلامیه کې متحده عربي امارات، بحرین، بریتانیا، فرانسه، جاپان، حرمني، ایټالیا، هالند، کاناډا، جنوبي کوریا، نیوزیلنډ، ډنمارک، لاتویا، لیتوانیا، سلوانیا، استونیا، ناروې، سویډن، فنلنډ، چک جمهوریت، رومانیا او استرالیا شامل دي.
دغو هېوادونو له ایران څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره پر کښتیو بریدونه، د ماینونو ایښودل او د دې مهمې سمندري لارې د بندولو هڅې ودروي.
اسراییل وايي، له نن څخه به پر ایران بریدونه زیات کړي
د اسرائیل دفاع وزیر ییسرائیل کاڅ خبرداری ورکړ چې امریکا او اسرائیل به له نن (یکشنبې) څخه پر ایران بریدونه لا پسې زیات کړي.
هغه د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) په یوه بیان کې ویلي چې د اسرائیل او امریکا پوځونه به دا اوونۍ پر ایران او د هغه پر اړوندو بنسټونو بریدونه په څرګند ډول زیات کړي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې ښايي پر ایران بریدونه «په تدریجي ډول» کم کړي.
له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړه د کب/ حوت له ۹مې پیل شوې او نن یکشنبې یې ۲۳مه ورځ ده.
دواړه هېوادونه وايي چې تر دې دمه یې په ایران کې تر ۱۶ زره زیات هدفونه ویشتي دي.
له بلې خوا، ایران هم پر اسرائیل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. همداراز د خلیج سیمې پر اقتصادي زیربناوو اغېز او د هرمز تنګي بندېدو د انرژۍ بیې لوړې کړي او نړیوال مالي بازارونه یې اغېزمن کړي دي.
ټرمپ: منځني ختیځ کې پوځي هڅې کموو، اهدافو ته ډېر نژدې شوي یو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، په منځني ختیځ کې د پوځي هڅو " د کمولو " په فکر کې دی.
نوموړي پرون جمعه پر خپله ټولنیزه پاڼه تروت سوشېل ولیکل، داسې مهال د ایران د رژیم په وړاندې د عملیاتو د کمولو غور کوي چې په خبره یې " خپلو اهدافو ته ډېر نژدې کیږي".
هغه خپل اصلي اهداف د ایران د پوځ کمزوري کول او د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوی بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسراییل او امریکا بریدونه څلورمې اونۍ ته ورسېدل او داسې راپورونه شته چې وایي د امریکا زرګونه ځمکني سرتیري سیمې خوځیدلي دي.
په ایران کې د اختر لومړۍ ورځ، د اختر لمونځ د مجتبی خامنه یي په غیاب کې ادا شو
په تهران کې نن د کوچني اختر لمونځ د هغه هېواد د نوي مشر مجتبی خامنه یي په غیاب کې ترسره شو.
د تهران په لوی جومات کې د اختر د لمانځه امامت د تهران د جمعې د موقت امام محمد جواد حاج علي اکبري په امامت ترسره شو.
د اختر دغه لمانځه ځکه د ډېرو خلکو پام ځانته اړولی چې د ایران د اسلامي جمهوریت دریم مشر مجتبی خامنه یي په کې نه و او د هغه د وضعیت په اړه هم معلومات نشته.
پخوا د ایران د دغه مشر د ټپي کېدو خبره راپور شوې وه.
په تهران کې نن د اختر له لمانځه وروسته د سپاه پاسدران انقلاب د پخواني ویاند علي محمد ناییني د جنازې مراسم هم ترسره کیږي، هغه د اسراییل په برید کې وژل شوی دی.