د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸
(ښی-کیڼ) د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان ډونالډ ټرمپ او مرستیال ولسمشره کاملا هارېس
(ښی-کیڼ) د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان ډونالډ ټرمپ او مرستیال ولسمشره کاملا هارېس

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات: ډونالډ ټرمپ بیا د امریکا منتخب ولسمشر شو

۱۶:۳۷ ۱۵.۸.۱۴۰۳

​​​​​​​د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې؛ د روسیې او ایران له‌خوا د کرکې د خپرونې د کمپاین په اړه خبرداری ورکړل شوی

په امریکا کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د دې هېواد استخباراتي او امنیتي ادارو د روسیې او ایران له‌خوا د ناسمو معلوماتو د خپرولو او د امریکا په خلکو کې د کرکې د خپرونې د کمپاین په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا استخباراتي او امنیتي چارواکو پر روسیې او ایران تور لګولی چې د ناسمو معلوماتو د خپرولو او د سایبري حملو د کمپاین له لارې د امریکایانو ترمنځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مسئله کې د اختلاف راوستو هڅه کوي.

د انتخاباتو په درشل کې نظرپوښتنو ښودلې چې د دیموکرات ګوند د کاندیدې او د ولسمشر د مرستیالې کاملا هاریس او د جمهوریپال ګوند د کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ انتخاباتي مبارزه په ډېر لږ توپیر سره روانه ده او دا اټکل ډېر ګران دی چې کوم به یې وګټي نو ځکه وضعیت په داسې حال کې چې خلک د رای ورکولو مرکزونو ته ځي حساس دی.

د امریکا د استخباراتو ملي دفتر، د فدرال تحقیقاتو ادارې یا ایف‌بي‌آی FBI او د تاسیساتو د سایبري امنیت ادارې پرون په یوه ګډ بیان کې وویل چې له روسیې سره تړلي عناصر د دې لپاره چې د انتخاباتو مشروعیت زیانمن کړي، په خلکو کې ویره واچوي او د دې ناسم ذهنیت په خپرولو سره چې ګنې امریکایان د سیاسي لومړیتوبونو په خاطر د یوبل پرضد له تشدد څخه کار اخلي جعلي ویډیوګانې او مقالې خپروي.

بیان زیاتوي چې دا هڅې د انتخاباتو د چارواکو او نورو پر وړاندې د تشدد د پارونې خطر رامنځته کولای شي.

د امریکا استخباراتي ادارو له تېرو څو میاشتو راهیسې خبرداری ورکاوه چې د روسیې د حکومت په ملاتړ د امریکا په انتخاباتو کې د نفوذ هڅې روانې دي.

د امریکا استخباراتي ادارو د جعلي معلوماتو په اړه په یوه بیان کې، د مثال په توګه یادونه کړې چې روس پلوو عناصرو په دې وروستیو کې یوه جعلي مقاله خپره او د تبلیغاتو لپاره وکاروله. په دې مقاله کې ادعا شوې چې په ځینو هغو حساسو ایالتونو کې چې رایې یې د انتخاباتو نتایج بدلولای شي چارواکي غواړي د ځینو تکتیکونو، له هغې ډلې د رایو د صندوقونو د ډکولو او سایبري حملو له لارې په انتخاباتو کې درغلي وکړي.

دوی دا هم ویلي چې د روسیې تر نفوذ لاندې کسانو په دې وروستیو کې یوه جعلي ویډیو خپره او مشهوره کړه چې په هغې کې یو سړی ادعا کوي چې ګنې په اریزونا ایالت کې د انتخاباتو په چاره کې درغلي شوې.

د شوې ادعا له مخې په دې ایالت کې د مېرمن هریس په ګټه په بهر کې جعلي رایې کارول شوي.

د اریزونا د بهرنیوچارو ایالتي وزیر لا پخوا دا ویډیو جعلي بللې او رد کړې یې ده.

استخباراتي ادارو په خپل بیان کې ویلي چې که څه هم تر ټولو لوړ ګواښ د روسیې له‌خوا انتخاباتو ته متوجه دی، خو وايي چې ایران هم د انتخاباتو لپاره له بهره د پام وړ خطر پېښوي.

د بیان له مخې استخباراتي ارزونې ښيي چې ایران د ټرمپ د کمپاین پرضد مضر سایبري اقدامات کړي دي.

دې ادارو ویلي دي چې ایران پلوي ایجنټان هم ښايي په رسنیو کې د جعلي مطالبو په خپرولو سره د رای ورکولو بهیر زیانمن کړي او د تېرو انتخاباتو په څېر تاوتریخوالی وپاروي.

استخباراتي ادارو له رای ورکوونکو غوښتي چې خپل معلومات له باوري دولتي سرچینو، په تېره د انتخاباتو له سیمه‌ییزو چارواکو څخه ترلاسه کړي.

مسکو او تهران دواړو د امریکا د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال د ناسمو معلوماتو د خپرولو په کمپاین کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

۱۸:۳۸ ۱۵.۸.۱۴۰۳

په امریکا کې د ولسمشرۍ د تاریخي انتخاباتو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل شوی

په امریکا کې د ولسمشرۍ د تاریخي انتخاباتو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل شوی او د اوو مهمو برخلیک ټاکونکو ایالتونو په ګډون د امریکا ټول خلک نن خپلې رایې وکاروي.

د سږنیو انتخاباتو نتایج به په اوکراین کې د روسیې پر جګړه، د منځني ختیځ پر کړکېچ او د اقلیمي بدلون په ګډون پر نورو نړیوالو مسایلو هم اغېز ولري.

د رایو ورکولو مرکزونه نن په ختیځو ایالتونو کې د سهار په پنځو بجو پرانیستل شول او تمه ده چې د الاسکا او هاوايي په څېر په لوېدیځو ایالتونو کې به د شپې تر ناوخته پورې دوام وکړي.

نظرپوښتنې ښيي چې د جمهوري ریاست د څوکۍ د ګټلو لپاره د ډیموکرات ګوند د کاندیدې، د ولسمشر د مرستیالې کمالا هاریس او د جمهوریپال ګوند د کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ مبارزه اوږه په اوږه مساوي روانه ده.

د دې انتخاباتو د نتایجو اعلان ښايي څو ورځې وخت ونیسي، ځکه د پنسلوانیا په څېر په ځینو ایالتونو کې د پوستې له لارې د رایې ورکولو پروسه ځنډنۍ ده.

د امریکا د احصایې د بیورو د معلوماتو له مخې، په دې انتخاباتو کې به د خلکو د ګډون کچه حتی د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کال پرتله چې ډېره لوړه وه هم اوچته وي.

که دا انتخابات مېرمن هریس وګټي نو د امریکا د تاریخ لومړۍ ښځينه ولسمشره به وي او که یې ټرمپ وګټي نو لومړنی ولسمشر به وي چې له یوې دورې وروسته دوهمه دوره بایلي، خو د انتخاباتو په درېیمه دوره کې بیا بریالی کېږي.

۲۰:۰۰ ۱۵.۸.۱۴۰۳

د امریکا د انتخاباتو شېبه په شېبه پایلې

۰۵:۱۵ ۱۶.۸.۱۴۰۳

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې؛ رايه اچونه دوام لري خو ځينې مرکزونه موقت تړل شوي

امریکایان پر ځايي وخت نن سه‌شنبې د ولسمشرۍ په تاریخي انتخاباتو کې چې هم په ملي کچه او هم په اووه ایالتونو کې چې برخلیک ټاکونکي ایالتونه بلل کېږي سره ویشل شوي، رایې ورکوي.

د رایې ورکولو بهیر د امریکا په سیمه‌ییز وخت د سهار په اووه بجو په ځینو ختیځو ایالتونو کې پیل شوی چې د الاسکا او هاوایي په ګډون به په سیمه‌ییز وخت تر ماښام پورې دوام وکړي.

د ډیموکراټانو له‌‌خوا د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس او د جمهوریپالو له‌‌‌‌خوا پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ سره سیالي کوي.

په دغو انتخاباتو کې رایې ورکونکي همدارنګه د کانګرس د دواړو جرګو، د استازیو جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو او د سل کسیزې سنا جرګې د ۳۴ څوکیو لپاره استازي ټاکي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې په یوشمېر ایالتونو کې د رایو ورکولو مرکزونه د موقت وخت لپاره د بمي ګواښونه له امله له خلکو تخلیه شوې دي.

په جنوب ختیځ جورجیا ایالت کې د رایې ورکولو دوه مرکزونه د شاوخوا ۳۰ دقیقو لپاره تخلیه شوي و.

د امریکا فدرالي پولیسو ویلي وو، داسې ښکارېده چې دغو مرکزونو ته د بمونو ګواښونه چې عاملان یې روس پلوه عناصر بلل شوي، شوي و.

دغې ادارې همدارنګه ویلي، په یوشمېر ایالتونو کې د رایې ورکولو مرکزونو ته ګواښونه شوي و، چې چارواکو هغه کره نه‌دي ارزولي.

د امریکا استخباراتي او امنیتي چارواکو له‌دې مخکې روسیه او ایران تورن کړي و چې د سایبري حملو او د غلطو معلوماتي کمپاینونو له لارې چې په‌دې وروستیو کې یې زیات کړي، هڅه کوي چې په دغو انتخاباتو کې ګډ وډي رامنځته کړي.

په پنسوالنیا ایالت کې چې یو له مهمو ایالتونو بلل کېږي، د لومړنیو راپورونو له‌مخې د جمهوریپالو د ګوند څارونکي نه‌دي پرېښودل شوي چې د انتخاباتو ځینو مرکزونو ته ننوځي، چې وروسته دغه ستونزه هواره شوه.

د اسوشتید پرس خبري اژانس د راپور له‌‌مخې د لوزیانا او کنټکي ایالتونو په ځینو سیمو کې د تخنیکي او د الکترونکي رایې شمېرنې اړوند ستونزو له امله د رایې ورکولو بهیر په ځنډ پیل شوی و.

په میسوري ایالت کې د سخت باران له کبله چې سېل راوتلی و، په سنټ لویس سیمه کې د رایې ورکولو یو مرکز ته د خلکو ورتګ ستونزمن شوی و او په یوه بل کې یې هم برېښنا پرې شوې وه.

کارکونکو د ډیزلي برېښنا په مرسته په‌دې مرکز کې د رایو ورکولو بهیر بېرته پیل کړ.

په یوشمېر ښارونو کې د رایې ورکولو په مرکزونو کې د خلکو کتارونه لیدل شوي، خو دې ته په پام چې د رایې ورکولو پر شرایطو برابرو په لسګونو کسانو د انتخاباتو له ورځې مخکې خپلې رایې د پوستې لارې ورکړي یایې حضوري کارولي، د رایې ورکولو بهیر ښه روان دی.

نن د رایې ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته تمه نه‌کېږي چې، د رایو لومړنۍ نتیجې به څو راتلونکو ورځو کې څرګندې شي، ځکه په ځینو ایالتونو لکه پنسلوانیا کې د پوستې له لارې د کارول شویو رایو د شمېرلو بهیر پڅ روان دی.

تمه کېږي چې د رایې ورکونکو شمېر به چې د احصایي د ملي ادارې د شمېرو له‌‌مخې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې لوړ و، دا ځل هم زیات وي.

د جمهوریپالو کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ‌ټرمپ د فلوریدا ایالت په پالم بیج کې له خپلې مېرمنې ملانیا سره د رایې له ورکولو وروسته ناهیلي وښوده چې ښایي د انتخاباتو نتیجه په څو ورځو کې څرګنده نه‌شي او ویې ویل چې، د امریکا د انتخاباتو سیسټم باید زیات موثر وي.

هغه وویل، دی ډاډه دی چې انتخابات هغسې چې دی یې غواړي مخته لاړ شي.

هغه زیاته کړه، داسې ښکاري چې جمهوریپالان پیاوړي راڅرګندیږي.

د ډموکرات ګونده کاندیده د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس چې له مخکې یې د پوستې له لارې خپله رایه کارولې په پام کې لري چې، په واشنګټن کې په هاوارډ پوهنتون کې د تورپوستو تاریخي پوهنتون بلل کېږي او دا په ۱۹۸۶ کال یې ورڅخه د اقتصاد او سیاسي علومو له څانګې فارغه شوې، په انتخاباتو غونډه کې ګډون وکړي.

د انتخاباتو فدرالي چارواکو له انتخاباتو یوه ورځ مخکې د نوامبر په ۴مه خبرداری ورکړی چې سیالیو ته په ورنژدې کېدو سره روسیې او ایران هڅې زیاتې کړي چې، پر دغو انتخاباتو خپل نفوذ خپور کړی او په رایې ورکونکو کې اختلافات رامنځته او هغوی د انتخاباتي چارواکو پر ضد تاوتریخوالي ته ولمسوي.

ټرمپ چې په ۲۰۲۰ کال کې یې انتخابات اوسني ولسمشر جوبایډن ته بایللي، د درېیم ځل لپاره هڅه کوي چې د سپینې ماڼۍ واګې ترلاسه کړي.

د امریکا د سیسټم له‌مخې یو کاندید په ملي کچه د ډېرو رایو په ګټلو سره بریالی نه اعلانیږي، بلکې د الکټرال کالج د ۵۳۸ رایو چې هر ایالت ته د خپل نفوس په اندازه سهمیه ورکړل شوې، د لږ تر لږه ۲۷۰ ټاکنیزو پلاو د رایو په ګټلو سره بریالی اعلانیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG