نړۍ
یو امریکایی او دوه روسي ستورمزلي له نړیوال فضايي مرکز څخه ځمکې ته ستانه شول
یو امریکایی او دوه روسي ستورمزلي نن د سپټمبر په ۲۳مه له نړیوال فضايي مرکز څخه ځمکې ته ستانه شول.
د روسیې د فضايي تحقیقاتو ادارې روسکوسموس نن اعلان وکړ چې د سیوز فضايي کپسول چې درې واړه ستورمزلي په کې وو، له نړیوال فضايي سټېشن څخه تر جلا کېدو او څه باندې ۳۱ ساته مزله وروسته د قزاقستان په ورشوګانو کې پر ځمکه کېناست.
روسي ستورمزلي مېرمن اولګا کونو نېنکو او نیکولای ښوب په فضا کې د ۳۷۴ ورځو له تېرولو وروسته ځمکې ته ستانه شول چې دا په فضا کې د پرلهپسې ډېر وخت د تېرولو نوی ریکارډ دی.
امریکایی ستورمزلی ټریسي ډایسون چې شپږ میاشتې یې په فضا کې تېرې کړې هم په سیوز کپسول کې و.
اته تنه فضانوردان چې امریکايي بوتچ ویلمور او سني ویلیامیز هم په کې دي، لا هم په نړیوال فضايي سټېشن کې پاتې دي.
ویلمور او ویلیامز لومړني ستورمزلي وو چې په تېره جون میاشت کې د بویینګ په نوي سټارلاینر کپسول کې فضايي سټېشن ته وختل، خو ناسا پرېکړه وکړه چې د بېرته ستنېدو پر مهال به یې په سټارلاینز کې نه راکوځوي، ځکه د دوی په باور دا کار کېدای شي ډېر خطرناک وي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سویډن: ایراني هکرانو د قرآنکریم د سوځولو په غبرګون کې د غچ اخیستو لپاره زرګونو کسانو ته پیغامونه استولي
د سویډن لویه څارنوالي وايي، ایراني هکرانو په سویډن کې زرګونه کسانو ته داسې پیغامونه استولي چې په ۲۰۲۳م کال کې په دې هېواد کې د قرآنکریم د سوځولو په غبرګون کې د غچ اخیستو غوښتنه پهکې شوې ده.
د لویې څارنوالۍ یوه چارواکي نن د تلې درېیمه په یوه بیان کې وویل چې د دوی د لومړنیو تحقیقاتو نتایج ښيي چې دا عملیات د ایران دولت، د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک په مرسته د هغې کمپنۍ سیستم ته له ننوتو وروسته ترسره کړي چې په سویډن کې د ټلفون له لارې د پیغامونو یا SMS خدمات وړاندې کوي.
په بیان کې راغلي چې د تحقیقاتو په نتیجه کې د هغو ایراني هکرانو هویت روښانه شوی چې دا عملیات یې ترسره کړي دي.
په سویډن کې د تېرکال په دوبي کې په څو مواردو کې قرآنکریم ته اور واچول شو چې پراخې ناامنۍ او غبرګونونه یې وپارول او په نتیجه کې یې له ستوکهولم سره د منځني ختیځ د ګڼو هېوادونو اړیکي ترینګلي شول.
د خیبرپښتونخوا په کرمه کې فرقهيي نښتې؛ ۱۵ کسان وژل شوي
د خیبرپښتونخوا ایالت په کرمې ولسوالۍ کې نن ۱۵ کسان په فرقه يي نښتو کې ووژل شول.
د کرمې یوه سیمهيیز چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط فرانسپرېس خبري آژانس ته ویلي چې دا نښته د دوو قبیلو ترمنځ چې یوه سني او بله شیعه ده، د ځمکې پر سر له شخړې پیل شوه چې وروسته یې فرقهیي بڼه خپله کړه.
هغه زیاتوي چې له شنبې ورځې راهیسې په دې جګړه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
اسوشیتیدپرېس پاکستان خبري آژانس راپور ورکوي چې شاوخوا ۲۰ نور کسان په دې نښتو کې ټپیان شوي دي.
په کرمه ایجسنۍ کې له دې مخکې د شیعه او سني قبیلو ترمنځ نښتې شوې دي.
د روان کال په جولای میاشت کې په دې سیمه کې په فرقهيي جګړو کې د ۳۵ کسانو له وژل کېدو وروسته یوې جرګې د دواړو خواوو ترمنځ سوله وکړه.
زیلینسکي د روسیې د یرغل د پای ته رسولو لپاره د امریکا د پرېکړوني اقدام غوښتنه وکړه
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته له وینا مخکې پر خپل هېواد د روسیې د یرغل د پای ته رسولو لپاره د متحدوایالتونو د پرېکړوني اقدام غوښتنه وکړه.
ولسمشر زیلینسکي داسې مهال په عمومي اسمبله کې خپلې وینا ته تیاري نیسي چې پر اوکراین د روسیې د حملو د دوام په پایله کې ګڼو ملکي وګړو او تاسیساتو ته زیانونه اوښتي دي.
زیلینسکي چې د عمومي اسمبلې په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، په کانګرس کې د دواړو ګوندونو له غړو سره په کتنو کې د متحدوایالاتو د ملاتړ مننه وکړه او د اوکراین د خپلواکۍ د دفاع لپاره یې د امریکا ونډه مهمه وبلله.
امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو له اوکراین سره په پوځي او ملکي برخو کې د میلیاردونو ډالرو مرسته کړې او پر روسیې یې په څو پړاوونو کې بندیزونه لګولي.
زیلینسکي د کانګرس له غړو سره په خپلو کتنو کې د جګړې د روان وضعیت او د روسیې د اقداماتو په اړه هم معلومات ورکړل.
شمالي وزیرستان کې نښته؛ پنځه وسلهوال وژل شوي او څلور سرتېري ټپیان دي
راپورونه وايي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي بازار سیمه کې نن د پاکستان د پوځ او تندلارو وسلهوالو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، په دې نښته کې له هاوانونو څخه کار اخیستل شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي چې په دې نښته کې پنځه وسلهوال وژلي شوي او څلور دولتي سرتېري ټپیان شوي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي TTP چې په دې سیمه کې فعاله ډله ده تراوسه د دې نښتې په اړه تبصره نه ده کړې.
د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته خپله وروستۍ وینا اوروي
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته خپله وروستۍ وینا واوروي.
تمه ده چې بایډن به په خپله وینا کې په منځني ختیځ او سوډان کې د روانو جګړو د پای ته رسېدو پر اړتیا ټینګار وکړي او همداراز پر اوکراین د روسیې د یرغل پر وړاندې له کییف څخه د امریکا او لوېدیځ د ملاتړ اهمیت به روښانه کړي.
په عمومي اسمبله کې د بایډن د ګډون یو مهم دلیل به هم له اوکراین څخه د ملاتړ استدلال وي، ځکه که په انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د ډیموکراتې کمالا هاریس په وړاندې بریالی شي، نو امکان لري چې په دې ملاتړ کې شکونه رابرسېره شي.
روسیې د اوکراین پر اتو سیمو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل
روسیې نن د اوکراین پر اتو سیمو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.
د اوکراین هوايي ځواک نن پر ټیلیګرام شبکې په یوه بیان کې وویل چې د روسیې له ۸۱ بې پیلوټه الوتکو څخه یې ۶۶ ویشتلې او نسکورې کړې دي.
بیان زیاتوي چې مسکو نن سهار د اوکراین پر خاوره څلور توغندي هم وویشتل.
د اوکرایني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې پلازمېنه کییف او کیرو ووهراد، چیرکاسي، ژیتومیر، وینیڅیا، پولتاوا، سومي او میکولایف ښارونه په نښه شول.
په عین حال کې د پولتاوا سیمه ایزو چارواکو ویلي چې د روسیې په حملو کې د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.
له بلې خوا د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هوايي مدافعې ځواکونو یې بېګا پر بېلګورَد، کورسک او بریانسک سیمو د اوکراین د ۱۳ بې پیلوټه الوتکو حملې شندې کړې.
پر لبنان د اسراییل په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۵۰۰ ته ورسېد
پر لبنان د اسراییل په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر نژدې ۵۰۰ ته ورسېد.
لبناني چارواکي وايي، په دې ډله کې ۵۸ ښځې او ۳۵ ماشومان هم شامل دي.
د اسراییلو پوځ پرون د لبنان د جنوبي او ختیځو سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې د حزبالله پر مرکزونو له هوايي حملو مخکې دې له خپلو مېنو ووځي.
نن او پرون زرګونه لبنانیان له جنوبي ساحلي ښار صیدا څخه پر لویه لاره په موټرو کې د بیروت خوا ته روان وو.
دا په ۲۰۰۶م کال کې د حزبالله او اسراییل له جګړې وروسته پر لبنان د اسراییلو ترټولو خونړی برید دی.
په سوډان کې کولرا ناروغۍ لږترلږه ۳۸۸ کسان مړه کړي
په سوډان کې په تېرو دوو میاشتو کې لږترلږه ۳۸۸ تنه د کولرا په ناروغۍ مړه شوي دي.
د روغتیایی چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۳ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
کولرا په ځانګړی توګه په ختیځ سوډان کې چې میلیونونو کسانو له جګړې پهکې پناه اخیستې، ډېره خپره ده.
دا سیمې په وروستیو کې سختو بارانونو او سېلابونو هم ځپلې دي.
د سوډان د روغتیا وزارت پرون دوشنبې وویل، دا ناروغي د هېواد له ۱۸ ولایتونو څخه په ۱۰ ولایتونو کې خپره شوې، خو تر ټولو زیاتې پېښې په ختیځو ولایتونو؛ کَسَلا و القَضارِف کې ثبت شوې دي.
په سوډان کې د کولرا ناروغي بې سارې نه ده.
اووه کاله پخوا یوازې په دوو میاشتو کې دې ناروغۍ ۲۲ زره خلک اغېزمن کړل او تر ۷۰۰ ډیر یې مړه کړل.
کولرا یوه خورا ساري ساری ساري ناروغي ده چې د اسهال او دهایدرېشن یعنې د بدن د اوبو د کمېدو سبب کېږي.
اسراییلو هوايي بریدونه؛ لبناني چارواکي: د ۲۱ ماشومانو او ۳۹ ښځو په ګډون لږترلږه ۲۷۴ کسان وژل شوي
د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د اسراییلو په هوايي حملو کې د ۲۱ ماشومانو او ۳۹ ښځو په ګډون لږترلږه ۲۷۴ کسان وژل شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزیر فیراس اباید نن وویل چې په دې حملو کې له تېرې سه شنبې ورځې راهیسې نږدې ۵زره کسان هم ټپیان شوي دي.
اسراییلو نن اعلان وکړ چې په لبنان کې د ایران پلوې حزبالله ډلې پر سنګرونو یې د حملو نوې څپه پیل کړې او د لبنان وګړو ته یې له هغو سیمو څخه د وتلو خبرداری ورکړ چې د حزبالله مرکزونو ته نژدې اوسېږي.
اسراییل وايي، حزبالله چې د امریکا له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي، په دې سیمو کې د وسلو زېرمې ځای پرځای کړې وې.
د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د لبنان او اسراییلو په سرحد کې کړکېچ دومره پراخېږي.
حزبالله ډله د لبنان له جنوبي سیمو څخه د اسراییلو پر خاوره راکټونه توغول.
جنرال محمد عاصم ملک د آیایسآی نوی مشر ټاکل شوی
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستانی جنرال محمد عاصم ملک د دې هېواد د پوځي استخباراتي ادارې یا "آیایسآی" د نوي مشر پر دنده ګومارل شوی دی.
د پاکستان دولتي خبري آژانس اېپيپي او دولتي تلوېزیون نن د سپټمبر ۲۳مه راپور ورکړ چې جنرال ملک به د روانې سپټمبر میاشتې له ۳۰مې وروسته د آیایسآی د اوسني مشر ندیم انجم پر ځای خپله دنده پیل کړي.
رویټرز خبري آژانس هم د یوې امنیتي سرچینې له قوله دا خبر ورکړی، خو د ازادۍ راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، د پاکستان د صدراعظم دفتر د دې موضوع په اړه تراوسه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.
له ۲۰۲۱م کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د دې مهمې ادارې مشر بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د آیایسآی پخوانی مشر جنرال فیض حمید څه وخت مخکې د پاکستان د لیرې کړل شوي صدراعظم عمران خان چې اوسمهال په بند کې دی، د سیاسي اهدافو د ملاتړ په تور ونیول شو.