د ایران چارواکي وایي، د ورځې ۱۲ میلیونه لیتر تېل له دغه هېواده ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق وړل کېږي.
د ایران ګاونډیو هېوادونو ته د تېلو د قاچاق په تړاو بېلابېلې شمېرې خپریږي، خو دا وار د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د خونې یوه مسوول علي شمس اردکاني ادعا کړې چې د ورځې ۱۲ میلیونه لیتره تېل ترکیې، پاکستان او ایران ته قاچاق وړل کېږي.
اردکاني د دغو قاچاقي تېلو کلنی ارزښت څلور میلیارده ډالره بللی دی.
د احصایو په اساس په افغانستان کې د ایران په نسبت د تېلو د هر لیتر بیه ۳۶ برابره ګرانه ده.
د ازادي راډیو فردا څانګې د اردکاني په حواله راپور ورکړی چې قاچاق وړونکي د ایران تېل د ترکیې وان ښار ته وړي او هلته یې له جامو، بوټانو او نورو محصولاتو سره تبادله کوي.
د ایران د سوداګرۍ او صنایعو د خونې دغه مسوول همداراز وویل چې افغانستان ته هم د ایران تېل قاچاق وړل کېږي.
د احصایو په اساس په افغانستان کې د ایران په نسبت د تېلو د هر لیتر بیه ۳۶ برابره ګرانه ده.
د نړۍ د هر هېواد په نسبت په ایران کې تېل ارزانه دي داسې چې یو لیتر پترول هلته تر درې زره تومانه پلورل کېږي چې په افغانیو باندې څه کم پنځه افغانۍ کېږي.
د ایران ګاونډيو هېوادونو ته د تېلو د قاچاق یو عمده دلیل هم دا ګڼل کېږي چې قاچاق وړونکي په سرحدي سیمو او ګاونډيو هېوادونو کې تېل په ښه قېمت پلورلی شي او څو برابره ګټه کوي.
رویټرز راپور ورکړی چې، پاکستاني چارواکو تایید کړې هره ورځ له ایرانه څلور میلیون لیتره تېل دغه هېواد ته قاچاقیږي چې بیا ځای ځای په ارزانه بیه پلورل کېږي.
د طالبانو حکومت لا د ایراني چارواکو د ادعاو په اړه چې د افغانستان په شمول د ایران ګاونډيو هېوادونو ته تېل قاچاق وړل کېږي څه نهدي ویلي، خو مخکې د افغانستان او ایران په پولو کې د تېلو پر سر ځینې لانجې رامنځته شوې وې.
طالب چارواکو په تېره بیا د دوی د ستندرد ادارې لسګونه ټانکره تېل چې دوی بېکیفیته بللي له نیمروز او ځینو نورو سرحدي سیمو بېرته ایران ته مسترد کړي چې دې چارې د ایراني چارواکو غبرګونونه پارولي.