د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

افغان لوبغاړې ذکیه خدادادي په پارالمپیک کې د افغان نجونو لپاره مبارزه کوي


د تکواندو افغان لوبغاړې ذکیه خدادادي
د تکواندو افغان لوبغاړې ذکیه خدادادي

د پاریس د ۲۰۲۴م پارالمپیک په سیالیو کې لومړنۍ افغان ښځینه ورزشکاره، ذکیه خدادادي، وايي چې د افغان نجونو لپاره به سیالۍ وکړي.

هغه چې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو وروسته فرانسې ته کډواله شوه، اوس په دغو سیالیو کې د کډوالو د پارالمپیک په لوبډله کې ده.

پارالمپیک هغه نړیوالې سیالۍ دي چې معلولیت لرونکي ورزشکاران، په‌کې ګډون کوي.

اغلې خدادادي ازادي راډيو سره په مرکه کې وايي چې په ډېرو هڅو او د ډېرو سياليو په تېرولو سره يې د پارالمپيک سياليو ته لاره پيدا کړه.

ذکیې په بلغاریا کې د ۲۰۲۴م کال د پارالمپیک په مقدماتي سیالیو کې خپل روسي سیال ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه او په دې سره یې د پاریس په پارالمپیک کې د ګډون لپاره ځان ته لاره هواره کړه.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "په تېرو دوو کلونو کې مې ښې پایلې ترلاسه کړې او هغو دوو اتلولیو ته په کتو سره چې د ۲۰۲۴م کال المپیک څخه مخکې مې ترلاسه کړي، زه دا احساس کوم چې دې سیالیو لپاره چمتو یم، هیله لرم چې د خپل هېواد د ښځو لپاره د پارالمپیک لومړی مډال وګټم."

هغې دغه شان له ورزش څخه محرومو افغان مېرمنو او نجونو ته وویل چې ناهیلۍ نه شي.

له ورزش څخه بې برخې یو شمېر نجونو هم ازادي راډيو ته وویل، که څه هم دوی نه شي کولای خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو هیله لري چې افغان ښځینه ورزشکارانې په نړیوالو سیالیو کې د دوی په استازیتوب سترې بریاوې ترلاسه کړي.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې پخوانۍ غړې معصومې حبیبي چې اوس له ورزشه محرومه شوې ده، د پارالمپیک په سیالیو کې د ذکیه خدادادي له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: "ډېره خوشحاله یم چې ذکیې خدادادي په دې سیالیو کې ګډون کړی دی او د المپیک مشعل يې په لاس اخیستی، دا زموږ لپاره د ویاړ خبره ده، هغه باید هڅه وکړي او دا وښيي چې افغان نجونې استعداد لري او کولای شي نورو لپاره الګو شي."

له ورزش څخه یوې بلې محرومې ورزشکارې زهرې، ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ټول خلک په رښتیا خوشحاله دي، ځکه په ډېرې ناهيلۍ کې ژوند کوي او په المپیک کې د ښځینه ورزشکارانو ګډون په تیاره کې لکه یو څراغ دی."

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې د پاریس په المپیک کې خپلې سیالۍ له مډال ګټلو پرته پای ته ورسوله.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب شپږو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

سربېره پر دې، پنځو افغان لوبغاړو هم په دغو سیالیو کې د کډوالو د لوبډلې د یوې برخې په توګه ګډون کړی دی.

د پارالمپیک لوبې به د اګست له ۲۹مې څخه د سپټمبر تر ۸مې پورې ترسره شي او ذکیه خدادادي به په لومړۍ ورځ د سهار په لسو بجو په پاریس کې سیالۍ وکړي.

نوموړې تر دې مخکې هم د توکیو ۲۰۲۰م پارالمپیک کې برخه اخیستې وه.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG