د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د یوګا نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې دا ورزش د له‌ منځه تلو په حال کې دی


ارشیف: په افغانستان کې د یوګا ورزش یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوګا ورزش یو انځور

د جون میاشتې ٢١مه د یوګا له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په داسې حال کې چې سږ کال په ډېرو هېوادونو کې د یوګا لسمه نړیواله ورځ نمانځل کېږي، په افغانستان کې دا سپورټ د له منځه تللو او هېرېدلو په حال کې دی.

په وروستیو کلونو کې یوګا په افغانستان کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو ترمنځ خورا نوموتى او په زړه پورې ورزش په توګه پېژندل شوى و.

فخریه ممتاز د یوګا لومړۍ ښځینه ښوونکې وه چې په ۲۰۱۶م کال کې یې په کابل کې د ښځو لپاره د یوګا ورزشي مرکز جوړ کړ.

که څه هم یوګا د افغانستان په دودیزه ټولنه کې له ګڼو ننګونو سره مخ وه، خو ياد مرکز په څلورو کلونو کې وتوانېد چې ۶۰۰ غړي پیدا کړي.

فخریې ممتاز ازادي راډیو ته وویل، وروسته له هغې چې طالبان بياځلي پر افغانستان واکمن شول، نوموړې مجبوره شوه خپل د يوګا د زده‌کړې هغه مرکز وتړي چې په خپل شخصي لګښت او د زرګونو هیلو سره یې جوړ کړی و.

مېرمن ممتاز وايي: "د طالبانو په راتګ سره چې ټول افغانستان يې په واک کې ونيوه، زموږ د مرکز په ګډون د ډېرو فعالیتونو مخه ونیول شوه، خو د طالبانو له راتګ مخکې هم موږ خپلې ستونزې درلودې او زموږ مرکز یوازې د یوګا مرکز نه و، بلکې هلته مو ټولې ستونزې له يوبل سره شريکولې، خپل غمونه مو شریکول او خپلې ستونزې به مو حلولې، موږ به په ګډه ډوډۍ خوړه، د داسې چاپېریال له لاسه ورکول ډېر دردناک دي."

فخریه ممتاز د یوګا لومړۍ ښځینه ښوونکې وه چې په ۲۰۱۶م کال کې یې په کابل کې د ښځو لپاره د یوګا ورزشي مرکز جوړ کړ.
فخریه ممتاز د یوګا لومړۍ ښځینه ښوونکې وه چې په ۲۰۱۶م کال کې یې په کابل کې د ښځو لپاره د یوګا ورزشي مرکز جوړ کړ.

د فخریې ممتاز په خبره، نوموړې ډېرې هڅې وکړې چې د افغانستان د ښځینه یوګا ورزشي ټیم د ملي لوبډلې په توګه ثبت کړي، خو ادعا کوي چې څو ځلې ان د تېر جمهوري نظام د ورزشي چارواکو له مخالفت سره مخ شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پر وړاندې د زده‌کړو او کار په ګډون د نورو بنديزونو تر څنګ، ښځې د ورزش له ډګره هم راوګرځول شوې، تر دې حده چې لوبغالو ته د تلو اجازه هم نه ورکول کېږي.

د یوګا یو شمېر افغان ښځینه ورزشکارانې چې د طالبانو د بیا واکمنۍ او امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلو ته اړې شوي، وايي چې له نامعلوم راتلونکې سره مخ دي.

یو له دوی څخه چې اوس په ایران کې اوسېږي او د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو له دورې مخکې مې یوګا پیل کړې وه او روغتیا مې ډېره ښه وه، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته مې دوام ورنه‌ شو کړای چې د ذهني فشار تر څنګ مې نورې ستونزې هم پیدا کړې او اوس ایران ته راغلې يم او هیڅ شی سم پر مخ ځي ډېر په مبهم او نامعلوم حالت کې يوو."

د یوګا یو بله ورزشکاره چې په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي، د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې یوګا د دې لپاره په جلاوطنۍ کې له ستونزو سره د مبارزې یوازېنۍ لار ده.

هغه وايي: "زه په انلاین ډول هغو ښځو ته د یوګا درس ورکوم چې کډوالې دي له نېکه‌مرغه دوی کولی شي د یوګا له ګټو څخه برخمنې شي، مګر له بده مرغه زه په ثابت حالت کې نه يم، کوم هېواد کې چې زه یم، زه باید هر کال خپله ویزه نوې کړم او زه دې هېواد له سختو قوانینو سره مخ یم. زه هيله لرم چې موږ او زموږ ټول هېوادوال له دې حالت څخه وژغورل شي، خو زه غواړم ووایم چې موږ ټول چې کومې ستونزې لرو بايد د یوګا له ګټو څخه برخمنې شو."

له بلې خوا ارواپوهان هم یوګا د بدن او ذهن د روغتیا لپاره ډېر اغېزمن بولي.

ارواپوهې شبنم سپهر د یوګا په اړه ازادي راډيو ته وویل: "یوګا یوازې فزیکي تمرین نه دی، بلکې یو ذهني تمرین هم دی. په یوګا کې زموږ ذهني تمرکز ډېر ښه کېږي، زمونږ د ذهني وضعیت د ښه کېدو لامل کېږي. څېړنې ښودلې چې یوګا کولی شي زموږ سره د عصبي فشار په کنټرول کې مرسته وکړي."

په همدې حال کې، ملګرو ملتونو په خپل راپور کې چې د جمعې په ورځ جون ۲۱مه خپور شوى، "يوګا د ځان او ټولنې لپاره" په سرليک دا ورځ د يوګا لسمې نړيوالې ورځې په توګه ياده کړې ده.

ارشیف: په کابل کې د یوګا یو ورزشي مرکز چې دا مهال تړل شوی دی.
ارشیف: په کابل کې د یوګا یو ورزشي مرکز چې دا مهال تړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، یوګا یو بدلونی تمرین دی ذهن او بدن همغږي کوي، د فکر او عمل تر منځ توازن، رامنځته کوي او وحدت محدودیت او بشپړ تحقق دى.

د ملګرو ملتونو په وینا، یوګا یو پخوانی فزیکي، ذهني او روحاني تمرین دی چې لومړى په هند کې پیل شوی دی.

د "یوګا" کلمه د سنسکرت ژبې څخه اخیستل شوې چې د يووالي او پيوستون په مانا ده او د بدن د يووالي او پوهاوي سمبول دى.

ملګرو ملتونو د یوګا نړیوال اهمیت او ارزښت ته په کتو ٢٠١۴م کال کې د جون ٢١مه د د یوګا د نړیواله ورځې په توګه اعلان کړه.

د دې کار موخه په ټوله نړۍ کې د یوګا د تمرين د بې شمېره ګټو په اړه د خلکو پوهاوى دى.

XS
SM
MD
LG