د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

ننګرهار کې د ډوبې شوې کښتۍ پېښه؛ طالبان: د نادرکو پسې لټون لا هم روان دی


په دغو اوبو کې تېره ورځ د سیمې د خلکو یوه کښتۍ ډوبله شوې چې لا هم د دوو ورکو کسانو لټون روان دی.
په دغو اوبو کې تېره ورځ د سیمې د خلکو یوه کښتۍ ډوبله شوې چې لا هم د دوو ورکو کسانو لټون روان دی.

د ننګرهار په مومندې ولسوالۍ کې په اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ په پېښه کې، سیمه ییز طالب چارواکي له پرون راهیسې بېلابېل اراقام وړاندې کوي.

د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د پرون سهار راهیسې په اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ د نادرکه کسانو د لټون هڅې لا هم راونې دي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه چارواکي وايي، دوه کسان لا هم نادرکه دي.

دا کښتۍ پرون سهار اووه نیمې بجې د مومندرې ولسوالۍ د باسول د بېلې په سیمه کې اوبه کې هغه مهال ډوبه شوه چې د سیمې خلک یې د سیند له یوې غاړې بلې ته انتقالول او د سیمې د خلکو او سیمه‌ییزو چارواکو په حواله په کښتۍ کې د زیاتو کسانو د کېناستو له امله ډوبه شوه.

د طالبانو حکومت د مومندرې ولسوال محمد اجمل شګیوال نن د جون په دویمه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې اته کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي: "په تاسف سره پرون د مومندرې ولسوالۍ په باسول بېلې سیمه کې په اووه نیمو بجو د کښتۍ د ډبېدو پېښه رامنځته شوه چې په هغه کې تقریباً اته کسان شهیدان شول چې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم په کې شامل وو چې له هغې له جملې یوه نارینه او یوه ښځه لا هم لادرکه دي چې د پیدا کولو لپاره یې موږ په پلټنو بوخت یوو او دیارلس کسان ټپیان دي، په دې کښتۍ کې ۳۸ کسان سپاره وه."

دا په داسې حال کې ده چې پرون نوموړي ازادي راډیو ته ویلي وو، د نهو کسانو جسدونه تر لاسه شوي، د شپږو نورو د لټون هڅې روانې دي او لس کسان ژغورل شوي.

شګیوال پرون په کښتۍ کې د سپرو ټولو کسانو شمېر هم ۲۵ تنه ښودلی و.

د سیمې اوسېدونکي او په دې پېښه کې د مړه شوي ماشوم او ورک شوي کس د کورنۍ غړي اسلام شاه ازادي راډیو ته وویل: "زما یو ورور چې ۳۵ کلن دی، اوس لادرکه دی او وراره مې چې د نهو یا لسو کلونو په عمر وه، په دې پېښه کې شهید شو."

اسلام شاه وایي چې د خپل لادرکه شوي ورور په اړه خورا اندېښمن دی.

سردار احمد وايي: موږ د پله نه درلودلو له امله له زیاتو ستونزو سره مخ یوو.

د مومند درې ولسوالۍ د بېلې سیمې اوسېدونکی سردار احمد هم چې په یاده پېښه کې یې د کورنۍ غړي مړه شوي ازادي راډیو ته یې وویل: "په دې پېښې موږ د کورنۍ درې غړي شهیدان شول چې یو نارینه و، یوه ۳۵ کلنه ښځه وه او یو اته کلن ماشوم و، موږ د پله نه درلودلو له امله له زیاتو ستونزو سره مخ یوو."

د سیمې یو بل اوسېدونکی کرامت هم ټینګار کوي چې دولت او اړونده مسوولان باید د خلکو ستونزو ته په کتو باید په یاده سیمه کې د تګ راتګ لپاره یو پُل جوړ کړي.

هغه وویل: "موږ دلته په بېلې او باسول سیمه کې سل سلنه یوه پله ته اړتیا لرو ځکه خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي. باور وکړئ د بېلې لیسې په نوم د یو ښوونځي ماشومان او ښوونکي هر ورځ په همدې کښتۍ کې تګ راتګ کوي چې سم نیمايي په اوبو کې ډوب وي."

د ننګرهار د رسنیو مرکز ازادي راډیو ته ویلي، ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو له پېښې وروسته زیانمنو سره په لیدو کې ژمنه کړې چې په راتلونکې کې د پېښو مخنيوي او خلکو ته د اسانه تګ راتګ په موخه ولايتي اداره هڅه کوي چې په دې سيمه کې کېبلي پُل جوړ کړي.

د یادونې ده چې د ننګرهار د ګوشتې، لعلپورې او مومندرې ولسوالیو خلک په سیندونو د پلونو د نه درلودو له امله له سینده د پورې وتلو لپاره له وړو کښتیو ګټه اخلي چې وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کېږي.

XS
SM
MD
LG