د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

ننګرهار کې کښتۍ ډوبه شوې؛ طالبانو تر دې دمه د ۱۵ کسانو مړینه تایید کړې


د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند باسول سیمه کې د هغه سیند انځور چې په کې کښتۍ ډوبه شوې ده.
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند باسول سیمه کې د هغه سیند انځور چې په کې کښتۍ ډوبه شوې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په مومندرې ولسوالۍ کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۱۵ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د مومندرې لپاره د طالبانو د حکومت ولسوال مولوي محمد اجمل شګیوال ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه د ولسي خلکو په همکارۍ له سینده نهه جسدونه راویستل شوي دي.

دی وايي، په کښتۍ کې ټول ۲۵ کسان سپاره وو چې د یادې ولسوالۍ د باسول د بېلې په سیمه کې نن سهار اووه نیمې بجې اوبو ډوبه کړه.

هغه وايي: "نن سهار اووه نیمې بجې د مومندرې د بېلې په سیمه کې له سینده خلک پورې وتل چې کښتۍ یې ډوبه شوه. زموږ د ولسوالۍ ټول پرسونل د ولسي خلکو په همکارۍ د جسدونو د راویستلو هڅه کوي، تراوسه نهه شهیدان له سینده راویستل او لس ټپیان دي."

دی وايي چې په دې کښتۍ کې ښځې او ماشومان هم سپاره وو، خو دا چې څو کسه ښځې او څو ماشومان وو، نوموړي په دې اړه جزییات ورنه‌کړل، خو د ننګرهار د رسنیو دفتر د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست بېړنیو پېښو ته د رسېدو څانګې مسوولانو له قوله ویلي، کوم جسدونه چې دوی ته رسېدلي په کې یو نارینه، یوه ښځه، دوه هلکان او یوه نجلۍ شامل دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امرصدیق‌الله قریشي ویلي چې په راویستل شویو ټپيانو کې هم د درېیو کسانو وضعیت نازک دی.

له ډوبۍ شوې کښتۍ یو تن ژغورل شوي شېرزاد احمد خېل ویلي، په کښتۍ کې د زیاتو کسانو د کېناستو له امله یاده پېښه رامنځته شوه.

د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس د شېرزاد احمد خېل یو وېډیو پیغام خپور کړی چې نوموړی په کې وايي: "د اړتیا له مخې په کښتۍ کې زیات کسان کېناستو، د سیند منځ ته چې راورسېدو، جنراتور اوبه تېرې کړې او ګل شو، دلته خلک وارخطا شول او کښتۍ ته اوبه راوختې او په ډوبېدو شوه او هر سړی په خپل ځان شو."

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالمجید ازادي راډيو ته وویل چې د بېلې سیمې خلک نږدې هره ورځ بلې غاړې ته د خپلو اړینو کارونو او دغه شان د ولسوالۍ بازار ته د سودا اخیستلو لپاره له سینده د همدې کښتۍ په وسیله اوړي.

دی غوښتنه کوي چې باید دوی ته په دې سیند پل جوړ شي.

هغه وايي: "دلته د پل جوړېدل ډېر اړین دي، موږ له مخکیني حکومت نه هم غوښتنه کړې وه، خو جوړ نه شو، اوس هم غوښتنه کوو چې باید حکومت موږ ته پل جوړ کړي، که پل جوړ نه شي ورته پېښې بیا هم رامنځته کېدای شي."

د ننګرهار د ګوشتې، لعلپورې او مومندرې ولسوالیو خلک په سیندونو د پلونو د نه درلودو له امله له سینده د پورې وتلو لپاره له وړو کښتیو ګټه اخلي چې وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کېږي.

څو کاله وړاندې هم په مومندرې ولسوالۍ کې د کښتې د ډوبېدو په پېښه کې یو شمېر کسان مړه شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د اوړی موسم دی او په دې موسم کې د کونړ او کابل سیندونو کې د اوبو کچه لوړېږي.

XS
SM
MD
LG