په کندهار کې د شالمار دودیزه مېله پیل شوې.
شالمار په کندهار کې د هغي کلنۍ مېلې نوم دی چې هرکال د توتو د پخیدو سره د ارغنداب په ولسوالۍ کې جوړیږي.
په دې مېله کې تر ډېره د هغو ولسوالیو خلک زیاته برخه اخلي چې په سیمه کې يې روانې اوبه لږې وي.
دغه مېله د احمدشاه بابا د سلطنت راهیسې په کندهار کې هرکال لمانځل کیږي چې په زرهاوو مېله وال پکې ګډون کوي او د توتانو د خوراک ترڅنګ د پهلوانانو د غېږ نیونې سیالۍ هم ننداره کوي.
په دې اړه زموږ د همکار راپور د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ: