د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د سلواکیا پر صدراعظم ډزو پراخ غبرګونونه پارولي


د سلواکیا صدراعظم رابرت فیکو تر ټپي کېدو وروسته له هیلیکوپټر څخه روغتون ته لېږدول کېږي ترڅو درملنه یې وشي.
د سلواکیا صدراعظم رابرت فیکو تر ټپي کېدو وروسته له هیلیکوپټر څخه روغتون ته لېږدول کېږي ترڅو درملنه یې وشي.

د سلواکیا پر صدراعظم رابرت فیکو ډزو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د سلواکیا صدراعظم او سیاستوال ۵۹ کلن رابرت فیکو پرون ماسپښین په داسې حال کې چې د اندلوفا ښار له اوسېدونکو سره یې کتل، ډزې پرې وشوې.

د سلواکیا ولسمشره زورانا کاپوتووا، چې د ولسمشرۍ د دورې وروستۍ ورځې یې دي، په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل چې د دې پېښې په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی دی.

پیتر پلګریني به یې ځای ونیسي چې په وروستیو کې منتخب شو.

کاپوتووا، چې د صدراعظم اصلي سیاله هم ده، ویلي چې دا پېښه، پر ولسواکي حمله ده او دا ډول تاوتریخجن اعمال د منلو نه دي.

د سلواکیا منتخب شوي ولسمشر پیتر پلګریني، چې د رابرت فیکو متحد دی، دا برید د خپل هېواد د ولسواکۍ لپاره بې ساری ګواښ وباله.

د ناټو سرمنشي ستولټنبرګ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دې برید بوږنولی دی.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول جوزیپ بورېل د دې حملې د غندلو ترڅنګ ویلي د خلکو پر سیاسي استازو د نه منلو برید شوی دی.

د بېلابېلو اروپايي هېوادونو نورو مشرانو هم دا پېښه غندلې ده.

په سلواکیا کې افغان ډاکتر میرعابد هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې صدراعظم فیکو د خپلو خلکو په منځ کې د ښه شهرت خاوند سیاستوال دی.

هاشمي وايي: "په اندلوفا ښار کې چې د سلواکیا کان دی، د حکومت غونډه دایره شوې وه، وروسته له دې چې غونډه پای ته ورسېده، صدراعظم ووت، د ده عادت و چې له خلکو سره ویني او خبرې ورسره کوي. په دې هېواد کې وزیران او صدراعظمان ساتونکي نه لري. د خلکو منځ ته ورځي او له هغوی سره پر ستونزو خبرې کوي. په همدې حالت کې یو کس چې ۷۱ کلن او متقاعد و، پر صدراعظم څو ډزې وکړې."

د صدراعظم رابرت فیکو په اړه ویل کېږي چې د روسیې ملاتړی دی.

ده له کیڼ اړخي ګوند سره ايتلافي حکومت جوړ کړ، خو اوس چې ټاکل شوې وه د ده د ګوند غړی د ولسمشرۍ پر چوکۍ کېني، پرې برید وشو.

XS
SM
MD
LG