د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۱

د اسټرالیا پرېکړې ته د افغان کرکټ بورډ ځواب؛ کرکټ نه باید سیاسي شي

د افغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا د کرکټ بورډ د وروستۍ پرېکړې په ځواب کې ویلي، کرکټ باید غیر سیاسي وساتل شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د اسټرالیا د کرکټ بورډ وویل چې د دوی د حکومت مشوره دا ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو خرابېدونکي وضعیت ته په پام له افغانستان سره د شلو اوورونو د درېیو مسابقو لړۍ لغوه شي.

اسټرالیا تر دې مخکې هم له افغانستان سره د ۲۰۲۱م کال په سپټمبر میاشت کې یوه ټیسټ لوبه او په ۲۰۲۳م کال کې د درېیو یو ورځنیو مسابقو لړۍ په همدغو دلایلو لغوه کړې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، دوی د اسټرالیا په ګډون د کرکټ نړیوالې شورا له ټولو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

اسټرالیا په تېره نومبر میاشت کې له افغانستان سره د نړیوال جام پر مهال مسابقه کړې وه چې ګټلې یې وه.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو زیات محدودیتونه لګولي چې دا لړۍ اوس هم روانه ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG