د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن شپه لوبه لري


له ارشیفه د افغانستان او ایرلنډ د یوې کرکټ لوبې تصویر
له ارشیفه د افغانستان او ایرلنډ د یوې کرکټ لوبې تصویر

ټاکل شوې نن شپه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه په خپلو کې دویمه شل اووره مسابقه وکړي.

د متحده عرب اماراتو په شارجه سټوډیوم کې دغه مسابقه د کابل پر وخت دشپې اته نیمې بجې پیلېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

" که څه هم لومړۍ لوبه ایرلنډ وګټله، خو افغانستان په دغه لوبلړۍ کې ځینې ځوان لوبغاړي په خپل ټیم کې شامل کړي چې تر نړیوال جام مخکې دوی هم وازمويي. لوبډلې یوه ورځ ارام وکړ. موږ په شل اووره فارمټ کې غوره لوبډله لرو، تمه ده چې نننۍ سیالي به د افغانستان په ګټه پای ته ورسېږي."

ایرلنډ په لومړۍ شل اووره مسابقه کې تېره جمعه افغانستان ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دواړه هېوادونه به خپله درېیمه شل اووره مسابقه راروانه دوشنبه وکړي.

افغانستان تر دې مخکې له ایرلنډ د یو ورځنیو یا پنځوس اووره سیالیو لوبلړۍ ګټلې ده.

XS
SM
MD
LG