د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه پرونۍ سیالي وګټله


د افغانستان او ایرلنډ د یوې لوبې تصویر
د افغانستان او ایرلنډ د یوې لوبې تصویر

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ایرلند څخه د درېیو یو ورځنیو لوبو سیریز دوه – صفر وګاټه.

افغانستان بېګا شپه خپله وروستۍ یا دریمه لوبه کې له ایرلند سره د شارجې په میدان کې مخ شوی و.

افغان ټیم لومړی توپوهنه وکړه او د ۲۳۷ منډو هدف یې ټاکلی وو. په ځواب کې ایرلند یواځې ۱۱۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې لاسه ورکړل.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روزونکي جاناټن ټراټ په دې لوبه کې د ورو توپ اچوونکو ستاینه وکړه چې افغان ټیم یې بریا ته ورساوه.

هغه وویل:

" موږ په رېښتیا منډو کې لږ څه کم وو. موږ په لومړیو لسو اورونو کې په ښه حالت کې نه وو خو وروسته بیا هر څه د سیال ټیم ویکټې لوېدلې. په کومه طریقه چې نبي د یوه باتجربه لوبغاړي په توګه مسوولیت ومانه او لوبه یې وکړه او هم تر څنګ یې ننګیال خروټي چې اولنۍ لوبه یې وه ډېر ښه وځلېد."

د افغانستان لپاره محمد نبي تر ټولو ډېرې ۵ ویکټې واخیستې او یواځې ۱۷ منډې یې ورکړې.

هغه په توپوهنه کې هم ۴۸ منډې کړې وې. ننګیالي خروټي بیا څلور وېکټې واخیستې.

تمه ده افغانستان او ایرلند تر منځ شل اووریزې لوبې له جمعې پیل شي چې په غالب ګومان راشد خان به ټیم ته راستون شي.

XS
SM
MD
LG