د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۱۶

افغانستان او ایرلنډ نن کرکټ لوبه لري

د افغانستان او ایرلنډ یوه کرکټ لوبه
د افغانستان او ایرلنډ یوه کرکټ لوبه

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه نن خپله وروستۍ یا درېیمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.
د دوی لوبه د افغانستان په وخت په څلورو بجو د شارجې په میدان کې پيلیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې لوبغاړو د ایرلند لپاره د وروستۍ لوبې په خاطر خپل تمرینونه کړي دي.

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دویمه لوبه د باران په سبب لغوه شوې وه، خو لومړۍ لوبه چې تېره پنجشنبه د مارچ په اوومه وشوه افغان ټیم پکې بریا خپله کړه.

تر یو ورځنيو لوبو وروسته به افغانستان له ایرلنډ سره درې شل اووریزې لوبې هم کړي چې تمه ده د ملي ټیم پيژندل شوی لوبغاړی راشد خان هم تر درې میاشتني ځنډ وروسته بېرته ټیم ته ستون شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG