د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه سیالي په څو شېبو کې پیلیږي.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
د افغان لوبډلې په ۱۱ کسیز ترکیب کې نن یو بدلون راغلی دی چې د قیس احمد پر ځای حضرت الله ځاځی انتخاب شوی دی.
د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي کوربه لوبډلې د ۴ منډو په توپیر ګټلې ده.
د ویلو ده چې درېیمه سیالي به یې د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه وي.