د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۳۷

نړۍ

کرکټ؛ سریلانکا د شل اوریزو سیالیو نوملړ په ډاګه کړ

د افغانستان پر وړاندې د سریلانکا کرکټ لوبډلې د شل اوره سیالیو لپاره نوملړ
د افغانستان پر وړاندې د سریلانکا کرکټ لوبډلې د شل اوره سیالیو لپاره نوملړ

د سریلانکا کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ته هم خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د یاد هېواد کرکټ بورډ نن دوشنبه وویل چې په دې لوبلړۍ کې به وینیندو هسرنګا لوبډلمشر وي.

په اعلان شوې لوبډله کې چېرت اسلانکا، پټوم نساکا، کوشال مېنډس، ډننجایا ډېسېلوا، کوشال پرېرا، انجیلیو مټیوز، دوشن شناکا، سدیرا سمرا ویکرما، کمېنډو مېنډس، مهېش ټیکشانا، اکېلا دننجایا، متیش پټیرانا، دېلشن مدوشنکا او نوان ټوشارا شامل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، که چټک توپ اچونکی دوشمنتا چمېرا له ټپونو رغېدلی و، په یاد نوملړ کې شامل دی کنه پرځای به یې بنورا فیرننډو غوره شي.

د ویلو ده چې یادې لوبډلې له افغانستان د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله او یوازې وروستۍ لوبه به د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه ولوبوي.

افغانستان لا شل اوریزو سیالیو ته خپله لوبډله نه ده اعلان کړې.

یادې سیالۍ به د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه پیل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

زیلینسکي: نړیوال دې د روسیې په ماتولو کې مرسته راسره وکړي

د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر له نړۍ وغوښتل چې د روسیې په ماتولو کې ورسره مرسته وکړي.

ولودومیر زیلینسکي پرون (د مارچ ۳مه) په یوه بیان کې وویل چې اوکرایني ماشومان د روسیې د پوځ هدف دي.

هغه د اودیسا په ښار کې هغه برید ته اشاره وکړه چې د شنبې په ورځ په کې څلور ماشومان ووژل شول.

تېره ورځ د اوکراین پوځ تایید کړه چې په اودیسا کې د روسیې د برید په پایله کې د قربانیانو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی دی.

د مارچ درېیمه یکشنبه د اودیسا په ښار کې د قربانیانو په یاد د ماتم ورځ اعلان شوې وه.

د "اوپک" غړي هېوادونه: د نفتي صادراتو کمولو ته دوام ورکوو

د اوپک سازمان لوګو
د اوپک سازمان لوګو

د نفتو صادرونکو هېوادونو د سازمان (OPEC) غړو هېوادونو موافقه کړې چې د روان کال په دویمه ربع کې به د تېلو صادراتو کمولو ته دوام ورکړي.

د سعودي عربستان او روسیې په مشرۍ اوپیک پلس پرون (د مارچ ۳مه) وویل چې د تېلو په صادراتو کې کموالی به د روان کال د جون تر پایه دوام وکړي.

روسیه چې د اوپیک له متحدینو څخه ده، ویلي چې د روان کال په دویمه ربع کې به هره ورځ ۴۷۱ زره بېرله تېل تولید کړي.

د روسیې د صدراعظم مرستیال الکساندر نوواک ویلي چې دا پریکړه یې د اوپیک پلس سازمان له غړو سره تر خبرو اترو وروسته کړې ده.

د اسراییل پوځ: غزه کې مو پر د بشري مرستو پر ترلاسه کوونکو برید نه دی کړی

غزه کې یو شمېر اسراییلي پوځیان
غزه کې یو شمېر اسراییلي پوځیان

د اسراییل د پوځ ویندوی نن (یکشنبې) وویل، تېره اوونۍ په غزه کې د مرستو په کاروان کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د دوی لومړنۍ پلټنې بشپړې شوې دي.

د پوځ په وینا، په دغو پلټنو کې څرګندېږي چې د دوی ځواکونو پر کاروان برید نه دی کړی؛ بلکې اکثره فلسطینیان په ګڼه ګوڼه کې مړه شوي دي.

په غزه کې جګړه د اکتوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه چې حماس چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې تروریستي ډله ګڼي، د اسراییل په خاوره کې برید وکړ او نژدې ۱۲۰۰ تنه یې ووژل.

د پاکستان پارلمان نن نوی صدراعظم ټاکي

د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

د پاکستان نوې ملي جرګه به نن غونډه او په لړ کې به په غیرعلني رایو د پنځو کلونو لپاره نوی صدراعظم غوره کړي.

د پاکستان د نواز ډلې مسلم لیګ او پیپلز ګوند په ګډه شهباز شریف او سُني ايتلاف چې د تحریک انصاف غړي ورسره یوځای دي، عمر ایوب د صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندیدان کړي دي.

د نواز مسلم لیګ ګوند ادعا کوي چې د ملي جرګې په ۲۲۶ غړیو کې ۲۰۹ یې ملاتړ کوي.

د فبرورۍ په اتمه نېټه په پاکستان کې عام انتخابات وشول.

یو شمېر ګوندونه وايي چې په انتخاباتو کې درغلۍ ډېرې وې.

امریکا؛ په کلیفورنیا او نواډاکې سختو واورو لارې تړلې دي

د واورو یوه څنډه
د واورو یوه څنډه

د امریکا د کلیفورنیا او نواډا ایالتونو په ځینو برخو کې د شدیدو واورو د ورېدو له کبله لارې بندې شوې دي.

د دې وارو د ورېدو له کبله د زرګونو کورونو برېښنا پرچاو شوې ده.

همداراز د نووادا ایالت په لوېدیځ کې د واورې ترڅنګ شدیدو بادونو هم تاوانونه اړولي.

د باد د شدت په اړه ویل شوي چې سرعت یې په ساعت کې ۳۰۵ کیلومترو ته رسیږي.

امریکا: د هوا له لارې مو درېیو الوتکو کې غزې ته مرستې ورسولې

د مرستو د غورځولو یوه څنډه
د مرستو د غورځولو یوه څنډه

د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام پرون (شنبې) اعلان وکړ چې په درېیو پوځي الوتکو کې یې د هوا له لارې غزې ته لومړنۍ مرستې ورسولې.

د امریکا په دې مرستو کې چې د هوا له لارې یې غورځولي، د څه باندې ۳۸ زره وختونو لپاره خواړه شامل دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې غزې ته د بشري مرستو لېږل کفایت نه کوي او هېواد یې غواړي چې نوره مرسته هم واستوي.

راپورونه: په سور سمندرګي کې د حوثي یاغیانو لخوا ویشتل شوې برېتانوي بېړۍ بشپړه ډوبه شوه

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

راپورونه وايي چې د برېتانیا «روبي مار» باري بېړۍ چې کابو دوې اوونۍ وړاندې په سور سمندرګي کې حوثیانو ویشتې وه، بشپړه ډوبه شوې ده.

د امریکا پوځ د دې بیړۍ د ډوبېدو له کبله د سیمې چاپېریال ته د ناوړو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

دا لومړنۍ بېړۍ وه چې د ایران پلوه حوثي ملېشو له لوري په سور سمندرګي او عدن خلیج کې ویشتل کېږي او ډوبیږي.

د یمن رسمي حکومت اعلان وکړ چې روبي مار بیړۍ چې کیمیايی سره پکې بار وه، وروسته له دې ډوبه شوه چې منځ ته یې اوبه ورغلې.

د جرمني د لوړپوړو امنیتي چارواکو یو غږیز فایل د روسیې لاس ته رسېدلی

د جرمني ځواکونه
د جرمني ځواکونه

د جرمني حکومت وايي په روسي رسنیو کې د هغه خپاره شوي غږیز پیغام په اړه تحقیقات کوي چې ویل کېږي په هغه کې ظاهرا د جرمني د پوځ جګپوړي چارواکي په یوه ټلفوني کنفرانس کې اوکراین ته د وسلو د سپارلو په اړه خبرې کوي.

دې غږیز پیغام په جرمني کې د احتمالي جاسوسۍ فعالیتونو په اړه اندېښنې پارولې دي او برلین په دې اړه له مسکو څخه د شفافیت غوښتنه کړې.

په دې غږیز پیغام کې د نورو مسایلو ترڅنګ اوکراین ته د تاروس په نوم د کروز ډوله توغندیو د احتمالي سپارلو په اړه، چې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ تراوسه په علني ډول رد کړي دي، بحث کېږي.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند پرون- د مارچ په دوهمه وویل چې نه شي کولای د دې غږیز پیغام رېښتینولي او اصلیت تایید کړي.

دا غږیز پیغام د لومړي ځل لپاره د رشیا ټوډې رسنۍ مسوولې مدیرې مارګاریتا سیمونیان د جمعې په ورځ خپور کړ.

رویټرز خبري آژانس هم د دې غږیز پیغام اصلیت په خپلواک ډول نه دی تایید کړی.

په مصر کې د غزې د اوربند د ټینګښت په تړاو خبرې پیلېږي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

تمه ده چې نن د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د اوربند د ټینګښت په تړاو خبرې پیل شي.

دا خبره د رویټرز خبري اژانس د مصر د دوو امنیتي سرچینو له قوله کړې ده.

راپورونه وايي، اسراییل ویلي څو چې د دوی د هغو ټولو یرغمل شویو کسانو بشپړ لېست نه وي ورسپارل شوی چې تر اوسه ژوندي دي، دې خبرو ته خپل مرکچي پلاوی نه استوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ هیله‌مندي وښوده چې د روژې د میاشتې په رارسېدو به غزه کې اوربند وشي.

روژه د مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیلېږي.

تر اوسه پورې په دې اړه اسراییلو او د حماس سخت دریځې ډلې تبصره نه ده کړې.

خلکو د کریملین د مړ شوي منتقد 'الکسي ناوالني' قبر ته د درناوي مراسم پرځای کړل

الکسي ناوالني قبر ته د درناوي له مراسمو یو انځور
الکسي ناوالني قبر ته د درناوي له مراسمو یو انځور

خلک نن د کریملین د سرسخت سیاسي مخالف الکسي ناوالني چې په بند کې مړ شو، قبر ته تللي وو او ورته يې درناوی په ځای کړ.

ناوالني د جمعې په ورځ مسکو کې خاورو ته وسپارل شو.

د ناوالني له جنازې وړاندې د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف یو خبرداری خپور کړې و چې په کې د خلکو هر ډول بې اجازې راټولېدنه د قانون خلاف عمل بللی شوی و.

د مسکو، پیټرزبوک، نووسي بیرسک، یکاترن بورګ او د روسیې په یو شمېر نورو ښارونو کې د ناوالني د پلویانو له خوا هغه د درناوي په یاد په لاریونونو کې له ګډون وروسته تر ۱۲۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

ناوالني د فبرورۍ په ۱۷مه په زندان کې مړ شو.

د زندان د چارواکو په خبره، ۴۷کلن ناوالني د فبرورۍ په ۱۶مه له قدم وهلو وروسته بې هوشه شو.

د کریملین دا منتقدان ګمان کېږي د سیاسي انګېزې له مخې نیول شوي او زنداني شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG