د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۱

د فوټبال اسیاجام؛ قطر له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه

د سیالۍ یوه څنډه
د سیالۍ یوه څنډه

د فوټبال د اسیا جام سیالیو په پایلوبې کې قطر د اردن لوبډلې ته ماتې ورکړه او له خپلې اتلولۍ یې دفاع وکړه.

یاده سیالي د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ۸:۳۰ بجې د قطر په اوسېل لوبغالي کې پیل شوې وه.

په دې سیالۍ کې قطر د اکرم عفیف په ځلیدو سره اردن ته ۳ د ۱ پر وړاندې ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې د اسیا جام اتلولي وګټله.

د قطر لوبغاړي اکرم عفیف په پایلوبه کې د درې ګولونو په وهلو سره په ټورنمنټ کې د ګولونو تعداد ۸ ته ورساوه او د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

د قطر بل لوبغاړي میشال برشام چې ګول ساتونکی و، د غوره ګول ساتونکي په توګه ونومول شو.

د ویلو ده چې سږ کال د اسیا جام سیالۍ د ۲۴ هېوادونو ترمنځ د تېرې جنورۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه پیل شوې وې او د فبرورۍ په لسمه نېټه بشپړې شوې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG