د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) نن (د جنورۍ ۲۸مه) اعلان وکړ چې د سریلانکا پر کرکټ بورډ یې لګولی بندیز پای ته رسولی دی او یو وار بیا یې د نړیوالې شورا غړیتوب ورکړ.
د یادې شورا په خبرپاڼه کې لیکل شوي دي، دوی د سریلانکا د کرکټ وضیعت څارلی دی او د دې ډاډ یې ترلاسه کړی دی چې حکومت به نور د بورډ په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا د تېر ۲۰۲۳ ز کال د نومبر په ۱۰مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې د سریلانکا کرکټ بورډ غړیتوب له دې امله وځنډاوه چې بورډ په خپلو کارونو کې خپلواکه نه و او حکومت په ښکاره په هرڅه کې مداخله کوله.
د یادو بندیزونو په پایله کې سریلانکا د ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام د کوربتوب ویاړ له لاسه ورکړ چې یاد جام اوس په سویلي افریقا کې جریان لري.
د ویلو ده چې په یاده موده کې د سریلانکا پر لوبډلو او لوبغاړو د لوبو بندیزونه نه و لګول شوي.