د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۴

ټیسټ کرکټ؛ انګلستان په لومړۍ لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه

د انګلستان څو کرکټ لوبغاړي - ارشیف
د انګلستان څو کرکټ لوبغاړي - ارشیف

د کوربه هندوستان او انګلستان ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه د ۲۸ منډو په توپیر مېلمه لوبډلې وګټله.

یاده سیالي د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د هند په حیدراباد ښار کې پیل شوې وه چې د لوبې د څلورمې ورځې په پای کې انګلستان وګټله.

د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې انګلستان د بین سټوکس د ۷۰ منډو پر مټ ۲۴۶ منډې وکړې.

هندي سپينرانو، اشوین، جدیجا او اکشرپټیل په ګډه ۸ انګریزان وسوځول. هندۍ لوبډلې د توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۳۶ منډې وکړې، یادې لوبډلې ته جایسوال، کیل راحول او رویندر جدیجا نیمه سلیزې ووهلې او انګلستان ته بیا جو روټ ۴ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان چې په لومړۍ پاڼۍ کې له هندۍ لوبډلې ۱۹۰ منډې قرضداره پاتې وه، په دویمې پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو پر سر ۴۲۰ منډې وکړې چې د ۲۳۱ منډو هدف یې کېښود.

یادې لوبډلې ته اولي پاپ ۱۹۶ منډې وکړې. د هند لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره ښه پيل وکړ، خو دوام یې ورنکړای شو. د هند پيلیز توپوهونکي جایسوال یوازینی مخکښ منډه جوړونکی و چې ۳۹ منډې یې وکړې.

د انګلستان لپاره په دویمې پاڼۍ کې ټام هارټلي ۷ لوبغاړي وسوځول، هغه په لومړۍ پاڼۍ کې هم دوه لوبغاړي سوځولي وو.

په پلان کې ده چې هند او انګستان ۵ ټيسټ سیالۍ ترسره کړي او دویمه ټیسټ لوبه به د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۲یمه نېټه پيل کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG