د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د طالبانو ټرانسپورټ وزارت د سوداګريزو توکو په لېږد کې په انحصار تورن شو


په کندهار کې د سوداګرو اعتراضيه غونډه
په کندهار کې د سوداګرو اعتراضيه غونډه

د افغانستان د ۳۴ ولایتونو يو شمېر سوداګر په کندهار کې راټول شوي او ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت ټرانسپورټ وزارت لخوا جوړ شوي کمېسيون د دوی سوداګريز مالونه په انحصار کې اخيستي او دوی نه شي کولاي په آزادانه ډول خپل سوداګريز توکي له یوه ولایت څخه بل ته ولایت ته ولېږدوي.

دغه سوداګرو د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د خپلو دغه ستونزو د شریکولو لپاره غواړي د طالبانو له مشر سره وګوري.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

XS
SM
MD
LG