د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۴

کرکټ؛ د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو لوبډله له سویلي افریقا سره سیالي کوي

د افغانستان یو شمېر ۱۹ کلن کرکټ لوبغاړي
د افغانستان یو شمېر ۱۹ کلن کرکټ لوبغاړي

د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې افغانستان له کوربه سویلي افریقا سره ارزښتناکه سیالي کوي.

یاده سیالي به د جنورۍ په ۸مه نېټه د کابل پر وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې پیل شي.

تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دې لوبلړۍ پرمهال یوه سیالي ترسره شوې وه چې افغانستان ګټلې وه.

که افغان لوبډله وکړای شي، په دې لوبه کې هم سویلي افریقا ته ماتې ورکړي، نو د دې لوبلړۍ پایلوبه به له هندوستان سره د جنورۍ په ۱۰مه نېټه ولوبوي او که سویلي افریقا وګټله، نو د نیټ رن ریټ له مخې به د پایلوبه لپاره له افغانستان او سویلي افریقا یوه لوبډله لار پیدا کوي.

د ویلو ده چې هندوستان په دې لوبو کې دوه وار افغانستان او دوه وار سویلي افریقا ته ماتې ورکړې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG