د هندوستان په کوربه توب د درې شل اوریزو سیالیو لپاره افغان ملي لوبډله هند ته رسېدلې ده.
افغان کرکټ بورډ ویلي، لوبډله یې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۷مه نېټه د یاد هېواد موهالي ښار ته رسېدلې ده.
په پلان کې ده چې هندوستان او افغانستان د لومړي ځل لپاره د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د جنورۍ په ۱۱مه نېټه په موهالي ښار کې پیل کړي.
دواړو هېوادونو یادو سیالیو ته خپلې لوبډلې اعلان کړي دي.