د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

چین کې مرګونې زلزله؛ ۱۱۸ تنه مړه او سلګونه نور ټپيان دي


د چین په شمال لوېدیځه سیمه کې د ژغورنې ټیمونه تر خاورو او ډبرو لاندې د احتمالي بندو پاتو شویو کسانو پلټنه کوي.
د چین په شمال لوېدیځه سیمه کې د ژغورنې ټیمونه تر خاورو او ډبرو لاندې د احتمالي بندو پاتو شویو کسانو پلټنه کوي.

په چین کې د یوې مرګونې زلزلې له کبله لږترلږه ۱۱۸ تنه مړه شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې په ګانسو ولایت کې چارواکو ویلي چې پېښه بېګا نیمه شپه شوې او تر ټولو زیاته مرګ ژوبله یې همدې ولایت کې اړولې ده.

په ګانسو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۵ او د ټپیانو نږدې ۴۰۰ ته رسېږي.

دولتي تلوېزیون 'سي سي ټي وي' راپور ورکړی چې په چینګهای کې هم تر نن سهار پورې ۱۳ تنه مړه شوي، ۱۸۲ ټپیان او ۲۰ نور تري تم دي.

د زلزلې له کبله زرګونه کورونه زیانمن شوي او محلي خلک له وېرې سړکونو ته وتلي دي.

د چین په شمال لوېدیځه سیمه کې د ژغورنې ټیمونه تر خاورو او ډبرو لاندې د احتمالي بندو پاتو شویو کسانو پلټنه کوي.

په وروستیو کلونو کې دا په چین کې مرګونې زلزله بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG