د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

د ولسمشر بایډن د استیضاح په اړه روانو څېړنو ته د امریکا د استازو جرګې د رسمي اجازې صادرېدل


د امریکا د استازو جرګې ودانۍ
د امریکا د استازو جرګې ودانۍ

د امریکا د استازو جرګې پرون چهارشنبې د دې هیواد د ولسمشر جوبایډن د استیضاح په اړه د روانو تحقیقاتو رسمي اجازه صادره کړه.

جمهوریپالو که څه هم د ولسمشر له خوا د غلط کار په اړه شواهد نه دي موندلي، خو دوی د دې هڅې ترشا یو موټی دي.

د جمهوریپالو تر کنټرول لاندې په استازو جرګه کې ۲۲۱ وکیلانو د ۲۱۲ په مقابل کې دغه تحقیقات تصویب کړل.

د بایډن د استیضاح په اړه په رسمي تحقیقاتو کې دا مسله څیړل کیږي چې ایا بایډن د خپل زوی هنټربایډن د بهرنۍ سوداګرۍ له معاملو ناسمه ګټه پورته کړې کنه؟

په استازو جرګه کې په دې اړه رایې وروسته له هغې واخیستل شوې چې ځوان بایډن د تړلو دروازو ترشا د دې جرګې غړیو ته له شهادت ورکولو ډډه وکړه.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن پر ده تورونه رد کړي
د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن پر ده تورونه رد کړي

سپینې ماڼۍ دغه تحقیقات رد کړي او ویلي یې دي چې له حقایقو سره اړخ نه لګوي او شا ته یې سیاسي انګېزه شته.

د کانګریس جمهوریپال غړي چې دې پرېکړه لیک ته یې رایې ورکړې، باور لري چې دا به د استیضاح لپاره د اسنادو راټولولو او د قانوني تقاضا د طرحې لپاره لاره هواره کړي.

د جمهوریپالو په مشرۍ د کانګرېس د استازو جرګې درې کمېټو د امریکا ولسمشر جو بایډن د رشوت په اخیستلو او د مرستیال ولسمشرۍ په موده کې په فساد تورن کړی دی.

بایډن د بارک اوباما د جمهوري ریاست په دوو دورو کې د ولسمشر مرستیال و.

ښاغلي بایډن دا تورونه رد کړي او د استازو جرګې کمېټو هم تراوسه د خپلو ادعاوو لپاره کوم سند نه دی وړاندې کړی.

په پرونیو ناندریزو بحثونو کې د جمهوریپال ګوند استازي تام کول وویل چې جمهوریپال له رایې اخیستنې پرته بله چاره نه ویني.

ده سپینه ماڼۍ تورنه کړه چې د استیضاح لپاره د تحقیقاتو په لار کې خنډونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG