د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

کرکټ؛ د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه


د یو شمېر لوبغاړو نومونه
د یو شمېر لوبغاړو نومونه

ټاکل شوې چې سبا د ډسمبر په ۳یمه نېټه د افغانستان الف لوبډله په یوې درې ورځنۍ تمریناتي سیالۍ کې د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د یادې سیالۍ لپاره د اکرام علي خیل په لوبډلمشرۍ د افغانستان ابدالیانو ۱۴ کسیزه لوبډله هم اعلان شوه.

کرکټ بورډ نه دي ویلي چې یادې لوبډلې اماراتو ته سفر کړی او که نن یې کوي؟

په اعلان شوې لوبډله کې اکرام علي خېل(لوبډلشمر)، ریاض حسن، احسان الله جنت، شاهدالله کمال، دروېش رسولي، سمیع الله شینواری، افسر ځاځی، شرف الدین اشرف، ضیاالرحمن اکبر، یامین احمدزی، ظاهرخان، نجات مسعود، سلیم ساپی او سعید شیرزاد غوره شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او انګلستان الف لوبډلې سره سیالي کوي.

XS
SM
MD
LG